سوله د افغانانو لویه هیله

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مطیع الله سحر

د سولې په ارزښت تر بل هر چا زموږ هیوادوال زیات ځکه پوهېږي چې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې په ناامنۍ او جنګ کې ژوند کوي او موږ ټولو دا درک کړې چې بې له سولې ژوند ناممکن دی او په کوم هیواد کې چې سوله او امن نه وي د هغه هیواد اقتصادي او مالي حالت دواړه خراب وي او پرمختګ یې هم ټکنی کېږي

.

افغانستان چې نن سبا د تروریزم اصلي قرباني دی او د ترهګرۍ ضد جنګ کې زموږ خلک زیاته قربانۍ ورکوي او ډېر تاسیسات مو ویجاړ شوي دي او لا هم همدغه د ترهګرو ورانکاري فعالیتونه زموږ د ثبات او پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه دي.

پاکستان چې د افغانستان لپاره بد نیت لري، تل یې له ورانکارو، جنګي او تروریستي ډلو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی او هڅه کوي چې د دوی له لارې خپلې نامشروع غوښتنې پر افغان دولت ومني او هغوی خپلو غوښتنو ته تابع کړي.

افغانان هیڅ وخت نه د جنګ پلویان وو او نه هم د جنګ غوښتونکي دي. جنګ پر افغانانو او زموږ په وطن تپل شوی دی. سوله د افغانانو د ژوند ستره هیله ده، افغانان تل له  نړیوالو هیوادونو  همدا یوه غوښتنه کوي چې پیسې او نورې مرستې مو پکار ندي افغانان د سولې تږې دي او له تاسو نه مو همدا یوه غوښتنه ده چې د افغانستان سولې لپاره باثباته لاره غوره کړئ. او هغه هیوادونه چې د افغانستان په نا امنی کې ښکېل دي. هغوی ته دا قناعت ورکړي او فشار ورباندې راوړي چې په افغانستان کې د جنګ له دوام لاس واخلي.

په دې وروستیو کې چې د سولې هڅې پیل شوي، نو افغانانو ته هم اوس د سولې دا فرصت په لاس ورغلی دی او نه غواړي چې دغه فرصت له لاسه ورکړي. دوی وايي که په هر ډول وي مونږ په خپل هیواد کې دایمي او باعزته سوله غواړو. نړیوال هم سولې ته ژمن ښکاري او په دې برخه کې یې هڅې پیل کړي، مګر د دغو هڅو چټکول پکار دي، تر څو عملي پایلې ته ورسېږي.

پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په افغانستان کې یې د ورانکاریو لپاره تل ترهګرې ډلې لمسولي او تروریستي بریدونه یې تر سره کړي دي، مګر د امریکا متحدو ایالتونو د وروستیو فشارونو له امله پاکستان هم سولې ته غاړه ایښې. ځکه په وروستیو کې چې د طالبانو استازي د مذاکراتو لپاره حاضر شول، نو پاکستاني مقاماتو وویل چې دا د دوی د کوښښونو په پایله کې وشو.

نړۍ والو هیوادونو په دې وروستیو کې طالبان دې ته هڅولي دي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني او د سولې خبرې ورسره وکړي. طالبانو ژمنه کړې هغه ټول ضروري ګامونه به اخلي چې افغانستان یو ځل بیا  د نړۍ والو ترهګرو ډلو لپاره د امن ځاله نشي. مګر دا به راتلونکی ثابته کړي چې طالب څومره بدل شوی، څومره د پاکستان له غېږې لیرې شوی او څومره په واقعي سوله باور لري؟ سوله یوازې د ولس غوښتنه نه ده، بلکې وسله وال طالبان او حکومت هم نورله جنګ ستړی دی.