ولسمشر غني طرحو ته ارزښت ورکوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

 

ولسمشر غني له بېلابېلو اقشارو سره د کتنو او ولایتونو ته د سفرونو پرمهال چې کله له هغوی څخه د دوی غوښتنې او وړاندیزونه اوري، نو په پای کې یې ورته سپارښتنه دا وي چې خپلې غوښتنې او ستونزې دې له حل لارو سره یو ځای د طرحې په بڼه په ګډه سلا ترتیب او د حل لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.

له دې کار څخه ولسمشر غني څو موخې لري. لومړۍ موخه یې داده چې نوموړی د ولس په ظرفیت ډاډه او باوري دی او هغه تل وایي چې ولس هم د ستونزو تشخیص ښه کوي او هم یې مناسبې حل لارې وړاندیز کوي. ځکه ولس د ستونزو په عمق کې دی. دوی نه یوازې ستونزې ښې تشخیصولی، بلکې د حل لپاره یې اسانه، مناسبې او ګټور لارې چارې هم ښودلی شي.

دویمه موخه یې له دې کاره داده چې ولسمشر غني غواړي خلکو ته د مالکیت حس ورکړي او هغوی داسې وانګېري چې هر څه حکومت او مسوولینو په ولکه کې نه دي نیولي، بلکې چارې د ولس په ګډه سلا او اجماع ترسره کېږي. د دې ګټه داده چې خلک د پردیتوب احساس نه کوي، بلکې حکومت او نظام خپل بولي او په دې پایله کې د حکومت او ملت تر منځ شته واټن کمېږي او لا یو بل ته سره نږدې کېږي.

امن، هوسا او سوکاله ټولنې ته د رسېدو لپاره باید هر وزارت او هره دولتي اداره موثر او زیات کار وکړي. په همدې موخه ولسمشر غني د خپل واک په پیل کې له مسوولینو څخه طرحې او پلانونه وغوښتل د هغو تطبیق یې ورسره تعقیب کړ او وخت پر وخت یې هغوی ته د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې . هغه چارواکي چې په چارو کې بریالي نه وو، هغوی یې بدل کړل. هغوی چې غفلت یې کاوه او یا هم په فساد او بډو کې ښکېل وو، هغوی یې زندانونو ته واستول او پرځای یې وړ او تکړه کسان مقرر شول.

د ولسمشر غني د همدغو هڅو او ځانګړې پاملرنې له برکته د لومړي ځل لپاره وزیران په دې وتوانېدل چې خپلې ورکړل شوې بودجې په موثره توګه ولګوي. ځکه تېر کال د بودجو معقول لګښت څو نوي سلنې ته لوړ شو. همدا د ښې حکومتولۍ ځانګړنه ده چې ټول تمرکز یې په ولس، خدماتو، ابادۍ او پرمختګ وي.

یو له هغو اصولو څخه چې ښایي د پراخ ملي مشارکت لپاره د حکومت د کادري ظرفیت په لوړولو کې په پام کې ونیول شي، د حکومتي ادارو په داخل کې له افرادو، مدني ټولنو، خصوصي سکټورونو او ولسي شوراګانو څخه د نوښتګرو طرحو غوښتل دي. دا طرحې د ملت او دولت په کچه د هر اړخېزه ګډون د رامنځته کولو زمینه برابروي.

په تېرو څلور نیمو کالو کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له منځ څخه د حکومتولۍ، د معیشتي او رفاهي وضعیت د ښه والي، د دولتي بنسټونو د موثریت، د ګټورو پروژو د اجرا او نورو په اړه هر ډول نوښتګرې طرحې راټولې شوي. دا نوښتګرې طرحې په منظم ډول ډلبندي او هغو ادارو ته چې د هغو د تطبیق مسوولیت او ظرفیت لري، لېږل شوي. د ولسمشر غني دې او دېته ورته کړنو په ولس کې پراخ محبوبیت ترلاسه کړی.