‎د امنیتي ځواکونو سر ښيندنې!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎لیکواله: پښتنه کلیواله
‎افغانستان دتاریخ  په اوږدو کی ‌‌‌‌‌‌ډیر قهرمانان 
‎روزلي، اونومونه یې دتل لپاره په تاریخ کې په زرینو پاڼو لیکل شوي دي، په دی ورستیو کی په تاریخ کې یو بل ځلانده ستوری چی خپل ځان یې دنورو دژغورلو لپاره قرباني کړ د ملي  اردو قهرمان سرتیری شهید محمد عمر دی ، چی دجلال آباد په ښارکې  یو ځانمرګی  وروسته تر هغه چې وپیژندل شو چې انسان وژونکي مواد یې په ځان پورې تړلي وه په خپلو قوي  مټو په داسې  حال کې چې یو بل قهرمان

سرتیری اسد الله یې  په څنګ کې ولاړ و کلک ونیوه،  غوښتل یی چې  له ګڼې  ګوڼې  څخه یې خوندي ځای ته کش کړي،  پدی وخت کې دې  حیوان صفته انسان خپل ځان ته یې چاودنه ورکړه او د قهرمان محمد عمر او اسدالله ځوانۍ  یې  خاورې کړې خو نور په سلګونه انسانان او د هغوی کورنۍ یې له ویر او ماتم څخه وژغورلې 
‎اګرچې شهید محمد عمر او شهید اسدالله اوس له  موږ او دهغو له کورنیو سره په فزیکي لحاظ موجود ندي  خو دافغان میلیوني  وګړو په زړونو کې داسې خاطرې جوړې  کړې چې تل پاتې حماسی یې د تل لپاره په ځای پریښودې 
‎. زموږ دوسلوال پوځ ټول سرتیري چې  د وطن څخه ددفاع په  لاره کې یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي، اویا اوس هم ددښمن سره په دې ناوړه او تپل شوې  جګړه کې بوختې دي،   او هره ګړۍ دوطن څخه ددفاع او د خلکو دهوساینې دپاره شپه او ورځ بغیر له دې چې  ووایي  نوموړی قهرمان سرتیری دکومی سیمي  اوسیدونکی دی ، او دهیواد په هر ولایت او لرې پرتو سیمو کې ددښمن سره مبارزه کوي او قرباني ورکوي،  افغانې  میندې  تل خپلو اولادونو ته په خپله غیږ کی د شجاعت او میړانې  درس ورکوي نو ځکه افغانان تل د میړنیو ولسونو په سر کی هر چا پیژندلي دي،  خو بد بختانه چې  په دی ورستیو لسیزو کې  د سیمې  او نړۍ مغرضو استخباراتو چی تل افغان میړني  ولس سره په دښمنۍ کې دی ، د خپلو شومو اهدافو لپاره زموږ په مینځ کی داسې وطن خرڅونکي  او بی ننګه اشخاص روزلي دي  چې د وطن مینه ورسره نشته ، او  د ولس  غم  دپردیو په دستور او لار ښونه دخپلو بادارانو دخوشحاله کولو لپاره دهری وسیلې څخه کار اخلي  که هغه د وطن ورانول وي ،او یا دخپلو افغانانو وژل ، خو په دې باید پوه شي چې  زمونږ  قهرمان وسلوال پوځ ورځ په ورځ پیاوړي  کیږي، مجهز کیږی او قوت پیدا کوي،  او د ملي،  وحدت حکومت مشران هڅه کوي،  چې خپل وسلوالو قوتونو ته لازم امکانات برابر کړي،  او د وطن دهر ګوټ څخه تر پخوا لا زیات په میړانه دفاع وکړي  چې د افغان ملي، امنیتي  قواو تر مینځ یووالی د کامیابی یو ښه اساسي عامل دی .