لیکنه : خوشحال آصفي
پرون ورځ افغان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزير نريندرا مودي؛ د افغانستان د ملي شورا د ځينو استازو، قومي مشرانو او د افغان حکومت د لوړ پوړو مشرانو په حضور کې د سلما بند پرانيست. په کې ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزير نريندرا د دغه بند په اقتصادي او سياسي ارزښت
خبرې وکړې. د سلما بند چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی او ۳.۷ کیلومتره پلنوالی لري، د هرات د چشت په ولسوالۍ کې موقعیت لري. دغه بند د ۶۴۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو کنجایش لري او د ۴۲ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري. تمه ده چې د سلما بند به د هرات د ولایت په اقتصادي ودې کې مثبت رول ولوبوي. بند به د کرهنې لپاره اوبه ذخیره کړي او بریښنا به هم تولید کړي. هند په دغه بند ۳۰۰ میلیون ډالره لګولي دي او د بند د ادارې لپاره یې افغانان روزلي دي.
دغه د سلما بند پروژه په تيرو ۱۵ کلونو کې لومړنۍ بيخ بنايي او توليدي پروژه ده چې پرانيستل کيږي او د خلکو لخوا له تود هرکلي سره مخامخ کيږي. اصلاً د دغه بند بنسټ د مرحوم سردار محمد داود خان په وخت کې ايښودل شوی و چې د ۱۳۵۷ کال له جګړو وروسته يې چارې په ټپه ودرېدې. بيا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې يو ځل بیا کار پيل شو او تمه کيده چې دغه په ۲۰۱۰ کال کې بشپړه شوې وای خو د لوژستیکي او امنیتي مشکلاتو له امله یې کار وځنډید او شپږ کاله وروسته بشپړ شو.
د دغې پروژې ارزښت ډير لوړ دی ځکه دا يوه اقتصادي او توليدي پروژه ده چې د ۶۴۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو کنجایش لري او د ۴۲ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري. همداراز دا پروژه به د زراعت په برخې کې ډیره مرسته وکړي چې ورسره به په دغه ولایت کې د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه شي. ويل کيږي د سلما بند په جوړيدو سره به د هرات ولايت ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي. اوسمهال په هرات کې ۴۰ زره هکتاره ځمکه کرل کیږي او د بند د اوبو نه د استفادې سره به د دې امکان برابر شي چې دوه برابره ځمکه وکرل شي.
خو د دې ټولو ښېګټو تر څنګ ځينې نور عوامل شته چې په راتلونکې کې د غې بند لپاره جدي ګواښ پېښولی شي. لوی ګواښ د افغانستان لپاره د ګاونډيو هيوادونو په ځانګړي توګه د ايران او پاکستان بد نيت لرل دي چې په تير کې يې د افغانانو اړوند لرلی دی. اوس د دغې پروې لپاره ايران او پاکستان په اندېښنه کې دي چې ولې افغانستان د داسې يوې لويې اقتصادي توليدي پروژې څښتن کيږي. دوی ممکن په راتلونکې کې د سلما بند د پروژې پر مخ پراخې ننګونې جوړې کړي.
دلته عمدتاً دوه دليلونه شته چې پر اساس يې وړاندوينه کيږي چې پاکستان او ايران به د دغې پروژې د تخريب لپاره لاس په کار شي:
لومړی : دا بند د هرات ولايت په چشت ولسوالۍ کې د افغانستان د هريرود په سيند جوړيږي. او د هريرود سيند هغه دی چې همدا اوس يې په اوبو کې ايران د حقابې غوښتونکی دی. د دغه بند په جوړيدو سره به تر ډيره د هريرود سيند اوبه مهار شي او ايران به دا هيڅکله هم ونه شي زغملای چې پرې د هريرود سيند اوبه بندې او يا هم کمې شي. نو پر همدې اساس اټکل کيږي چې نوموړی هيواد به د سلما بند د پروژې د تخريب پوره ، پوره هڅې کوي.
دويم : دا چې افغانستان د پاکستان لپاره ښه اقتصادي مارکيټ دی او څو ورځې وړاندې د هندوستان، افغانستان او ايران تر منځ ګډ د چابهار بندر تړون هم لاسليک شو. د چابهار بند اړوند ويل کيږي چې دا به په پاکستان د افغانستان اتکا راکمه کړي. همدا راز اوس د غه د سلما بند د هندوستان په مالي او تخنيکي ملاتړ بشپړ او پرانيستل شو. هندوستان د افغانستان دوست او ملاتړی هيواد دی. هند په افغانستان کې ځینې لویې زیربنايي پروژې تمویل او عملي کړي دي. د افغانستان د پارلمان ودانۍ، د زرنج – دلارام سړک، د بریښنا یو شمیر سب سټیشنونه، د میوجاتو او سزیجاتو سردخانې او یو شمیر نورې پروژې د هند د مرستو مثالونه دي. همداشان هند افغان محصلینو ته د بورسونو په ورکولو او د تحصیل د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده. او اوس د سلما بند هم د هندوستان په مالي او تخنيکي مرسته بشپړ شو چې په دې سره د افغانستان او هندوستان اړيکې لا هم پياوړې او دوستانه کيږي او پاکستان هيڅکله دا نه شي زغملای چې کابل دې ډهلي ته نيږدې شي. په همدې اساس ويل کيږي چې پاکستان به د دغې پروژې د تخريب لپاره لاس په کار شي.
اوس د اافغان ولس او افغان دولت مسوليت دا دی چې د ياد بند د امنيت د ټينګښت لپاره په ګډه لازم تدابير ونيسي. افغان دولت بايد د هند، پاکستان او ايران په ګډونو نورو ټولو هيوادونو په مقابل کې خپل روښانه بهرنۍ تګلاره ولري. دا تګلاره بايد داسې وي چې پر اساس يې هيڅ هيواد ونه توانيږي چې پاکستان يا ايران د افغانستان د اقتصاد انحصار هڅه وکړي. همدا راز افغان دولت کولی شي چې د هندو په مرسته د ياد بند د امنيت د ټينګولو او تضمين لپاره لاس په کار شي ځکه هند هغه هيواد دی چې له ايران سره هم ډيپلوماټيکې اړیکي لري او همداراز د چابهار په بندر کې شريک هيواد دی. د همدې فکتور په اساس افغان دولت او هند کولی شي په ګډه د دغې پروژې د امنيت د ټينګښت لپاره لاس په کار شي.
لیکنه : خوشحال آصفي