سیاسي ګوندونه دې د ټاکنود سبوتاژ کولو هڅه نه کوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره په هېواد کې مطلوبې او غیر مطلوبې سیاسي ډلې، ګوندونه، افراد او اشخاص د یو ائتلاف په بڼه سره را ټول شوي. دوی هره ورځ حکومت ته نوي شرطونه ږدي داسې شرطونه چې د ټاکنو اعلان شوې نېټې ته په پام یې اکثره د عملي کېدو وړ نه دي.

د دغه ائتلاف او د دوی د شرطونو موخه د ټاکنو روڼتیا نه ده، بلکې دوی غواړي چې په دې او نورو پلمو پر حکومت فشار زیات کړي او پر دوی خپلې غوښتنې ومني، باج ځینې واخلي، موقفونه او امتیازونه ترې ترلاسه کړي.

حکومت له لویه سره شفافو ټاکنو ته ژمن دی، ولسمشر غني په همدې موخه د ټاکنو کمېسیون کې بدلون او اصلاحات رامنځته کړل، نوي کسان یې وګومارل. له هغوی سره یې ګڼې کاري او مشورتي ناستې وکړې او په هره ناسته یې ورته سپارښتنه همدا وه چې ټاکنې باید سراسري او رڼې وي. دا ناستې یې د بهرنیو او بین المللي بنسټونو د استازو په حضور کې ترسره کړې، تر څو چاته دا شک ور پیدا نشي چې ولسمشر د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو په چارو کې لاسوهنه او مداخله کوي.

د ټاکنو د سبوتاژ لومړۍ هڅه تروریستي ډلو او د افغانستان وسله والو مخالفینو وکړه، ځکه دوی د نوم لیکنې په مرکزونو بریدونه وکړل او د پلازمېنې په ګډون یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځینې هېوادوال شهیدان کړل. په دغو بریدونو کې د پاکستان او ایران لاس لرل هم ځکه نشي ردېدلی، چې دغه دواړه هېوادونه د پرمختللي، ولسواک او باثباته افغانستان دښمنان دي او دوی نه غواړي چې افغانستان دې قوي نظام ولري او په خپلو پښو دې ولاړ وي، ځکه دوی غواړي چې افغانان تل د پردیو احتیاج او محتاج وي او د افغانستان د اوبو په ګډون له نورو طبیعي زېرمو څخه دوی وړیا او بېدرېغه استفاده وکړي.

ټاکنې د ولسواکۍ اصل دی او دغه اصل باید په شفافه توګه ترسره شي، دا یوازې د حکومت مسوولیت نه دی او نه یې په یوازې ځان ترسره کولی شي، په دې برخه کې د سیاسي ګوندونو او ملت سهم او فعال رول هم حتمي دی، مګر سیاسي ګوندونه کرۍ ورځ په شخصي معاملو او سوداګریو بوخت دي، حتی په ملي مسایلو او ولسواکو پروسو هم سوداګري کوي، دوی په هر څه کې خپلې شخصي ګټې لټوي.

د نوم لیکنې پروسې پرمهال په زورواکو او سیاسي ګوندونو دا شک موجود و چې دوی جعلي تذکرې جوړې کړي او د ځان په ګټه به یې وکاروي، خو کله چې ولسمشر غني لارښوونه وکړه چې د تذکرو د اساس کتابونه باید مرکز ته انتقال شي او د دې ترڅنګ یې د انتخاباتو کمېسیون ولایتي مسوولین هم رد او بدل کړل، نو سیاسي ګوندونه، افراد او زورواکي د خپلو جعلي تذکرو له کارولو نهیلي شول، نو پرون یې د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د رسنیو په حضور کې نندارې ته وړاندې کړل او راتلونکې ټاکنې یې مخکې له مخکې له درغلیو ډکې وبللې.

اوس پوښتنه داده چې سیاسي ګوندونه دغه جعلي تذکرې له کومه کړې دي؟ ایا دوی د کوم نظامي او چاڼیز عملیات په پایله کې ترلاسه کړي او که کوم بل مهارت یې کارولی دی، معلومدار چې دا تذکرې دوی په خپله جوړې کړي او اوس یې چې له کارولو نهیلي شول، نو د ټاکنو د سبوتاژ کولو او پر ټاکنو د ولس د بې باوره کولو له لارې یې رسنیو ته وښودلې. حکومت، عدلي او قضایي ارګانونه باید د اېتلاف له غړو څخه د دغو تذکرو په اړه څېړنې وکړي.