د افغانستان ټولټاکنې هيلې او ناهيلۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز
نن د افغانستان د ټولټاکنو پایلې وروسته له اوږده ځنډ ، ناندریو ، ګواښونو اعلان شوې د پایلو اعلان راز راز غبرګونونه له ځانه سره لري. په دواړو خواو کې ځنې خوښ، ځنې مایوس او ځنې هم غصه دي. البته د

امریکې متحده ایالتونو، بریتانيې او ملګرو ملتونو بې له ځنډه د پایلو او جوړ جاړی هرکلی او ملاتړ وکړ. څرګنده ده چې ډېر ژر به نور هیوادونه هم خپل غبرګونونه څرګند کړي . په یقین سره  چې نور هیوادونه به هم د مبارکۍ پیغامونه واستوي او د خپلې همکارۍ وړانديز به وکړي.
پوښتنه داده چې دا د اوږدې مودې جنجال ولې او څنګه رامنځ ته شو؟ دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده چې بهرني او کورني علتونه او دلیلونه لري. څرګنده ده چې په کابل کې واکمن رژیم د نړیوال ایتلاف د مستقیم پوځي عملیاتو له لارې د بن د جوړجاړي د لارې واک ته ورسید. د بن کنفرانس کې د سیمې د هیوادونو ګټې هم په پام کې و نیول شوې ځکه د نړیوال ایتلاف عملیات د سیمه ایزو ځواکونواو هیوادونو په مرسته او ملاتړ تر سره شول. خو په افغانستان کې هغه ځواکونو چې د ایتلاف دپاره د ځمکني لښکر دنده يې ترسره کړه لا د پخوا د سیمې له هیوادونو سره ټینګ پوځي او سیاسي او استخباراتي اړیکې لرل او په هیواد کې د سترو جنایاتو اصلي عاملین ول. همدغه ځواکونو د بهرنیو ځواکونو د پوځي عملیاتو تر چتر لاندې په یو اړخیز ډول واک تصرف  او پر پوځي او امنیتي ارګانونو يې خپل بشپړ واک ټینګ کړ. لویدیځ په تيرو کلونو کې هڅه وکړه د میلیاردونو ډالرو په مصرف سره دغه جنګي او جنایتکاره ډلې د قانون چوکاټ ته راولي  او د دیموکراسۍ په لاره يې برابر کړي ، خو لکه چې وايي عاقبت ګرګ زاد ګرګ شود ګر چه با آدمي بزرګ شود ، دغو ډلو او ټپلو د خپل ماهیت له مخې له فرصتونو څخه په ګټې اخیستو سره په پراخ او بې ساري فساد او قانون ماتونې مخه کړه. دا دوره د هیواد د پاره د رنځ ، بیکارې ، ولږې ، فساد او ستم  په یوه توره دوره بدله شوه. خلک په هیواد کې د روان ناورین څخه سخت ستړي او په تنګ شول او د خلاصون د یو لارې په لټه کې ول. ټولټاکنو خلکو ته یو حد اقل هیله پیدا کړه څو د زور واکانو له واک څخه ځان خلاص کړي.  په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ددې خبرې ښه ثبوت دی. خو زور واکانو او د هغوی سیمه ایز او نړیوالو ملاتړو د خلکو د ارادې د ماتول دپاره لاس په کار شول او د ګواښ او تهدید له لاره يې په خطرناکه اقداماتو لاس پورې کړ. البته دا هسې تش ګواښونه نه ول  د دې ګواښونو تر شا قوی بهرنی لاسونه او ملاتړ  شتون لري. دا بهرنی ملاتړ څه څنګه دی؟
په وروستیو کلونو کې نړیوال حالات په چټکۍ سره د بدلون په حال کې دي د روسيې ، چین، ایران اړیکې په چټکۍ سره له لویدیځ سره د یو خطرناک کړکیچ په لور پرمختیا کوي ، دغه کړکیچ د اوکراین په مساله کې خپلې لوړې کچې ته ورسید او ویلی شو چې نړۍ یوې بلې نوې خطرناکې سړې جګړې ته ور ټيل وهل شوې ده. د شوروي تر ړنګېدو وروسته لویدیځ په چټکۍ سره ټوله ختیځه اروپا چې پخوا د شوروي ملګرتیا يې کوله په خپل پوځي او سیاسي اتحاد ناتو کې ور ګډه او ان د شوروي ځنې هیوادونه لکه د بالتیک هیوادونه يې هم په ناتو کې ور ګډ کړل، دغه نه تمېدونکي بهیرچې په چټکۍ د روسيي د پولو په لور د پرمختګ په حال کې دی  د روسيي تند غبرګون  لومړی په ګرجستان او دا اوس په اوکراین کې و پاروه. ، د روسيي او لویديځ اړیکې سختې زیانمنې شوي او د همکارۍ او ملګرتوب ډېرې پروژې يې تر اغېز لاندې راوستل او په ډېرو برخو کې دغه همکاري پای ته ورسیده، افغانستان هم ددغه همکارۍ یوه برخه وه چې سخت تر اغیز لاندې راغلې ده. روسیه هڅه کوي په افغانستان او ځنې نورو سیمو کې د لویدیځ ګواښونو ته ځواب ور کړي او په دې ډول د اوکراین په سیمه کې پر روسیه فشارونه لږ کړي.
