د طالبانو او پاکستان اړیکې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د وسله والو طالبانو او پاکستان د اړیکو په لرلو کې اوس هیڅوک هم شک نه لري او ټولې نړۍ عملاً ولیدله چې پاکستان د وسله والو طالبانو علني ملاتړ کوي، ځکه د ابوظبۍ او دوحې ناستو ته وسله وال طالبان او د دوی استازي له پاکستان څخه په پاکستاني طیارو کې پر پاکستاني پاسپورتونو ورغلل. اوس له ولس سره دا پوښتنه ده چې طالبان او پاکستان یو تر بله څه اړیکې سره لري؟

وسله وال طالبان او پاکستان دې خپلمنخي اړیکې ولس ته تعریف کړي. دوی دې دا اړیکې واضح کړي او ودې وایې چې د کومو اصولو، نورمونو او معیارونو په اساس یو له بل سره اړیکې پالي؟ که چېرې وسله وال طالبان او یا نور خلک د ناټو، د امریکا د متحدو ایالتونو او افغانستان تر منځ اړیکو ته ګوته نیسي او د دلیل په توګه یې راوړي، نو دغه اړیکې د دوه اړخیزو سټراټیژیکو او امنیتي همکاریو موافقتنامې او د ځواکونو د وضعیت موافقتنامه د قراردادونو په اساس رامنځته شوي.

افغان دولت چې له خپلو نړیوالو ستراتیژیکو ملګرو سره کومې موافقتنامې او تړونونه لاسلیک کړي دي،  ټول علني سندونه دي او د مشورتي لویو جرګو او پارلمان له خوا تصویب شوي. افغان ولس ته په دې اړه کافي وضاحت ورکړل شوی دی او دغه اړیکې د ټولو نړیوالو نورمونو او قوانینو په اساس استوارې دي، مګر د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې د پردو تر شا دي. دا اړیکې ویجاړونکې دي، ځکه پاکستان وسله والو طالبانو ته جنګي وسایلو، مهمات او امکانات برابروي او بیا یې افغانستان ته د جنګ لپاره استوي.

پاکستان له وسله والو ډلو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. دوی غواړي چې د وسله والو طالبانو له لارې د جنګ په شدت سره خپلې غوښتنې په افغان دولت ومني. پاکستان تروریستي ډلې په افغانستان کې جنګ، وحشت، ترور او په ملکي، دولتي او عامه تاسیساتو د بریدونو لپاره لمسوي. دوی غواړي چې په افغانانو کې وېره او دهشت خپور کړي. د انکشاف او پرمختګ مخه ونیسي. خلک په ظلمت، تاریکۍ او بدبختۍ کې وساتي. له دوی څخه په خپل روښانه راتلونکي شته اعتماد او هیله مندي واخلي.

د ملګرو ملتونو په میثاق کې د استقلالیت او د نورو دولتونو په چارو کې د نه مداخلې اصول درج دي. پاکستان د ملګرو ملتونو غړی دی او ټول نړیوال اسناد یې لاسلیک کړي دي، نو دغو اسنادو او له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب ته د درناوي په موخه باید یا له وسله والو طالبانو، جنګي او تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او یا هم له دوی سره خپلې اړیکې توجیه او واضح کړي.

افغان دولت او ولسمشر غني بار بار کوښښ کړی چې پاکستان په دې قانع کړي چې د جنګ، تشدد او افراطیت پرځای ورته دا ګټوره ده چې له افغانستان سره دوستانه مناسبات وپالي. پر تروریستي ډلو د پانګونې پرځای که له افغان دولت سره دوستانه مناسبت ټینګ کړي، نو باور دی چې دا به په مراتبو د پاکستان د حیثیت، سیاسي شناخت، ګټو، انکشاف او سوداګرۍ لپاره ګټوره وي، ځکه پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته په اسانه ځان رسولی شي، خپل صادرات لېږدولی شي او همدارنګه د انرژۍ او برېښنا په برخه کې خپلې اړتیاوې هم د منځنۍ اسیا هیوادونو څخه پوره کولی شي.