دهشتګرو! د وطن اتلان نه مري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اصیل افغان وې د وطن په لار دې سر قربان کړ

ته قهرمان وې د انسان په لار دې سر قربان کړ

ستا هيله سوله ، آزادي او پرمختګ د وطن

تا د وطن د پاک آرمان په لار کې سر قربان کړ

نن ستا په ویر او ستا ماتم کې ټول افغان ویرجن دی

ای قهرمانه تا د ظلم خلاف  سر قربان کړ

ستا توره ستا اوچت منطق او صداقت ؤ مدام

په صداقت او پاک وجدان دې ، ځان او تن قربان کړ

ستا جنازه به د آسمان پرښتې خپله وړینه

تا د وطن او استقلال په لار کې ځان قربان کړ

نن مې په زیات درد او تاثر سره د وطن د یو رښتني ،صادق ، او پر وطن مين خدمتګار د بې رحمانه ، ظالمانه او نامردانه وژنې خبر تر لاسه کړ، که څه هم دا له انتظاره لرې خبره نه وه، ځکه څرګنده وه  چې د وطن تور مخي دښمنان به د هغه وطنپاله او ريښتنې مبارزه و نه زغمي او د هغه د له منځه وړلو هڅه به وکړي ،  دغه لاره چې اتل غوره کړې وه ، د قربانۍ او سرښندنې لار ده. موږ په تېره نیمه پېړۍ کې د نړېوال، سیمه ایز او کورنۍ تورې ارتجاع له وحشیانه او له دهشته ډکې جګړې سره لاس او ګرېوان يو، په دغه توره او کرغېړنه جګړه کې د وطن ډېر صادق او ريښتني بچیان په پرله پسې ډول قرباني شوي او ددغه قربانیو او رشادتونو  لړۍ لا همداسې روانه ده  او په دې  سلسله کې نن د وطن دغه زړه ور ، صادق او بې ډاره اتل ښاغلی عبدالجبار قهرمان د وطن د نورو ريښتنو او پر وطن مینو اتلانو له قافلی سره ملګری شو.

جبار قهرمان دغه لاره په خپله خوښه ، اګاهانه غوره کړې وه ، هغه نه کوم پوځ او نه کوم لښکر درلود، هغه  نه ډالرې او نه ماڼې درلودې، هغه ایمان، صداقت اوريښتنولي درلوده، هغه د وطن او خلکو سره د ژورې مينې پر بنسټ  په تشو لاسونو، بې له پوځ او لښکر او ډالرو د مبارزې ډګر کې ته راوتی ؤ ، او د خپلې صادقانه او ريښتنې مبارزې له لارې يې د زرګونو او میلیونونو انسانانو زړونو ته لاره پرانیستې وه. هغه د اولس او خلکو په ریښتني غږ بدل شوی ؤ. هغه له هر ډول ناخوالو، خیانتونو، جنایاتونو په زړه ورتیا او شهامت  سره پرده اوچتوله، د هغه ژبه له هر ټوپک او ډالرو تېره او کارنده او غښتلې وه ، دښمن د خپلو تورو لښکرو، میلیونو ډالرو، ماڼیو، او د بې شمېره تبلیغاتي وسایلو په لرلو سره ونه شو کولی ، د هغه د لارې خنډ شي. جبار د خلکو اتل شوی ؤ نو ځکه د وطن دښمنانانو په نامردۍ او جبونانه وسایلو د هغه له شره د ځان د خلاصو لاره غوره کړه، دا د دښمن غښتلتیا نه بلکې دا د هغوی کمزورتیا او مایوسي ده چې د ناپاکو او کرغېړنو او انساني ضد، ترهګریز او دهشت اچونې د وسایلو له لارې د خپلو مخالفینو د له منځه وړلو هڅه  کوي ، دا د دښمن له پاره ننګ او شرم دی ، خو دښمن دومره ذلیل شوی چې هر ذلت خپل ویاړ ګڼي. دښمن پوهېده چې د سبا په پارلمان کې دداسې ريښتنو اتلانو په شتون کې دوی خپلې تورې مخې نه شي ترسره کولی. دوی په پارلمان کې د خلکو د رسا او ريښتني غږ زغم او توان نه درلودو نوځکه يې دغه ټيټ شيطاني او کرغېړن عمل ترسره کړ. دوی اتل جبارقهرمان په فزیکي لحاظ له منځه یوړ خو دوی هېره کړې ده چې د قهرمان د وینو له هر څاڅکي به نورو په زرګونه اتلان را وزېږي او د ظلم او ستم دغه کرغېړنه ماڼۍ به ورانه کړي ، لکه  چې دوی د شهید نجیب الله غږ د هغه په فزیکي نابودۍ محوه نه شو کړی او نن دهغه د هيلو او ارمانونو د لاریاونو غږ تر بل هر وخت اوچت او لا  اوچتېږي، داسې به هم د سولې ، عدالت او ترقۍ دغه غورځنګ نور هم غښتلی او پیاوړی شي. موږ یقین لرو چې یوه ورځ به  د افغان ځورېدلی اولس  د تورې ارتجاع ټول پلانونه له خاورو سره خاورې کړي. او زموږ هیواد به د دهشتګرانو او تروریستانو له تورو منګولو څخه د تل دپاره وژغوري او سوله، عدالت به د افغانانو پر خاوره خپلې وزرې وغوړوي.

عبدالملک پرهیز