د طالبانو ضد او نقیص دریځ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی
طالبانو تر ننه یوازې او یوازې په دې پلمه خپلې نامشروع جګړې ته ادامه ورکوله او په دې خاطر یې نالوستي کلیوال اوځوانان د دغې پردۍ او غیر مشروع جګړو لیکو ته ور جذبول چې ګواکې امریکایان راغلي او افغانستان یې اشغال کړی دی. دوی د جهاد په نوم د خلکو له پاکو احساساتو ناوړه ګټه واخیسته، ځکه هغوی یې د خپل هیواد، نظام او ولس پر وړاندې وجنګول. دوی د جهاد په نوم جنایت او فساد وکړ

.
د امریکا او د افغانستان د اشغال په بهانه یې اولس کاله ناروا جګړه زموږ پر مظلوم ولس او جنګ ځپلي هیواد تحمیل کړه. په دې منځ کې په زرګونو بې ګناه خلک شهیدان شول، تاسیسات ویجاړ شول، فرصتونه او منابع ضایع شوې او ډېرې نورې ورانۍ او دربدرۍ رامنځته شوې.
مګر نن چې د سولې خبره کېږي طالبان وایي چې موږ له امریکایانو سره سوله کوو، تر پرونه یې افغان حکومت په دې ملامتاوه چې دوی د امریکا ملاتړ له ځانه سره لري، مګر په خپله د روسانو ملاتړ ته په نیمو شپو ورغلل. د هغو روسانو چې په افغانستان کې یې یو نیم میلیون هیوادوال شهیدان کړل. په افغانستان کې یې نظام ړنګ کړ، افغانستان ته یې په میلیاردونو ډالرو تاوان واړاوه او افغانستان یې له هر اړخیز پلوه داسې ویجاړ کړ چې بیا رغاونه به یې لسګونه او سلګونه کاله ونیسي.
د طالبانو عمل او کړنې نه یوازې په خپلو کې بلکې د اسلام مبارک دین سره هم په ټکر کې دي. نن چې افغان حکومت بیا بیا د سولې بلنه ورکوي، دوی یې ردوي ، مګر امریکا چې دوی ته د سولې هیڅ وړاندیز نه لري، طالبان پسې شله دي چې موږ له تاسو سره سوله او د سولې مذاکرات کوو. سوله الهي امر دی او طالبان دغه الهي امر ته غاړه نه ږدي.
حقیقت دادی چې طالبان افغان دولت سره د مخامخېدو جرئت نه لري. په دوه دلایلو یو خو دادی چې دوی په افغان دولت ناحقه د کفر او نورې ټاپې لګولې. دویم غټ دلیل یې دادی چې دوی د جګړې په ډګر کې مات شوي دي، ځکه  په ۲۰۱۴ کال کې چې د بهرنيو ځواکونو شمېر په افغانستان کې کم او امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول، د تروریستانو او نورو ډلو لخوا جګړه سخته شوه. هغوی محاسبه کړې وه چې لږ ترلږه یو څو ولایتونه به له سقوط سره مخ کړي  او د افغانستان سیاسي جغرافیه به په دوو برخو ووېشي.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې، اتلولۍ او وطندوستۍ او د ملي یووالي حکومت لخوا د هغوی ملاتړ، پر دښمن کړۍ تنګه کړه او وې نشو کولای چې په دې برخه کې لاسته راوړنه ولري. حتی په ډېرو سیمو کې طالبان وځپل شول، سیمې ورڅخه ونیول شوې، بندیان ورڅخه ازاد شول او دوی وتښتېدل.
ولسمشر غني د طالبانو له بیا بیا ماتې وروسته هغوی ته د سولې بلنه ورکړه او هغوی ته یې وویل چې تاسو د دې وس نه لرئ چې زموږ د مېړنیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې وجنګېږئ او د جګړې په ډګر کې به بریالي نشي، یواځنۍ حل لاره سیاسي لاره ده. د خبرو او مذاکراتو لاره. سره له دې چې طالبان لا هم د سولې د مذاکراتو څخه ځان غړوي، مګر دوی بله لاره نه لري، یا به وژل کېږي او یا به هم د سولې مذاکراتو ته غاړه ږدي.