پوتين په ډاګه ګواښ کړی چې د لویدیځ بندیزونه کېدی شي په افغانستان کې د دوی همکاري زیانمن کړي  موږ ددې زیان څرګندې نښې د افغانستان په ټاکنو کې وینو چې دا بهیر يې څو میاشتې و ځنډوه ، د جګړې او د افغانستان د ویش خطر هم له همدې ځایه اوبه څکي ، لکه څنګه چې په اوکراین کې دغه ګواښ تقریبآ عملي بڼه غوره کړه . البته دلته یوازې روسیه نه بلکې ایران او پاکستان هم خپلې موخې لري او د رامنځ ته شوي کړکیچ څخه غواړي په خپله ګټه  اوچته کړي. ایران او پاکستان هم د افغانستان په وسله واله ډلو ټپلو کې ژور اغېز لري او هر آن د خپلو مخو دپاره ترې کار اخیستی شي. نو ځکه دغه هیوادونه هڅه کوي خپل اغېز په ټولو دولتي اورګانونو او ادارو کې لا غښتلی کړي او د مفسدانو او جاسوسانو د تصفيې مخه ونیسي.
لويديځ هم په افغانستان کې د یو پیاوړي او غښتلي دولت سره علاقه نه لري. دوی په تېرو کلونو کې په دولت کې فساد ، زور زیاتی، بې قانوني ، مافیا بازي ، قاچاق نه یوازې محدود نه کړ او مخنیوی يې ونه کړ بلکې هغه يې غښتلی او لا پسې واکمن کړ، ان په کابل کې وسله والې ډلې بې وسلې نه شوې. دوی په فساد کې ډوب دولت وساته او ښه يې و نازوه. ځکه یو واحد ، مظبوط او غښتلی دولت په ټولو معاملو کې د هیواد او خلکو ګټې په پام کې نیسي ، داسې دولت کېدی شي د هغوی له ګټو سره په ټکر کې راشي، هغوی ته کمزوری او بې واک دولت ډېر ګټور دی څو د هغوی ګټې او هر فرمان په پټو سترګو مني او تر سره يې کړي او د دوی د ستر پروګرامونو تر وړاندې ستونزې نه رامنځ ته نه کړي.
په داسې حالت کې چې ملي بنسټونه ویجاړ دي او دولت د بانډونو په ولکه کې دی د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول او د خلکو له قانوني او مدني حقونو څخه دفاع ډېره ستونزمنه مساله ده او هر راز بې احتیاطي او غیر منطقي چلند کولی شي هیواد په یو سخت او خطرناکه ناورین کې ډوب کړي . د ناروین د مخنیوي د پاره یوازې یوه لاره شتون لري او هغه دا چې د ښکېلو هیوادونو ګټې او غوښتنې لکه څنګه چې حامد کرزي وویل  په پام کې ونیول شي او او یو سنجول شوی او متعادل چلند غوره شي. پرته له دې له ناورین سره  واټن زیات نه دی. دغه ډلې ټپلې چې د نورو د ګټو دپاره هیواد ګواښوي په تېرو کلونو کې هم په زیاتې بې رحمۍ دغه هیواد له خاورو سره خاورې کړ،  د دوی په ناوړه اراده او امکاناتو کې باید شک و نه شي.  لکه چې وايې آزموده را آزمودن خطا است.
خو له دې هر څه سره سره پوښتنه داده چې آیا د روغې جوړې دا تړون د منلو دی او نه ؟
دې پوښتنې ته هم هر څوک له یوې زاويې ځواب وايي او خپله خوښي یا خفګان څرګندوي. یو شمیر ډلې چې د افغانستان په کورنیو جګړو کې اوږده سابقه او تجربه لري په دواړه ټیمونو کې د حل لاره جګړه بولي، دوی دغه تړون د خلکو له رایو سره خیانت بولي او د حل لاره جګړه بولي، دا خطرناکه کړۍ په دواړه ټيمونو کې د جګړۍ ډولونه غږوي او د جګړې دپاره تبلیغ کوي، دوی تل خپلې ګټې په جګړه او چور کې تر لاسه کړي او کوي.
