ولایتونو ته د ولسمشر کاري سفرونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

محمد اشرف غني به د افغانستان په تاریخ کې یوازینی ولسمشر وي چې د خپلې واکمنۍ په لړ کې یې له هیواده بهر او د هیواد دننه ډېر زیات رسمي او کاري سفرونه وکړل،او د ټولو سفرونو په ترڅ کې یې د هیواد لپاره ځانګړې لاسته راوړنې درلودې. دغه سفرونه د ټولو افغانانو لپاره واقعاً د منلو وړ دي. افغان ولس هم له ولسمشر غني نه منندوی دی، ځکه دوی پوهېږي چې د ښاغلي غني دا ټولې هڅې د اباد افغانستان او بسیا ولس لپاره دي

.

ښاغلي غني تېره ورځ د هیواد فراه ولایت ته سفر وکړ د دې سفر په ترڅ کې ښاغلي غني د یاد ولایت وګړو ته د پام وړ پروژې پرانیستې. ولسمشر غني فراهیانو ته وویل، په هر قېمت چې وي د بخش اباد بند به جوړېږي، ځکه د دې بند جوړول د هغوی اساسي غوښتنه وه. همدارنګه یې د امنیتي ستونزې د حل په موخه هغوی ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به باصلاحیته پلاوی فراه ته راواستوي او د هغوی ستونزو ته به رسیدګي وشي.

په دې ورستیو کې د زیاتو ورښتونو له امله کې په یاد ولایت کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول. ولسمشر غني له هغوی سره د مرستو ترڅنګ یو زر کورنیو ته د سېلاب د راتلونکو زیانونو څخه د خوندیتوب په موخه په خوندي سیمه کې د ځمکې د ورکړې لارښوونه وکړه.

د هیواد په دغو اوسنیو شرایطو کې ولایتي سفرونه بې ستونزو او خطرونو نه وي، خصوصاً امنیتي ستونزې زیاتې وي. مګر ولسمشر  غني د هیواد او ولس لپاره دغه هر خطر او ستونزه پرځان مني.  وسله والو طالبانو هلمند، لوګر، کنړ، ننګرهار، فراه، نیمروز او نورو ولایتونو ته د ولسمشر د سفرونو پرمهال چاودنې او بریدونه ترسره کړل، خو ولسمشر غني یې هیڅ پروا هم نه ده لرلې او خپلې برنامې یې په عادي توګه پرمخ بېولې دي.

ولسمشر غني تېره اونۍ د هیواد کنړ ولایت ته هم سفر وکړ په یاد ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د ادارې ودانۍ پرانیسته، او په اسعد اباد ښار کې د یوه ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره هم کېښودله او د یاد روغتون ټول مصارف چې ۳۶۰ میلیونه افغانۍ کیږي دا ټول لګښت به د افغان حکومت له بودجې څخه ورکول کېږي. کنړیان د ښاغلي غني په دې کار سره ډېر خوشحاله شول او د دې کار په تر سره کولو سره به د خلکو یو سه ستونزې حل شي.

کنړ ولایت ته هم کله چې ښاغلی غني سفر وکړ هلته هم پرې بریدونه تر سره شول. خو له ښاغلي غني سره د خدای او د افغانستان د خلکو ملتیاوې دي، او د خلکو او وطن لېونۍ مینه ورسره ده الله پاک به یې هيچېرې هم نه خرابه وي.او پر هر ډګر به یې بریالی کوي.

ولایتونو ته د ولسمشر غني کاري سفرونه له دې اړخه هم مهم دي، چې هغه د هیواد له بېلابېلو اقشارو سره په کتنو کې له نږدې له دوی څخه د هغوی اساسي ستونزې او غوښتنې اوري او بیا یې د له منځه وړلو لپاره چارواکو ته لارښوونې کوي چې دا کار د ستونزو د حل ترڅنګ د حکومت او ولس تر منځ د شته واټن راکمولو کې مهم رول لري.