ډاکټر غني د افغانستان موقعیت بدل کړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


محمد بشیر یوسفزوی

سره له دې چې دا په کې موږ کې مشهوره ده چې تدبیر تقدیر بدلوي، موږ بیا هم موږ ته د خپل موقعیت بدلون ناشونی اېسېده او له پېړیو پېړیو مو دا منلې وه چې افغانستان په وچه کې ایسار او نورو ته احتیاج هیواد دی.


زموږ موقعیت تر همدا پرونه پورې هم یو مشقت و او د دغه مشقت له امله موږ د ګاونډیان هر ناز او احسان له مجبوره ورځې منلی دی. د دوی په نادودو مو سترګې پټې کړي، ځکه موږ ویل که خوله چوله کړو، نو لارې به وتړي او چې لارې وتړي، نو له قحطۍ او لوږې به مو هیوادوال سټ شي.

مګر ولسمشر غني نه د لوږې پرا ولرله، نه یې د قحطۍ اندېښنه وکړه او نه یې هم د ګاونډیانو احسان ته غاړه کېښوده. هغه په دې ټینګ باور درلود چې تدبیر تقدیر بدلوي. د تقدیر بدلولو ته یې مټې را ونغښتې. د افغانستان موقعیت یې له مشقت څخه په فرصت بدل کړ. داسې فرصت چې که زموږ هیوادوال یې له خوشالۍ حیران کړل، نو زموږ ګاونډیان یې له اندېښنې مړاوي او لاس تر زنې کړل.

ډاکټر غني چې کله په دې پوه شو چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل د دښمنۍ دریځ نه بدلوي او فکر کوي چې افغانستان دوی ته عمري احتیاج دی، نو له منځنۍ اسیا سره یې خپل مذاکرات جاري وساتل، افغانستان یې هغوی ته تشریح کړ. د افغانستان موقعیت او فرصت یې هغوی ته طلا وګرځاوه، داسې طلا چې تر افغانانو ډېرې د دوی ګټې هم په کې خوندي وې، هغوی یې د ترانزیت او اقتصادي همکاریو په برخه کې لویو پروژو ته تشویق کړل.

د همدغو برنامو او د ولسمشر غني دهڅو له برکته د اورګاډي پټلۍ تر اقینې را ورسېده. ټاپي پروژه پیل شوه، کاسا زر پروژه پیل شوه. چابهار بندر پرانیستل شو، هوایي دهلېزونه جوړ شول او د لاجوردو تاریخي لاره چې پخوا به یې د ورېښمو لاره بلله بیا پرانیستل شوه.

ولسمشر غني لا هم په دې برخه کې نورې اقتصادي او ترانزیتي برنامې لري. هغه غواړي چې افغانستان د سیمې د راکړې ورکړې او اقتصادي همکاریو په مرکز بدل کړي. داسې مرکز چې د سیمې سوداګریز کاروانونه لنډ، اسانه او بې جنجاله له افغانستان څخه تېر شي. د دې ګټه به دا وي چې افغانستان به ورسره له اقتصادي پلوه ګټه وکړي. سوداګریز مالونه به په اسانه ولېږدوي. خپلې اړتیاوې به پوره کړي. له دې لارې به حق العبور او مالیه تر لاسه کړي، ملي عواید به لوړ شي، د پردیو له احتیاجه به بېغمه شو، کار او شغل به ایجاد شي. د افغانستان ارزښت به لوړ شي. جګړه به ختمه شي، ثبات به ورسره وغوړېږي او اوسنۍ ټولې ستونزې به ورسره حل شي.

که څه هم د ولسمشر غني په برنامو په لومړیو کې ځینو شک درلود او خیالي یې بللې، مګر هوایي دهلېزونو وښوده چې زموږ د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې یې څومره اسانتیاوې رامنځته کړې او زموږ بزګرو او تاجرانو له اقتصادي پلوه څومره ګټه وکړه.

ښاغلی غني وایي افغانستان د اسلامي نړۍ فکري مرکز و. بغداد ته تمدن له بلخ او بخار ولاړ، نو دا حتمي ده چې موږ باید له خپل تېر تاریخ زده کړه وکړو او د هغه د بیا احیا لپاره شپه او ورځ کار وکړو، تر څو خپل تېر عظمت او حیثیت بیا ومومو.