وګورو چې پاکستان څومره بدلېږي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه پاکستان هیواد ته خپل سفر وکړ.  ښاغلي غني د پاکستاني مقاماتو د بیا بیا غوښتنو او بلنو باوجود دونیم کاله وروسته د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې او وړاندیز په درناوي یاد هیواد ته سفر وکړ.

ښاغلي غني له سفره مخکې ویلي و چې دا سفر به له نورو سفرونو څخه زیات توپیر ولري او په دې سفر کې به پاکستان هیواد له افغان حکومت سره خپلې وعدې تر سره کړي. او دا سفر به هم کوم تشریفاتي سفر نه وې، بلکې یو کاري سفر دی او د هیواد په ګټه دې. سفر په رښتیا هم  تشریفاتي نه وو، ځکه د ولسمشر غني خبرې واضح، اقتصادي، د دواړو هیوادونو پر ګټو او د ستونزو پر اساسي هواري ورټولې وې.

 ښاغلي غني د پاکستان له صدارعظم عمران خان او یو شمېر نورو لوپوړو چارواکو سره وکتل. د سیمه اییز اتصال، سوداګري ، ټرانزیټ، امنیت او سولې په اړه یې له پاکستاني مقاماتو سره هر اړخيز بحثونه وکړل. ښاغلي غني له پاکستاني مشرانو څخه وغوښتل چې نور د افغان له جنګ څخه لاس واخلي او د یو ښه ګاونډي هیواد په توګه واوسي.

پاکستان هم داسې برېښي چې له خپلو ناوړو کړنو څخه ډېر پېښمانه دی. هغوی له ښاغلي غني سره داځل کلکه وعده وکړه چې پاکستان به نور په افغانستان کې نه یوازې زاړه سیاستونه او پالیسۍ تعقیب نه کړي، بلکې د نورمالو اړیکو او همکاریو په برخه کې به فوق العاده همکاري وکړي، مګر دا به اوس معلومه شي چې پاکستان څومره ځان بدلولی او پر خپلو ژمنو عمل کولی شي.

ښاغلي غني له پاکستانیو مشرانو څخه وغوښتل چې د افغان د سولې په روانه پروسه کې پوره ونډه واخلي. ښاغلی غني د دې سفر په ترڅ کې له افغان مهاجرو، محصلیونو او له افغان تاجرانو سره یې لیدنې کتنې وکړې له هغوی سره یې وعدې وکړې چې مونږه به هيچاته هم د دې اجازه ورنکړو چې پر تاسو باندې څوک ظلمونه وکړي.  په یاد سفر کې پاکستانیو یوازې پر ورولۍ، دوستۍ او پر ګاونډیتوب باندې څرخېدي. د دوی له خبرو له ورایه ښکاریدل چې دوی پر کړو کړنو پېښمانه دي. ځکه چې دوی کومه جګړه په افغانستان کې روانه کړې وه دوی دا فکر کاوه چې په دې کې به مونږه یوڅه لاسته راوړو. خو دوی په روانه جګړه کې سه لاسته رانه وړل او خپل باور یې د افغانانو او د نړۍ پر وړاندې له مینځه یووړ او له زیانو تاوانونو سره مخ شول.

که چېرته دوی افغانستان په ارامه پريښی وای نه یوازې به افغانستان ګټه او پرمختګ کړی وه بلکې په څنګ کې به یې پاکستان هم زیاته ګټه کړې وه، ځکه افغانستان د پاکستان لپاره له منځنۍ اسیا او همدارنګه اروپا او سیمې سره د نښلېدو او له دې لارې د صادراتو او راکړې ورکړې اسانه او ارزانه لاره ده، مګر تر هغو چې پاکستان خپل ځان او سیاستونه بدل نه کړي، نو ولسمشر غني به ورته له دغې لارې د استفادې اجازه ونه کړي.