د بزګرپر ورځ او مراسمو برید

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د هر نوي کال د حمل دویمه په افغانستان کې دبزګر ورځ په توګه نمانځل کېږي. په دغه ورځ رسمي مقامات او عام هیوادوال د خپلو بزګرانو ورونو سره دغه ورځ په خوښیو او خوشحالیو نمانځي، د هغوی د هڅو او کارونو قدرداني کوي او هغوی لا ډېر کار ته هڅوي، خو په هلمند کې د افغانستان دښمنانو د بزګر ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو باندې د برید په ترسره کولو سره زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل او په دې ډول یې د دوی هغه هیلې او خوښۍ چې دغې ورځې ته یې لرلې نیمګړې کړې.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زیاتره وګړي یې په کرونده او زمیندارۍ بوخت دي او له دې لارې خپلې کورنۍ تمویلوي، خو جګړو د دوی ستونزې هم زیاتې کړي، ځکه د اوبو سیستمونه یې لا نه دي رغېدلي، د ماشینونو، وسایطو، د کرنې د نویو او ګټورو مېتودونو، اصلاح شویو تخمونو او نورو برخو کې لا هم ګڼې ستونزې لري، مګر حکومت د کرنې ودې ته ژمن دی او هڅه کوي چې له دې لارې څخه هم د خپلو هیوادوالو ژوند تامین کړي او هم داخلي عواید لوړ کړي، تر څو افغانستان په خپلو پښو ودرېږي.

ولسمشر غني د هوایي دهلېزونو او ترانزیتي لارو له پرانیستې سره داخلي کرنیزو محصولاتو ته د سیمې او نړۍ په بازارونو کې د خلکو پام رااړولی دی او دا مهال بزګرانو ته د روښانه راتلونکي هیله مندي پیدا شوې ده.

د کابل په بادام باغ سیمه کې  د بزګر ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کرنې وزیر، د کابینې غړو، یو شمېر دولتي چارواکو، بزګرو او عامو خلکو پکې ګډون کړی وو، بزګرو ته درناوی وشو او هغوی دېته وهڅول شول چې خپلو کروندو ته د پاملرنې له لارې هم خپلې کورنۍ او هم د هیواد ملي عواید تمویل او زیات کړي.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې هر کال په دې ټینګار کېږي چې د کروندګرو او باغدارانو د ملاتړ لپاره باید هیوادوال د بهرنیو توکو پرځای داخلي او افغاني توکو ته چې هم ارزانه او هم یې کیفیت ښه دی ترجیح ورکړي.

محمد اشرف غني د خپلې واکمنۍ په دوره کې د هیواد د بزګرانو لپاره هم ډېر زیات کارونه وکړل. له ګاونډیو هیوادونو یې ورته اوبه راوګرځولې، تر څو چې د خپلو کرنیزو محصولاتو ته په پوره توګه اوبه ورسېږي. او ښه محصولات ورکړي. او د دې تر څنګ یې په نړۍ والو بازارونو کې ورته بازار موندنه کړې، او د نړۍ تجارانو پام یې دې ته راواړوه چې افغانستان په داسې یو نا امنه وخت کې بیا داسې با کیفیته توکي د نړۍ پرمختللو هیوادونو بازارونو ته وړاندې کوي او د ټولو هیوادونو پام یې د ځان لپاره راړولی دی.

افغان بزګران وايي که چېرته د هیواد په داخل کې په هره ولسوالیو کې سړې خونې او د پروسس او بسته بندۍ لپاره مرکزونه جوړ شي، دا به له بهرنیو هیوادونو د مېوو وارداتو مخه ونيسي او تولیدات مو تر ډېره وخته پاتې شي. او که چېرته مونږ ته ښه بازار پیدا شي، مارکيټونه جوړ شي موږ به دې توانېږو چې مواد خرڅ کړو، تر پخوا اوس مونږه ډېر ښه شوي یوو پخوا به ډېری مواد له پاکستان او ایران نه راتلل. اوس د محمد اشرف غني له برکته د هغوی بازارونه په ټپه ولاړ دي او زمونږه د توکو بازارونه په هر هیواد کې ګرم دي.