سوله لا هم لومړیتوب دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

له طالبانو سره د جمهور ریس ټرمپ د خبرو د لغوه کېدو فیصلې دا خبره ثابته کړه، چې له بین الافغاني مذاکراتو مه واره بله د جګړې سوله ییزه حل لاره نشته او نه کوم بل داسې موثر بدیل شته چې د جنګ د پایته رسېدو لپاره دې ګټور وي

.

په همدې خاطر ولسمشرغني له لومړي سره وسله والو طالبانو ته د بین الافغاني مذاکراتو بلنه ورکوي او بار بار یې هغوی ته ویلي دي چې له کوم بهرني او دریمګړي پرته دې له افغان دولت سره مخامخ د سولې خبرې او مذاکرات حتی د هیواد په داخل کې وکړي او باور دی چې دا مذاکرات به هم موثر وي، هم به ګټور وي او هم به یې پایله د ولس او وطن په خیر وي.

ښاغلی غني چې د سولې لسګونه تړونونه یې لوستي دي، په دې برخه کې یې فکر تر نورو ښه کار ورکوي اوپه هر څه  باندې زیات فکر کوي او له یو بل سره پرې مشوره کوي. هغه پوهېږي چې د سولې خبرې او مذاکرات کله سړېږي، کله تودېږي، کله مخته ځي او کله پرې کېږي، مګر دغسې یو مخ د مذاکراتو ودرول او لغوه کول واقعا د تېرو لسو کالو خواري په اوبو وړي، نو په دې خاطر دې وسله وال طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته لومړیتوب او ترجیح ورکړي.

ولس اندېښنه لرله چې ممکن د تړلو دروازو تر شا د سولې مذاکرات خدای مکړه د ولس لپاره ناوړه پایلې ولري او داسې اوازه هم وه چې دا یوازې او یوازې له واکه د غني د لیرې کولو پلمه ده. د خلکو د انګېرنو له مخې امریکا او طالبانو دا پرېکړه کړې وه چې مخکې له سولې باید په افغانستان کې موقتي حکومت رامنځته شي، چې په هغه کې به حکومت بیا هم وېشل کېده چې دا پرېکړه بیا د افغانانو په ګټه نه بلکې د امریکا او طالبانو په ګټه وو. خو دا پرېکړه ښاغلي غني ورسره ونه منله او په دې پرېکړې سره یې خبل ځان او هیواد وژغوره. او اوس د موقتي حکومت خبرې له مينځه تللي دي او تاکنې به په خپل وخت سره تر سره کېږي چې په ټاکڼو کې ښاغلی غني په پوره باور سره بریلی کېدی شي، او ولس هم ښاغلی غني غواړي.

که چېرته امریکا او طالبانو په ريښتیا هم غوښتل چې افغانستا ته سوله راولي او روانه جګړه له مينځه یوسي. نو بیا ولې د سولې د خبرو په لړ کې جګړې لا زور واخیست او کمه نشوله. خو اوس چې د سولې خبرې له مينځه تللي په افغانستان کې چاودنې هم کمې شوي دي او لا به هم کمې شي.

ولسشمر محمد اشرف هم د سولې خبرې داسې په نيمه کې  نه پرېږدي ښاغلي له خپل ولس سره وعده کړې چې هیواد ته به تل پاتې سوله راولم او په خپلې وعدې باندې ولاړ دی. خو دا ځل ښاغلی غني نه غواړې چې د بل په خوله باندې افغانستان ته سوله راولي او په هغه کې د افغانانو لپاره پلان جوړ شوی وي. غني غواړي چې له طالبانو سره د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړي او په دې پروسه کې به له طالبانو او افغان حکومت پرته نور هېڅوک هم مداخله نه کوي. هره پرېکړه به یوازې همدا دواړه خواوې  کوي او په عمل کې به یې هم ترسره کوي.