د افـغـانـسـتـان اوپـاکـسـتـان د سـولـې مذاکرات

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی محمدحنیف اتمر د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه د یکشنبې په ورځ دغبرګولي په ۷نېټه پاکستان ته یو ورځنی رسمي سفر وکړ.  

د ملی امنیت د سلاکار محمدحنيف اتمر په مشرۍ دغه افغان پلاوی چې د ملي امنیت رئیس او د کورنیو چارو وزیر هم پکې شامل وو، په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار، لوی درستیز، د امنیتي دستګاه له مشرتابه، د بهزنیو چارو وزارت له مرستیال او یو شمیر نورو پاکستاني  چارواکو سره وکتل .

د دغه سفرپه ترڅ کې دسولې په اړه، دعمل پلان د چوکاټ  او بېلابېلو موضوعاتو

  په اړه بحث وشو. دواړو لورو په دې توافق وکړ چې د یوه بل پر وړاندې به د یوه هیواد جغرافیه هم نه کاريږي. د افعانستان په مشرۍ به دسولې پروسې جدي ملاتړ کیږي. تر ټولو مهمه دا چې ګډه کاري ډله به د عملي لاروچارو لپاره زمينه مساعده کړي.

کابل او اسلام اباد به د نظامي افسرانو ګډه ډله جوړوي او په دواړو هیوادنو کې به هغه مرکزونه اوکسان په نښه کېږي چې ترهګریز فعالیتونه کوي، په دې کار سره به دافغانستان او پاکستان ګډ باور رامنځته او ګډ دښمن به هیڅکله هدف ته نه رسېږي. پرېکړه شوې چې داسلام اباد د نظامي افسرانو یوهډله به په کابل او دکابل د نظامي افسرانو یوه ډله به په اسلام اباد کې وي،او دواړه به دګډ دښمن پروړاندې اقدامات کوي.

دعمل په ګډ پلان کې له پاکستان غوښتنه شوې چې طالبانو لوړپوړو طالب چارواکو سره خبرې کوي، چې له افغان دولت سره یې دسولې خبرو ته حاضر کړي. د طالبانو لوړپوړي چارواکي په پاکسستان کې ښکاره اویا پټ اوسېږي، د پاکستان حکومت او ديني علما پرې نفوذ لري، نو کولی شي چي افغان دولت سره یې خبرو ته کېنوي او یا ورته خبرداری ورکړي چې له خاورې يې ووځي اوس په دې پلان کې شته چې طالبان به یا سوله کوي،یابه دپاکستان له خاورې وځي او یابه وژل کېږي.

دبندیانو تبادله دعمل پلان یو بله ماده ده چې دواړو هیوادنه به هغه بندیان یو بل ته سپاري چې جرایم یې کړی وي او کابل،یا اسلام اباد کې نیول شوي وي. د بندیانو تبادله د سولې بهیر سره مرسته کولی شي، ځکه همدا اوس د ملا برادر په ګډون زیات طالب مشران له پاکستان سره بندیان دي او که افغان لوري ته دبندیانو په تبادله کې وسپارل شي،افغان حکومت ترې دسولې په برخه کې ګټه اخیستلی شي.

د راکټونو د بندولو په اړه د عمل پلان دا ماده د افغان لوري لپاره مهمه ده ځکه کلونه وشول چې د پاکستان پر کونړ او ننګرهار راکيټي بریدونه کوي او په دې تړاو بیا هیڅ ځواب نه وایي، په پلان کې شته چې یو ګډ پلاوی به د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې راکيټي بریدونه څېړي.

دغه بریدونو تراوسه په سلګونه کورنۍ اړ کړي چې له سیمو ووځي اوخوندي سیمو ته لاړ شي،د دې تر څنګ لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې دي، نو د عمل پلان په عملي کولو سره به دغه ستونزه حل شي.

په دغه ناسته کې په دې هم بحث وشو چې د ډیورنډ کرښې هغه غاړه قابیلو مسایل باید جدي ونیول شي او هغه برحقه غوښتنې چې لري یي باید ورته رسیدګي وشي دقبایلو سترګې افغان حکومت ته دي چې دحقونو پوښتنه به یې له پاکستانه کوي.نو له همدې امله افغان حکومت په دې ناسته کې دا خبره شامل کړه چې  د قبایلو حقونه به ورکول کېږي، او هیڅ ډول زور زیاتی به پرې نه کېږي.