عام خلک هم خوښ نه دي ځکه دوی هم رایه ورکړه څو د جنګسالارانو او مفسدینو له شره ځان خلاص کړي، خو عام خلک د جګړې پلوي نه کوي، دوی د یو مړۍ ډوډۍ د پيداکولو دپاره سوله ایزې فضا غواړي . دوی په جګړه کې د ځان او وطن د تباهۍ ویني.
د روڼ اندو یوه برخه هم چې د قانونیت د پلي کېدو هیله مند ول دا تړون د خپلو هيلو سره سم بولي، دوی په دې اند دي چې قانون ماتونه به پر یو اصل بدل شي، د دوی له انده  د وزیرانو د شورا په نامه اورګان او دهغې د رييس څوکۍ  قانوني جنبه نه لري او دا له قانونه څرګنده سر غړونه ده. د دوی  اند له قانوني اړخه پر ځای دی او سم دی ، ځکه د وزیرانو شورا او رییس یې  په قانون کې تسجیل شوي نه  دي او د دوو ډلو د جوړ جاړي ثمره ده چې هر یو مقابل لوری جعل کار او تقلب کار بولي، نو ځکه ملت مجبور نه دی هغه څه و مني چې د قانون له اډانې بهر د جعلکارانو هستونه  وي. خو باید هیر نه کړو چې دغه غیر قانوني پریکړه یوه هیله نه ده بلکې یو تپل شوی عمل او کړنه ده.
ډېری خلک هم په دولت کې د دوو دولتونو شتون پریشانه کړي او دا کار کېدی شي په راتلونکې کې د خطرناکه جنجالونو او شخړو  لاره خلاصه کړي. هو دا یو حقیقي خطر دی چې په ټينګه به د کورنیو او بهرنیو حالاتو او بدلونونو تر اغېز لاندې لوری ونیسي. دا په دې هم اړه لري چې ملي ، وطنپالي او مترقي ځواکونه تر پخوا زیات یو موټی او سنګر شي او په درایت او پوهې سره د ستونزو د حل د پاره اقدام وکړي.
خو یو شمیر روڼ اندي بیا زیات مایوسه نه دي او راتلونکې ته د مایوسې له کړکۍ نه ګوري . دوی په دغه تړون کې مثبت ټکي هم ویني. دا چې د جګړې او وینې توینوې مخنیوی شوی دا یو ستر مثبت ټکی دی. دوی ویني چې پرمخ تګ هم شته ، هغه دا چې د اولسمشر مقام جنګ سالار ته ونه  رسید بلکې یو علمي شخصیت ته و سپارل شو دا هم یو بری دی. په ټېرو کې دولتي واک په سلو کې اتیا د نظار شورا او جمعیت شخصی ملکیت ؤ ، اوس دا انډول پنځوس ، پنځوس ته بدلون کوي، همدغه ویش به د نظار – جمعیت واک نور هم محدود کړي، یانې دواړه ټيمونه د بیلا بیلو ډلو څخه جوړ شوي دي، په دې ډول په دواړه ډلو کې واک به د شاملو ډلو تر منځ و ویشل شي ، دا ویش به د یوې ډلې انحصار پر واک نور هم محدود کړي.
خو باید په ډاګه شي چې دا کار به یوازې د ولسمشر له وسه پوره نه وي ، په کار ده ټول ملي او مترقي ځواکونه په یوه جبهه کې د جګړه مارو تر وړاندې متحد شي.
جوړ جاړی به د هیواد ویجاړ اقتصادي ژوند ته بیا نوې ساه  ورکړي. او بهرنۍ پانګونې به جلب کړي.
راتلونکي دولت ته په کار دي څو  خپلې کړنې د قانون په چوکاټ کې تنظیم کړي ، دولت باید د قانون واکمني د خپل کار اساس و ګرځوي .
دولت باید د فساد د مخنیوي دپاره ټينګ ګامونه اوچت کړي.
دولت باید په لومړي ګام کې د وسلو څخه د هیواد او په تېره بیا د کابل  ښار  او نورو سترو ښارونو د پاکولو د پاره کار وکړي او ګړندي ګامونه اوچت کړي.
دولت باید د ټاکنو سیستم اصلاح او د جنایت کارانو او جاسوسانو لاره و تړي.