د اتمر صیب قرباني!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


لیکنه: مینه منګل 
اتمر نه له اروپا راغلی نه له امریکا، او نه هم له بل ځای څخه اتمر ددې وطن اصیل بچی دی چې دا څلوېښت کاله یې د وطن ددفاع په خاطر د پرديپالو په وړاندې مبارزه کړې چې لویه قرباني یې هم د پښې ژوبلېدل دي. 
اتمر د چوکۍ وږی ندی خو د ملي ګټو د ساتنې په خاطر له هېڅ راز مبارزې لاس نه اخلي. 
اتمر چې نن ورځ د نړۍ په کچه دومره محبوب دی دلیل یې هېوادنۍ مینه ، ولس سره مینه، ددې خاورې له لوېش لوېش سره مینه  ده

.
د اتمر صیب چوکۍ تر هر چا لوړه وه خو د خپلې شخصي ګټې به  خاطر یې بغاوت ونکړ ،د خپلو شخصي غوښتنو د پاره یې نظام ونه ګواښه .
که چېرې اتمر صیب یو غږ کړی وای نو نن به میلیونونه خلک سرکونو ته راوتلی وای . 
خو اتمر صیب دا کار ونکړ ځکه چې موخه یې قدرت نه بلکې د ولسونو هوساینه ده ، دا زموږ د پاره د ویاړ خبره ده چې افغانستان داسې اصیل بچی لري چې نوم یې د هر افغان په خوله دی . 
د نړۍ په تاریخو نو کې تاریخي اشخاص ‌‌‌‌‌‌ډېر لږ لیدل کېږي چې ددې ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه اتمر صیب هم یو هغه شخص دی چې ساری نه لري. 
د ولس تر منځ باور، په داخلي او خارجي کچه په اتمر صیب باور هم وړه خبره نده . 
اتمر صیب د تاریخ هغه ځلانده څېره ده چې موندل یې ناممکن دي او باید چې سخت ملاتړ یې وشي تر څو مو د نظام د بقا په خاطر لا ‌‌‌‌‌‌ډېره لاره هواره شي.