اړتیا یې ډېره، مګر رسنیز پوهاوی پڅ دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی 

په يويشتمه پېړۍ كې چې څومره د ژوند كولو اسانتياوې ډېرې شوي دي، نو همدومره ورسره ژوند ماشيني او پېچلى شوى دى. په تېرو زمانو كې د وګړو ژوند ساده  او بې الايشه  وو.   هغه مهال وګړي د اوس په څېر په ګڼو چارو بوخت او ستومانه نه وو.

د ترهګري او نشه يي توكو ګواښ او وېره خو له سره موجوده  نه وه او نه يې فكر كېده، خو نن سبا نشه يي توكي  او ترهګري د افغان ولس په لويه ستونزه او ملي تراژيدي اوښتي. داسې تراژيدي چې هره ورځ د افغانانو كورنۍ، ژوند، ټولنه او ان هېواد ګواښوي..

پخوانۍ رسنۍ هم د هغه مهال د ژوند په څېر ساده وې او دندې يې هم ډېرې محدودې وې. هغه مهال د رسنيو موخه يواځې د وګړو خبرول وو او د دې لپاره به يې ډېرې ساده بڼې كارولې، خو اوس مهال رسنۍ خپله دنده او مسووليت يواځې د خلكو ترخبرولو پورې نه شي محدودولى، ځكه اوسمهالې رسنۍ د دې ترڅنګ دوه لويې يانې د پوهولو او خوندي كولو دنده هم لري چې له بده مرغه افغاني رسنيو لا دېته خپل پوره پام نه دى را اړولى.

افغاني ټولنه نن سبا د نشه يي توكو او ترهګري په ستونزه كې تر بلې هرې ټولنې ډېره كړېږي او رنځېږي، نو له دې امله ښايي چې افغاني رسنۍ له دغو ستونزو څخه د ولس د رااېستلو لپاره ګڼې او پراخې هلې ځلې وكړي. رسنۍ ښايي د خلكو د نشه يي توكو په زيانونو د ولس د پوهولو او د هغو له زيانونو څخه د  خوندي كولو لپاره اغېزمنې لارې او لوري ولټوي.

كه افغاني رسنۍ د افغاني ټولنې جدي ستونزو لكه ترهګري او نشه يي توكو ته څومره ډېر پام ور واړوي، نو هومره به په افغاني ټولنه كې د خپلې مينې او منښت ځېلې ژورې او پراخې وځغلوي. رسنۍ به له اوسنۍ محدودې كړۍ څخه راووځي. ولسي باور به خپل  كړي او نورې به، نو رسنۍ يواځې د وژنو، ورانيو، ناامنيو او نورو بدمرغه ورځنيو برسېرنو پېښو تر خپرولو پورې محدودې نه وي، بلكې د عامه فكرونو په پوهولو كې به يې هم يو ارزښتناك رول لرلى وي.

سره له دې چې په دې وروستيو كلونو كې  په هېواد كې د چاپي، غږيزو او انځوريزو يا برېښنايي  رسنيو شمېر دومره ډېر شوى دى چې د هېواد په تېر تاريخ كې يې سارى نه ليدل كېږي، خو د ارزښت او ولسي منښت له پلوه بيا رسنۍ د شمېر هومره اغېزمنې نه دي او ان د ديموكراسي د لسيزې د محدود شمېر رسنيو ځاى به هم په سخته ډك كړاى شي.

د ترهګري او ناامني په څېر نشه يي توكي هغه ستونزه ده چې هېواد او هېوادوال په مرګ، وركاوي او بدنامي ګواښوي.

 كوكنارو، هيروينو او چرسو چې نن سبا څومره د افغانستان ثبات ، پرمختګ او ټيكاو ته تاوان پېښ كړى، نو همدومره ورسره د هېواد سياسي او كلتوري حيثيت زيانمن شوى دى.

تر ټولو بده لا دا چې د دغه بدمرغه بوټي ټوله ګټه وټه د هغه چا لاسونو او جيبونو ته لوېږي چې هره شيبه په افغانستان كې بې ثباتي ته لمن وهي. د افغان ولس په وېرولو، وركولو، اړ كولو، بدمرغه كولو او وژلو پسې يې خپلې ناوړه او ناولې لېڅې رابډوهلې دي. ښوونځي، روغتونونه او ټولګټي ځايونه په بمونو الوځوي. ماشومان تښتوي او بيا يې د پيسو په بدل كې راخوشې كوي. لنډه دا چې د نشه يي توكو د بدمرغه بوټو د كښت ، قاچاق او استعمال له امله افغان ولس هره ورځ رنځېږي خو رسنيو يا تر دې مهاله دغه لويه ملي او ولسي ستونزه نه ده درك كړې ، ځكه په رسنيو كې داسې كوم پروګرام يا ځانګړې خپرونه نشته چې د نشه يي توكو د كښت، قاچاق او استعمال په زيانونو ولس وپوهوي او په دې ډول هغوى له نشه يي توكو څخه راوګرځوي.