ایا پاکستان د بنګله دېش له تجربې درس اخیستی؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال طاها صدیقي پاکستانی ورځپاڼه لیکونکی

ژباړه: اېمل پیاوړی

څلورمه برخه

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو سوله ییز غورځنګ دی، چې له هر ډول تاوتریخوالي پرهېز کوي. د دې غورځنګ مشران تل خپلو ملګرو ته له تاوتریخوالي څخه په پرهېز ټینګار کوي، اما د حکومت او پوځ تشدد او تاوتریخوالي دا اندېښنه را منځته کړې چې د دوی له لاسه به د پښتون ژغورنې غورځنګ په راتلونکي کې له پاکستاني حکومت سره په داسې تقابل کې  واقع شي چې شاته ګرځېدونکی نه وي او هغه مهال به وضعیت د ټولو له کنټروله ووځي.

پخوا په ختیځ پاکستان / اوسني بنګله دېش کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر د بنګالیانو د مدني حقونو مدافع غورځنګ رامنځته شو. د بنګالیانو د حقونو مدافع غورځنګ ته د پاکستان له لوري پر وخت توجه ونشوه. دې کار د بنګالیانو د مدني حقونو د مدافع غورځنګ غوښتنې راډیکالې کړې او په نهایت کې په تاوتریخوالي او د بنګله دېش په جلاوالي پایته ورسېدې. بنګله دېش په ۱۹۷۱ میلادي کال کې له پاکستان څخه جلا شو.

بنګالیانو په ۶۰ میلادي لسیزه کې د جنرال ایوب خان په حکومت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هوادارانو په څېر احساس درلود. بنګالیانو احساسوله چې عدالت ته لاسرسی نه لري، له حقونو یې محروم دي او مرکزي دولت د دوی مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب نه ورکوي.

هغه مهال بنګالیان په پاکستان کې تر ټولو لوی قومي ډله او جمعیت وو. د پاکستان حکومت او پوځ هغه مهال د دې پرځای چې د بنګالیانو د مدني حقونو غورځنګ مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي، د دغه ناراضي جمعیت پر ضد یې نظامي عملیات پیل کړل. دا کار د دې لامل شو چې بنګالیان په وسله وال مقاومت لاس پورې کړي او په نهایت کې پاکستان تجزبه کړي.

د بنګله دېش د جدایي ۵۰ کاله پوره کېږي، اما داسې ښکاري چې د پاکستان نظامي نخبه ګانو او واکمنو د بنګله دېش له وینې بهېدنې، تاوتریخوالي او د نه جبرانېدونکي جنګ له ضرباتو او د پاکستان له تجزیې څخه درس نه دی اخیستی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو یو کال کېږي. ډېره اړینه ده چې د پاکستان واکمن او نخبه ګان د بنګله دېش له تجربو درس واخلي او د پښتنو ژغورنې غورځنګ له مشروع او قانوني غوښتنو ته ځواب ووایي. د پاکستان دولت باید د دې غورځنګ د  مشرانو او غړو له تعقیب، نیولو او ځورولو څخه لاس واخلي، ځکه هغوی له هغه څه څخه اضافه چې قانوني حق یې دی، نور څه نه غواړي. د پاکستان دولت باید هغه کسان ونه نیسي چې د مشروع او قانوني حقونو غوښتنه لري.

که د پښتون ژغورنې غورځنګ مشروع، قانوني او برحقه غوښتنې پوره نشي، نو ډېر امکان شته چې پاکستان یو ځل بیا له فاجعې سره مخ شي.