مُقبل کاروان
اضافه تر لس کاله کیږی چی ټوله غرب د ننۍ نړۍ د اخرینی جګړه ایزه قوت په استعمال او اضافه تر یو تریلیون دالرو سرمایه ګذارۍ و نه توانید په افغانستان او حتی په کابل کی سوله او ټیکاو را منځ ته کړی ایا نړۍ دومره کمزوری ده چی د اسیا په یوه کوچنی هیواد کی چی په وچه محاط دی او هیڅ نوع امکانات هم نلری امنیت تامین کړی؟
هغه څه چی افغان ولس د امریکا او متحدینو څخه طمع کوله دا وه چی نور انسان وژنه او ویرانی بس سی ، ملی حاکمیت رامنځ ته سی، د بشر حقوقو ته په درنه سترګه وکتل سی او عدالت تامین سی خو امریکا ونه توانید د ولس غوښتنی واوری ، د هغوی د راتګ وړاندی یوه هیواد د افغانستان په چارو کی لاس وهنه کوله او یا یی تسلط درلو اما د امریکا په راتګ اوس پاکستان،ایران، هندوستان ، ازبکستان ،ترکیه او نور هم پراخی لاس وهنی کوی او حتی په افغانی حاکمیت کی کافی نفوذ لری نو بیا د ناټو او امریکا راتګ څه لپاره او کومه ګټه؟ صرف د ښځو د حقوقو او ازادۍ لپاره راغلی دی، او که بل داسی عمده عوامل موجود دی چی د افغان او ناټو د عساکرو د وینو تویدو سره سره یی د امنیت مخه ډپ کړیده.
بلی! هم امریکا او ناټو د ډیرو سترو جګړو توان لری او هم غواړی چی د افغانستان جګړه په بریالیتوب پای ته ورسیږی. داچی ولی ندی توانیدلی زما په عقیده دوه مهم داسی عوامل شتون لری چی نه پریږدی سوله تامین سی او دا هیواد د ثبات او ټیکاو لوری ته ولاړ سی. که دا دوه فکټه په دقیقه توګه و څیړل سی شاید دهغه مسولیت هم په نتیجه کی امریکا او دهغه متحدینو ته متوجه سی.
لمړنۍ عامل: په دی خبره کی شک نسته چی ناټو غړی هیوادونه پخپل منځ کی د افغانستان په هکله هم نظریاتی اختلاف لری او هم پراکتیکی . د مثال په توګه د برتانویانو او امریکایانو ترمنځ د تیرو لسو کلنو په دوران کی ډیر داسی شواهد لیدل سوی او اوریدل سوی دی چی ددی سترو هیوادو ترمنځ اختلاف را برسیره کوی. له یوه طرفه انګلیس داسیا جنوب د افغانستان په ګډون د تاریخ په اوږدو کی خپل د نفوذ ساحه بولی ، ځکه یی نسی زغملای چی امریکا د تروریزم سره د جګړی په نوم خپل تسلط پر افغانستان ټینګ کړی او پاکستان ته ګواښونه هم نه خوښوی . د ناټو د پوځونو د راتګ په لمړنی کلونو کی په هلمند ولایت کی د امریکا او برتانیا استخباراتی ټکر هغه وخت رسوا سو چی امریکایانو د کرزی په وسیله دوه انګلیسی جاسوسان چی د ملل متحد د کارمندانو په نوم یی کارکاوه له افغانستان څخه د طالبانو سره د اړیکو په تور و ایستل . ددی دوو سترو متحدو هیوادونو تر منځ اختلاف هغه وخت نور هم پراخ او بربنډ سو چی د امریکا د پرلپسی ګواښونو و پاکستان ته د برتانیا د صبر کاسه ډکه کړل او سفیر یی په کابل کی د ځانګړی مرکی په ترڅ کی له طلوع تلویزیون سره وویل که امریکا پر پاکستان د برید ټکل وکړی انګلستان به د امریکا ترڅنګ ولاړه نه وی که څه هم دا خبره ډیره نرمه دیپلوماتیکه یادونه بریښیده خو په معنی کی ډیر شدت د عمل پکښی نغښتی ؤ. امریکا هم پوه سول چی ځنی سره خطونه شتون لری چی باید مراعات کړل سی. همدا ډول د پاکستان دا هغه غوښتنه چی وای د امریکا دولت دی د پاکستانی عسکرو د وژلو په تړاو بخښنه وغواړی ، ډیره لوړه غوښتنه ده داسی غوښتنه چی د امریکا ټولی غوښتنی یی تر سیوری لاندی راوستلی ، اما ایا کوچنی ،پوره وړی او پر نورو متکی هیواد دومره لویه غوښتنه په یوازی توګه کولای سی؟ زما په آند د برتانیی ملاتړ ورسره سته. که د پاکستان او برتانیی سوابق وکتل سی ددی دوو هیوادونو نه شلیدونکی اړیکی په ډاګه کیږی.خلاصه د امریکا او متحدینو د ګټو تضاد یو عامل د امنیت د نه تامینیدو دی.
