سیاسي ګوندونه (!) څه غواړي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

د جولای په ۱۴ د شنبې په ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني ، د حراست او ثبات د رهبرۍ شورا غړي محمد یونس قانوني، د جنبش اسلامي مشر باتور دوستم ، د وحدت اسلامي مشر محمد محقق ، د محاذ ملي مشر سید حامد ګیلانی او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په استازیتوب ضرار احمد مقبل ټولو ګوندونو یوه ګډه غونډه وکړه او له حکومت نه یې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د نوم لیکنې بهیر دې ژر تر ژره باطل اعلان کړي

.

دې ګوندونو له حکومت نه د ټاکنیز نظام بدلون ، د رای ورکوونکو د پروسې باطلول ، د رای ورکوونکو په بیا ځلي پروسه کې له بایو میټریک تکنالوژۍ استفاده او په انتخاباتو کې سیاسي احزابو ته ځانګړې ونډه د دغوګوندونو او سیاسي جریانونو مهمې غوښتنې دي. دې ګوندونو افغان حکومت ته ګواښ وکړ که په یوه اونۍ کې دننه زمونږ دغه غوښتنې ونه منل شي نو په خپل ټول توان به د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ډب کړي .

د دوی ځینې غوښتنې مشروع هم دي لکه د رای ورکوونکو په بیا ځلي پروسه کې له بایو میټریک ټکنالوژی استفاده کول ، عام ولس هم غواړی چی راتلونکی انتخابات شفاف او عادلانه وي او د خلکو په خوښه د ولسی جرګی او ولسوالیو شورا استازی لاره پیدا کړی خو دوی دغه اقدام ډیر ناوخته وکړ ځکه د ګوتو په شمار ورځی د ولسوالیو شورا او ولسی جرګی انتخاباتو ته پاتی دی . خو خوښ پر دی یم هغه ګوندونه چی ۴۰ کاله یی یو د بل په مقابل کی وسله راخیستی وه نن په ملی مسایلو کی په یوه میز راټولیږی او دولت ته د ستونزی د مخنیوی د حل ټکی بیانوی .

خو د دوی ځینی غوښتنی غیر مشروع دی لکه په پارلمان او ولسوالیو شوراګانو کی باید د دوی سهم معلوم کړی ، خو که په افغانستان کی ګوندونه وګورو له یوی خوا له حکومت سره په مهمو او ملی مسایلو کی همکاری نه کوی او له بلی خوا ګوندونه په افغانستان کی غیر مسوله وسله وال لری چی د همدی غیر مسوله وسله والو له وجی زمونږ ډیری هیوادوال ځورول کېږي .

په همدې هدف د افغانستان ولسمشر محمداشرف غنی د چنګاښ ۲۴ مه د یکشنبی په ورځ په کابل کی د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل (انتخابات یو قشر نه شي تعیولای ، د افغانستان غوڅ اکثریت خلک به د انتخاباتو نتایج تعینوي. دغه سیاستوال څوک دی چی د خلکو په استازیتوب خبری کوی ؟ چا دوی انتخاب کړی ؟ څه وخت ولس دوی ته اختیار وکړی چی د ولس استازیتوب وکړی ؟ څلویښت فیصده چاری د دوی په لاس کی وی ، په دغه څلویښت کاله کی یی څه وکړل ځواب دی ورکړی ؟ دا چی زه حوصیله لرم ، په دی معنا نه ده چی زه ډاریږم ، په دی معنا نه ده چی هر څوک راشی او ووایی چی د هیواد واک ورسره دی .)

همدارنګه ولسمشر غنی د حکومت هغه منتقیدینو ته په ځانګړی توګه هغه سیاسی احزابو او اشخاصو ته چی د را روانو انتخاباتو د نوملیکنی د بهیر د باطلیدو د غوښتنی تر څنګ د نه منل کیدو په صورت کی د انتخاباتو د ترسره کیدو مخه ډب کولو ګواښ کړی وه ، په اشاری سره دغه اشخاصو ته وویل (که د نوملیکنی په باطلیدو یا د ټاکنو د تحریم په صورت کی فاجعه او بحران رامنځ ته شی دوی (سیاسی احزاب) یی ځواب راکوی ؟ دوی څوک دی چی ټاکنی تحریموی ؟

سیاسي ګوندونه که واقعاً د بهبود او ثبات طرفدار او غوښتونکي وي، نو دوی دې لومړی ځانونه اصلاح کړي، غیر مسوول وسله وال کسان دې لیرې کړي. د حکومت لپاره دې طرحې او برنامې ورکړي، په ګواښونو او اخطارونو نه وضعیت تغیر کوي او نه ښه والی راځي.