له خوب دمخه څنګه کولی شو خپل فکر آرامه کړو؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د عبدالملک پرهیز ژباړه
نه ويده کېدل کېدی شي زیاد دلیلونه ولري، کېدی شي تاسې د خپلو ځنیو ستونزو په اړوند فکر کوۍ، څرنګه چې د خپلو ستونزو په اړوند فکر کوۍ او نا آرام یاست لکه د کار په چاپېریال کې د ستونزو د را پيداکېدو، یا  له دوست او یا کوم ګاونډي

سره د ناخوالو له امله نا آرام یاست. نو ستاسې ذهن دې او دې ته ورته ستونزو په اړوند مصروف او فعال وي.
دلته به تاسې زده کړۍ چې د فکري بوختیا سره سره تاسې بیا هم کولی شۍ آرام خوب وکړۍ.
د فکر د آرامولو پړاونه:
۱. په نیمه شپه کې د ذهن د آرامولو ډېره آسانه لاره  شمېرل دي. هر هغه څه چې ستاسې خوښ دي د شمېرلو دپاره يې غوره کړۍ لکه چرګان، ددې کار منطق دادی چې کله ذهن ستړی شي نو تاسې ته خوب درځي. نو په دې په بنسټ هر هغه څه چې ستاسې ذهن ستړی کړی شي هغه و شمېرئ.
۲. خپل فکر  یوې ټاکلې موضوع  ته واړوئ ، یوې ستومانو کې موضوع ته،  د دې کار مقصد دادی چې ستاسې د ذهن چټکتیا لږه  کړی شي . دا کار زیات تمرین ته اړتیا لري ، ځکه ستاسې ذهن کېدی شي دا کار خوښ نه کړي. په تېره بیا د یو داسې څه په اړوند فکر وکړئ چې ستاسې له سر نه واټن ولري لکه د کيڼې پښې کوچنۍ ګوته . د پښې دا ګوته احساس کړۍ او یوازې د همدې په اړوند فکر وکړئ. که فکر مو بلې خوا ته واوښت بیا هم همدې موضوع ته راستانه شۍ.
۳. کولی شۍ د بلې موضوع په اړوند هم فکر وکړئ، لکه سایکل کول. هغه لاره په پام کې ونیسئ  چې په موټر ، پلې يا د سایکل په وسیله پرې تللي یاست. لکه له کوره د کار تر ځایه واټن په پام کې ونیسئ چې په دغه لاره په سایکل سپاره تېر شوي یاست. دا کار له ټولو جزئیاتو سره را یاد کړئ . په داسې حال کې چې پر سایکل سپاره یاست ، خپل شا او خواته وګورئ، کورونو ، دوکانونو، ونو او ټولو هغه شیانو ته چې په دې لاره کې شته. دا کار ډېر ستومانوکی دی او په زیات ګومان شاید تاسې د سلو مترو تصور هم ونه کړی شۍ ځکه کېدی شي ویده شئ. په لږ تمرین سره کېدی شي تر سلو مترو زیات واټن هم تصور کړئ.
۴. یوه بله ښه لاره هم شته: داسې وانګارئ چې په لاترۍ کې مو څو میلیونه افغانۍ  ګټلي دي . دغه پيسې په خپل چرت کې ولګوئ. د لوکس موټر، کور، آلو تکې او سفر بيه څومره ده او په دې او نورو برخو کې دغه پيسې ولګوئ.
۵. همدارنګه کولی شي خپل ذهن تر ويده کېدو دمخه آرام کړئ . له تورو څخه د جملې جوړولو جدولونه چې په افقي او عمودي ډول لیکل شوي ، ډک کړئ ، کتاب یا ورځپاڼه ولولئ، کېدی شي ذهن مو آرامه او ويده شئ .
پاملرنه: دا کار ځنې کسانو ته برعکس پایلې هم لري. کېدی شي تر ډېره دغه کسان ویده نه شي، په تېره بیا که د یو هیجاني کتاب په لوستلو بوخت یاست، ښه به داوي یو هيجاني کتاب چې دمخه مو لوستی وي او د پېښو په اړوند پوهېږئ ، ولولئ ، باید پوه شۍ چې څه ډول کتابونه تاسې ويښ ساتي او کوم ډول کتابونه پر تاسې خوب راولي.
۶. د دې پر ځای چې پر خپل ذهن تمرکز وکړئ، هڅه وکړئ څو پر خپل بدن تمرکز وکړئ . له خوب  نه دمخه لږ و ګرځئ یا لږ شان کار وکړئ څو بدن مو خوب ته چمتو شي. خو دا کارونه پر ځنې کسانو ددې خلاف اغېزه کوي.
۷. له خوب نه دمخه بې ځایه فکرونه له سره لرې کړئ دا کار ستاسې له ذهن څخه مزاحم فکرونه لرې کوي او ذهن مو آرامي تر لاسه کوي .