دوهم عامل : هغه کړۍ او افراد چی د بُن اول کنفرانس پر افغان ولس د برچی په زور و تپل ، له لویه سره ولس ته د منلو وړ نه وه ،د هغوی لاسونه د ولس د بچیانو په وینو سره دی ،ددوی زغم د بشری حقوقو سپکاوی دی، دوی کابل ویران کړ عامه وژنه یی تر سره کړه ، د انسانانو په سرونو کی یی میخونه ټکوهل، په مرکزی کابل کی یی د مړو د نڅا محفلونه جوړ کړه، افغانستان څه چی کابل یی هم پر ټوټو او پارچو وویشۍ ، دولتی او شخصی شتمنۍ یی لوټ کړی ، جنسی تجاوزونه یی وکړل ،د انسانانو څخه یی د ژوند کولو په بدل کی باج اخیستۍ ،په ټولو ولایتونو کی یی یادګاری ډله ایزه قبرونه جوړ کړه افغان ولس د هغوی عادلانه محاکمه غوښتل خو غرب د بی ۵۲ ډوله الوتکو په مټ پر ولس حاکمان مقرر کړه . په اول دریو کلونو کی ولس داسی فکر کاوه چی دا عمل به یو اضطراری ضرورت ؤ چی د منتخب حکومت په راتلوبه د عدالت او قانون د پلی کولو لاره همواره سی او د ولس پر زخمونو د پټی ایښودلو په ډول به جنګی جنایتکاران د محاکمی میز ته راکش کړی ، غاصبان به ورک سی ،جنایتکاران او مفسدین به له واکه و شړل سی او د قانون منګولو ته به وسپارل سی طبعی خبره ده چی په هغه صورت کی به د ولس باور پر حکومت راغلی وای او په دی ډول د ولس او حکومت تر منځ واټن د منځه تللی وای. څنګه فکر کیدای سی چی ولس دی خپل د اولادونو او کورنیو قاتلان پیژنی او وینی چی امریکایانو د ناز او نعمت ژوند ورته مهیا کړیدی.پس له یوی لسیزی جمهور ریس د دروګونو قواو په ګډه غونډه کی اعتراف وکړ چی قوماندان سالاری اوس هم شتون لری، بی مسولیته توپکیان د ولس د ازار او اذیت سبب ګرځیدلی دی. بیا څنګه طمع کیدای سی چی امنیت دی تامین سی او خلګ دی د دولت سره همکارسی. نړیوالو بشری ټولنو کله کله هغه دسته جمعی قتلونو ته اشاره کړیده چی د مزار شریف د لیلی په دښتو کی څاګان په ډک دی او یا په تخار او نورو ولایتونو کی کانتینر بسته انسانان ضربه سوی دی اما مسولین او قاتلان یی اوس هم د واک پر ګډی ناست دی ایا دا مهم او لوی عامل د ناامنی نسی ګڼل کیدای؟ تاسو ته بهتره معلومه ده چی په دی هیواد کی هرڅه په جرګو د حل لاره پیدا کولای سی خو د قتل روغه او د حل لاره قصاص دی ، همدا بی عدالتۍ د ولس خواخوږی د مخالفینو سره زیاته کړیده او په تدریج و ولسی پاڅون ته لاره همواریږی حتی دا مجرمین د ځنی همسایه هیوادو سره په پټو سترګو داسی دښمنی یا دوستی کوی چی ددوی شتون پر واک د همسایګانو سره مفاهمه او سوله ناشونی کړی ده.په حقیقت کی د ټولو فسادونو مرکزی عامل د پیژندل سوو مجرمینو نه محاکمه کول دی، د انتقالی عدالت نه پلی کول او د غاصبانو ،مفسیدینو او جنګسالارانو حمایت د ولس مخالفت را پارولی دی او د نا امنیو اصلی عامل دی .نو ځکه داسی فکر کیدای سی چی د پورتنی دوو عواملو په رفع کولو سره یعنی د ناټو هیوادونو ترمنځ مشترکه واحده ستراتیژی درلودل ،او د ولس د باور د لاسته راوړلو لپاره د جنګی جنایتکارانو محاکمه کول ، د غاصبانو او مفسیدینو له منځه وړل ،او د عدالت تامینول ،او د بشری حقوقو مراعاتول ، د سولی او امنیت یوازنۍ لنډه لاره ده.په هغه صورت کی به ولس د دولت همکار سی او پاکستان به هیڅ کله دا چانس پیدا نکړی چی د خلګو د نارضایتی څخه ګټه پورته کړی .