حکومت جګړې او سولې دواړو ته چمتووالی لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د افغانستان دولت په خپلو ورځنیو چارو او بهرني دولتونه د خپلو سیاسي ګټو په تامین بوخت دي، مګر موږ د جنګ ځپلي هیواد په توګه بیا هم مجبور یوو چې د خپلو اړتیاو او ستونزو د کمولو لپاره ورسره غاړه یوسو. په اوسنیو شرایطو کې افغانستان همزمان له درې لویو ملي پروسوټاکنو، سولې اوترهګرۍ ضد مبارزې سره مخ دی چې په دې برخو کې د بهرنیو مالي، تخنیکي او سیاسي مرستو ته اړتیا ده. مګر بهرني  دولتونه په خپلو سیاسي ګټو پسې ګرځي

.

د سولې لپاره سره له دې چې هیلې تر پخوا زیاتې شوې دي، مګر لا یې هم برخلیک ناڅرګند دی. د جنګ لګښت ورځ تر بلې لوړېږي. ټاکنې هم هره ورځ د بېلابېلو لوريو له خوا ننګول کېږي. په دغو سختو شرایطو کې  د دې صحنې مدیریت، جنګ او وچکالۍ ځپلو ته رسېدل حکومت ته ور تر غاړې دي. د ژوند ډېرې سختۍ لا هم خلک ټاکنو ته له لېوالتیا او راتلونکي ته له هیله مندۍ راګرځوي. په لویو ملي مسایلو لکه ټاکنواو سوله کې د خلکو له ملاتړ پرته د دولت بریا سخته ده.

د سولې په برخه کې هم د افغانستان دولت همغږۍ او مدیریت اساسي شرط دی او له دې پرته به د افغانستان د مهمو مسایلو په اړه بین المللي ناستې او هلې ځلې بې پایلې وي. د ملي یووالي حکومت او د افغانستان د سولې عالي شورا تل ټینګار کړی چې د سولې پروسه باید د ملت تر نظر لاندې او د افغانستان د حکومت په رهبرۍ ترسره شي.

د افغانستان حکومت له افغان وسله والو طالبانو سره د سولې نیت او اراده لري، مګر د داعش، القاعده او بین المللي تروریستانو پر ضد به خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.  داعش چې تر ډېره د یوې تروریستي پروژې په بڼه جنګېږي د خلکو په افکارو او مذهبي مفکورو کې هیڅ ځای نه لري. حتی له اسلامي تندلارو سره هم په تضاد کې دي او یوازې یوه ترهګره ډله ده.

طالبان هم د هېواد په شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ کې زیات مافیایي جنګ کوي. دوی عموماً د قېمتي ډبرو او نشه یي توکو د کاروباریانو او قاچاقبرانو له خوا تمویلېږي. دوی زموږ هېوادوال وژني، ښارونه سوځوي او د ملکي وګړو د وژنو مسوولیت مني، مګر د دې باوجود هم حکومت ورته د سولې غېږه پرانیستې ده، ځکه سوله د افغان ولس اساسي هیله او غوښتنه ده.

د افغانستان حکومت په ډېره مېړانه هم جنګ مدیریت کوي، هم د سولې خبرې مخته بیایي، هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي او هم وچکالۍ ځپلو هیوادوالو ته رسیدګي کوي. سږکال د افغانستان ډېری خلک جنګ، وچکالۍ او سېلابونو وځپل چې له امله یې د بې وزلۍ او وزګارتیا کچه لوړه شوه. مګر حکومت بیا هم خپل امکانات نه دي درېغ کړي او د ولسمشر غني په ځانګړې پاملرنه او لارښوونه له زیانمن شويو خلکو او کورنیو سره بیړنۍ مرستې شوې دي.

د دې وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره د دغو ستونزو د کمولو او کابولو کولو لپاره مالي مرستې وکړي او همدارنګه د افغانستان خلک او سیاسي مشران له حکومت سره د هېواد د بحراني وضعیت کابو کولو ته پام ډېر کړي چې ملت،  د دولت او دولت د نړۍ له سترګو ونه لوېږي.