له نړۍ سره د سیالۍ او کلیوالۍ لپاره باید څه وکړو؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

نن سبا افغانستان د خپل تاریخ په حساس پړاوو کې قرار لري، ځکه د ولسمشر غني د هلو ځلو له برکته افغانستان نن د خپل برخلیک لپاره د یو مهم پړاو لنډولو ته چې سوله او ثبات دی ځان نږدې کوي او په دې اړه کافي فرصتونه او زمینې برابرې شوې دي.

یوازینی شی چې موږ سولې او ثبات ته په اسانۍ سره رسولی شي، هغه د واحد ملت په توګه زموږ وحدت دی، ځکه زموږ ټولو عزت، قوت او حیثیت زموږ په یووالي او وحدت کې دی. موږ څو لسیزې مسلسل د جنګونو، مهاجرتونو، تاوتریخوالي، خشونتونو او افراطیت قرباني شو او په دې برخه کې مو کافي زحمتونه او سختۍ وګاللې، نور نو موږ باید په خپله ټولنه کې د سولې او اخوت کلتور پیاوړی کړو او د خشونت، خصومت او نفرت له مصیبت سره مقابله خپله اساسي وظیفه وبولو.

دا زموږ ملي، اسلامي او انساني وظیفه ده چې خپلو ځوانانو او راتلونکو نسلونو ته د داسې ژوند زمینه برابره کړو چې جنګ او نفرت پکې نه وي. پکار ده چې په خپلو ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو کې دا سوال را اوچت کړو چې د انساني ژوند په بهتري کې زموږ ونډه څومره ده؟ موږ په جهان کې د علم او معرفت په تولید کې کومه برخه لرو؟ موږ د خپل وطن د ابادي او د خپلو خلکو د اسوده ګي لپاره څومره هڅې کړې دي؟ او د ګران وطن د ترقي لپاره څه راته پکار دي؟

اوس موږ د نړۍ یوه برخه یوو، موږ له نړۍ سره باید خپله دغه برخه د یو فعال نړیوال کلیوال په توګه وپالو او د دې لپاره باید کافي چمتووالی ولرو. په خپل ځان، فکر او چلند له سره فکر وکړو او هغه وړتیاوې په ځان کې وروزو چې زموږ د ټولنې د ثبات او نړیوالې کلیوالۍ د پالنې لپاره حتمي او ګټورې وي.

موږ باید د خپل ژوند او ټولنې د خیر او ښېګڼې لپاره له خپلو اسلامي لارښوونو او ملي ارزښتونو الهام واخلو، په خپله ټولنه کې تر بل هر وخت زیات، دې ته اړتیا لرو چې د خپل ګران پیغمبر سیرت ته متوجه واوسو او د خپل ژوند د سمون او بهتري لپاره د هغه مبارک له سیرت څخه زده کړه وکړو. 

 موږ باید ناڅرګندې وېرې، شکونه او بې باورۍ له ځانه وشړو. په خپل اهلیت، ظرفیت او وړتیا ځان وځلوو. له حقایقو سره د مخامخ کېدو جرئت ولرو، ځکه زموږ پیغمیر د علم او پوهې پیغبر و. هغه مبارک چې د الله تعالی له لوري اولین پیغام تر لاسه کړ، هغه د لوستلو پیغام و. دا قرآن عظیم الشان دی چې په قلم او هغه څه چې لیکل ورباندې کیږي، سوګند پکې شوی دی. دا زموږ پیغمبر و چې له زانګو تر ګوره یې د علم د حصول حکم وکړ او دا زموږ پیغمبر و چې د علم او پوهې حاصلول یې له ډېرو سترو عبادتونو څخه وبلل او د عالم خوب یې د جاهل تر عبادت بهتره وباله.

موږ باید د تاریکۍ ګوټونه او لارې ګودرې د پوهې په څراغونو او رڼاګانو روښانه کړو. موږ د راتلونکو څو نسلونو مسوولیت لرو، موږ باید هغوی ته داسې فکر، هیواد او ټولنه په میراث پرېږدو چې هغوی په اسانۍ په کې ځان تثبیت او د پرمختګ په لور ګامونه واخلي.