پر مشروطو مرستو د ولسمشر غني د ټینګار دلیل

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
اېمل پیاوړی
ولسمشر غني چې کله واک ته ورسېده، نو په لومړیو شپږ میاشتو کې یې کورنیو مسایلو ته لږ وخت ورکړ، مګر زیات تمرکز یې په بهرنیو مسایلو او سفرونو وو، ځکه چې د ولسمشر کرزي په دیارلس کلنۍ واکمنۍ کې د بې کفایتۍ، فساد او نهیلۍ له امله بهرنیان زاره ترکي شوي وو او له افغانستان څخه یې د وتلو او تېښتې لارې لټولې او دې کار د افغانانو پر ژوند او د هیواد پر وضعیت بد اغېز ځکه کړی وو
چې لا هم افغانستان د دې جوګه نه وو شوی چې یوازې د خپلو مامورینو لګښتونه پوره کړي، نو لا هم بهرنیو مرستو ته جدي اړتیا لیدل کېدله.
ولسمشر غني په بهرنیو سفرونو، کنفرانسونو او له نړیوالې ټولنې سره د ملاقاتونو پرمهال د سپین چک او وړیا مرستو پرځای مشروطې مرستې وغوښتې، ځکه هغه پوهېده چې د مرستو زیاتوالی نه، بلکې د هغوی سم مدیریت مهم دی او د دې ترڅنګ هغه په دې نظر هم دی چې هیڅ هیواد هم تراوسه په بهرنیو مرستو او د خیرات په پیسو نه جوړ شوی او نه ثبات ته رسېدلی دی، نو دا امکان نه لري چې په دغو خیراتونو دې افغانستان باثباته شي، مګر بهرنۍ مرستې یوازې د لنډمهال لپاره غنیمت وي.
ولسمشر غني له نړیوالو څخه وغوښټل چې له موږ سره مشروطې مرستې وکړئ. زموږ لپاره شرایط وضع کړئ او هر ځل مو چې یو شرط پوره کاوه او یو قدم مخته تګ مو درلود، نو بیا مرسته کوئ، د دې کار ګټه دا شوه چې په هیواد کې د تاسیساتو او بنسټونو رغاولو ته پاملرنه وشوه او حداقل دا فکر را منځته شو، چې موږ د ابد لپاره په نورو تکیه نشو کولای، بلکې د خودکفایي لورته باید په خپلو امکاناتو تګ پیل کړ او بالاخره ځانونه خودکفا کړو.
د دې لپاره ولسمشر غني طرحې او برنامې جوړې کړې او د دغو برنامو له برکته افغانستان هغه مزل پیل کړ چې په تېرو دیارلسو کالو کې یې ساری نه لیدل کېده. د ولسمشر غني په وینا: د لارې نقشو، ټاکلو معیارونو او د باور جوړولو شاخصونو څخه په ګټه اخیستنې زموږ امنیتي او انکشافي همکارۍ د بیا رغېدو په حال کې دي. موږ په ویاړ سره ویلی شو چې یا مو کاملاً پر خپلو ژمنو عمل کړی یا د هغو د پوره کولو په حال کې یوو. دې دقیقې شیوې موږ په دې قادر کړي یوو چې په تېرو درې کالو کې خپل عواید ۷۰ په سلو کې زیات کړو. د ۱۹ شاخصونو له جملې څخه مو له فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ ۱۴ شاخصونه تطبیق کړي او د اردو او پولیسو۵۳۵ جنرالان مو د امنیتي سکتور د اصلاحاتو د برخې په توګه په ۲۰۱۸ کال کې تقاعد ته سوق کړي. موږ د سولې، پانګونې، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د نړیوالې او سیمه ییزه همکاریو د پراختیا په حال کې یوو. 
دا مهال افغانستان نږدې دوه نیم میلیارد ډالر داخلي عواید لري او په پام کې ده چې راتلونکی کال دغه عواید دوه چنده شي، مګر که په افغانستان کې جګړه ودرېږي او سوله راشي، نو باور دی چې داخلي عواید ورسره څو برابره زیاتېدلی شي.