سوله لا هم لومړیتوب دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د افغانانو د بدې ورځې او د افغانستان د وروسته پاتې والی عمده دلیل بدمرغه جنګ دی، ځکه جنګ نه یوازې له موږ څخه د کار او پرمختګ فرصتونه اخیستي، بلکې زموږ ودانۍ او ابادۍ یې هم ویجاړې کړي. نظام یې کاواکه کړی، هیوادوال یې کډوال، بدمرغه او در په در خاورې په سر کړي او له همدې امله د ولسمشر غني زیات تمرکز په دې دی چې څنګه دغه څلوېښت کلن ناورین او جنګ پایته ورسوي.

د همدې لپاره یې د جنګ د مدیریت تر څنګ د سولې لار نقشه برابره کړه. له خپلو هیوادوالو او نړیوالو سره یې شریکه کړه. وسله والو طالبانو ته یې له قید او شرط پرته د سولې بلنه ورکړه. دغې بلنې کرار کرار رنګ راوړ. په لومړیو کې اوربند وشو، بیا دیني علما راپورته شول، جنګ یې وغانده، نامشروع یې وباله او متفقه فتوا یې ورکړه. دې کار اسلامي نړۍ ته هم جرئت ورکړ، هغوی هم د وسله والو طالبانو روان جنګ افغان وژنه او ورو وژنه وبلله او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د ولسمشر غني د سولې بلنې ته لبیک ووایي.

ولسمشر غني وایي جنګ د ټولو ستونزو مورینه ده او هر وخت چې جنګ ودرېده، نو افغانستان هم په پښو ودرېږي، ځکه افغانستان هر څه لري، د هیڅ شي کمی نشته، هغه که اوبه دي، د قېمتي ډبرو کانونه او همدارنګه وچې او تازه مېوې لري. خو که چېرته یې ګاونډي هیوادونه په ارامه پرېږدي افغانستان به په ډېره کمه موده کې پرمختګ وکړي او پر خپلو پښو به ودرېږي او د نړۍ هر هیواد به په افغانستان کې د پانګونې لپاره زړه ښه کړي او پانګونه به وکړي د نړۍ د پرمختللو هیوادونو پام به په ډېره کمه موده کې د ځان لپاره راواړ وي.

ولسمشر غني غواړي چې وسله وال طالبان د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې بهیر سره یو ځای کړي او هغوی دېته وهڅوي چې له جګړې لاس واخلي او دا یې عملاً ورته څو څو ځله په ډاګه کړې، بلنه یې ورکړې او لا یې هم ورکوي، ځکه هغه پوهېږي چې جنګ نه ګټونکی لري او نه بایلونکی، جنګ د هیڅ لوري په ګټه نه دی. مګر وسله وال طالبان لا هم د پاکستان او نورو په لمسون په جنګ ټینګار کوي. دوی همدا مهال د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو او تاسیساتو بریدونه کوي، سره له دې چې په دې برخه کې هغوی افغانانو ته له مرګ ژوبلې او تلفاتو ور اړولو مه واره بله هیڅ لاسته راوړنه نه لري، مګر بیا هم له جنګ مخ نه اړوي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هم  ښاغلي غني ته دا ډاډ ورکړ چې مونږه به له خپلې وسې هم زیات زیار وباسو تر څو هیواد مو له دښمن څخه په امن کې شي او د هیواد او دښمن وځپو. امنیتي او دفاعي ځواکونو هم له ښاغلي غني د هغو ټولو کارنو په تر سره کولو ورڅخه مننه وکړه کوم چې ښاغلي غني په خپله واکمنۍ کې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره وکړل.  ولسمشر غني په ټینګار سره وایي چې د هیواد دفاع او ساتنه زموږ دنده ده او هر څوک چې د نظام په ضد وسله پورته کوي وبه ځپل شي.