۸. کوښښ وکړئ په خپل ذهن کې له ټولو جزئیاتو سره یو بشپړ داستان جوړ کړئ، داسې یو داستان چې تاسې ځان ته را وبولي، د داستان له پای ته رسیدو د مخه کېدی شي ویده شئ.
۹. د خپل ساه اخیستو کار ته پاملرنه وکړئ، هر ځل چې ساه باسئ اوهوا سږو ته دننه او بهروئ ، د هوا له تنفس کولو خوند واخلئ ، دې موضوع ته پام واړوئ چې تنفس یا ساه اخیستنه څومره خوندور کار دی او څومره ښه دی چې ساه اخیستلی شئ. کله چې په آرامۍ سره ساه اخلئ ستاسې د زړه ټکان هم آرامه وي، او ددې په پایله کې ستاسې فکر او بدن هم آرامه کېږي .
۱۰. له فکرونو خپل ذهن پاک کړۍ او داسې موضوع ګانو ته پام واړوئ چې د بې ځایه فکرونو د راتګ مخه ونیسي. او کوښښ وکړئ چې آرامه اوسئ.
۱۱. هغه فکرونه له سره لرې کړۍ چې تاسې بیدار ساتي . هغه فکرونه چې ستاسې ذهن يې په کنترول کې دی او ستاسې د خوب مخنیوی کوي، په یوه خیالي کڅوړه کې  بند کړئ . کله چې دا فکرونه ستاسې له ذهن څخه وځي نور فکرونه دهغې ځای نیسي. دا فکرونه هم په کڅوړه کې بند کړۍ. دا کار تر هغې وکړئ چې ذهن مو له فکرونو پاک شي. د کڅوړې سر و تړۍ او له ځانه يې ډېر لرې کېږدئ، دا د خوب وخت دی.
۱۲. د شپې د خوب په مهال لږې شېدې تودې کړۍ او وڅکئ . د مړښت احساس سبب کېږي څو د ولږې په اړوند فکر ونه کړئ. دا د زیات خوړو په مانا نه دی. کولی شۍ یوه کېله وخورئ. خو مالګین خواړه مه خورئ ، ځکه مالګه تاسې تږي کوي او د خوب مخنیوی کوي .
۱۳. د ويده کېدو د ځای تر څنګ یو بوتل اوبه کېږدئ او کله چې د تندې احساس کوئ یو غړپ اوبه وڅکئ .
۱۴. د خپلې خوښې په فعالیتونو ځان بوخت کړئ ، لکه شطرنج ، قطعې ، فوتبال او داسې نورو په اړوند داسې فکر وکړئ ګنې په لوبه بوخت یاست.
۱۵ . ځنې کسان د مرستندویه خیالونو څخه په کار اخیستو کې ډېره عجیبه وړتیا لري. مرستندویه خیال څه ته وايي؟ هغه خیالونه دي چې په کراتو آزمویلی شوي دي او ثابته شوی چې د آرامه آللو په څېر خلک ويده کوي. د بېلګې په توګه د خپل یو عیب په اړوند فکر وکړئ او کوښښ وکړئ چې سم لوري ته يې لار ښوونه وکړئ. مه ډارېږئ په زړه پورې به ثابت شي .
۱۶ . داسې وګڼۍ چې د ځان په اړوند هرڅه ته بدلون ورکولی شئ (سترګو ،وېښتانو او داسې نورو ته لکه د اوسانوي ځواک ) داسې فکر وکړئ چې که د یو کار د ترسره کولو هيله لرئ نو هغه کار ترسره کوئ.
۱۷. په آرامۍ سره ځان بې حسه کړۍ . د ښي پښې له کوچنۍ ګوتې يې پيل کړئ د سر تر وېښتانو يې ورسوئ . په دې کار سره زیات امکان شته وېده شۍ، که خوب درنغی دا کار یوځل بیا ترسره کړئ، خو دا ځل په کراره. که خارښت پیدا شي  ورته پام مه کوئ، یا دا چې دا کار بیا ترسره کړۍ.
۱۸. آرامې موسیقۍ ته غوږ شئ څو په آرامۍ سره ويده شئ، موسیقي ددې سبب کېږي څو له فکر کولو لاس واخلئ او دا د ذهن آرامي او ويده کېدل دي. موسیقي دومره لوړه کړۍ چې د اورېدو وي نه دومره چې ستاسې تمرکز ګډوډ کړي.

له خوب دمخه څنګه کولی شو خپل فکر آرامه کړو؟

نه ويده کېدل کېدی شي زیاد دلیلونه ولري، کېدی شي تاسې د خپلو ځنیو ستونزو په اړوند فکر کوۍ، څرنګه چې د خپلو ستونزو په اړوند فکر کوۍ او نا آرام یاست لکه د کار په چاپېریال کې د ستونزو د را پيداکېدو، یا  له دوست او یا کوم ګاونډي سره د ناخوالو له امله نا آرام یاست. نو ستاسې ذهن دې او دې ته ورته ستونزو په اړوند مصروف او فعال وي.