غني او اتمر د قانوني له قوله وپېژنئ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د محمدیونس قانوني یوه نوې غږیزه ویډیو تازه د رسنیو لاسته ورغلې ده. ښاغلی قانوني د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپلو ټلوال خېلو ته سلا مشورې ورکوي. د دوی هدف دادی چې څنګه په افغانستان کې نظام په داسې توګه بدل کړي چې دوی او د دوی راتلونکو نسلونو ته په کې زیات واک ورکړل شي

.

په همدې ارتباط چې غږیږي نو د دوه نوماندانو اوسني ولسمشر ډاکټر محمداشرف غني او د محمدحنیف اتمر نومونه یادوي. ښاغلی قانوني په ډاګه وایي چې د ساختار تغیر د ولسمشر غني لپاره سره کرښه ده، په هیڅ شرط یې هم نه مني، نو له ده سره جوړجاړی نشي کېدلی، مګر محمدحنیف اتمر ورسره د ساختار د بدلون په ګډون هر څه په اسانه منلي دي.

هغه وایي د اتمر ملاتړ باید د دې لپاره هم وشي چې یوازینی کس چې ډاکټر غني له ارګه اېستلی شي هغه محمدحنیف اتمر دی. ښاغلی قانوني په دغه ټوله وینا کې یو ځای هم د افغان او افغانستان د راتلونکي خبره نه کوي هغه یوازې د خپلې ډلې، ټپلې او تاجکانو غم اخیستی دی.

په تېرو څلورو کالو کې ولسمشر غني او ښاغلی اتمر خلکو ډېر ښه وپېژندل، ځکه ټولو لیدل چې ښاغلی غني د افغانستان غم اخیستی و، شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړې. کار، کار ، کار او بیا هم کار. مګر ښاغلی اتمر بیا برعکس په خپل ځان کې ورک و، ټول وخت یې خپل ځانته په کار او کمپاین تېرېده. د همدې لپاره یې د ملي امنیت شورا دفتر تشکیل دومره وپړساوه چې نږدې و انفجار وکړ. د هر ګوند او سیمې غیر مطلوب کسان یې د معاون، سلاکار او کارشناس په توګه په لوړو معاشونو له ځان سره وټاکل.

د ښاغلي اتمر د مشاوریت پرمهال ورځ تر بلې امنیت مخ په خرابېدو و، طالبان د ښارونو او مرکزونو تر دروازو ورسېدل. د ولایتونو د سقوط هڅې وشوې. وېره او ناامني زیاته شوه، ځکه چې له یوې خوا ښاغلی اتمر په خپل ځان اخته و او له بل لوري یې خلکو ته عملاً ښودل چې ښاغلی غني امنیت نشي راوستلی او په دې ډول به په ټاکنو کې خلک په اسانه قانع کړي چې ده ته رایه ورکړي.

د ډیورنډ پر سر د معاملې تور هم پر اتمر پورې و او داسې ویل کېدل چې ښایي اتمر له پاکستان سره د خپل راتلونکي لپاره معامله کړې وي. ولسمشر غني چې د اتمرپه نیت او اراده پوه شو، نو سملاسي یې له دندې وشاړه.

مګر ښاغلي اتمر له دندې له شړل کېدو وروسته په پخوانیو جنګسالارانو را وګرځېده او د هغوی کورونو ته په ننواتې ورغی. له دوی سره یې د معاملو موضوع ګرمه کړه ان تر دې چې د افغانستان په ملي ګټو، ملي مسایلو او د نظام په جوړښت او اساسي قانون یې هم معامله وکړه، د ښاغلي قانوني څرګندونې یې ښکاره ثبوت دی.

مګر ولسمشر غني د ټولو فشارونو باوجود نه یوازې په ملي مسایلو او اساسي قانون کومه معامله ونه کړه، بلکې د دفاع لپاره یې لکه سپر ولاړ دی او مقاومت کوي. ولسمشر غني د واک د غځولو لپاره د هر ډول بدرنګه معاملې مخالف دی. هیله ده چې ولس ښاغلی غني او اتمر پېژندلي وي او په راتلونکو ټاکنو کې ورته تصمیم اسانه شوی وي.