د فعالیتونو او کړنو لوری

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال: برایان ټریسي

ژباړه: امین پاچا

درېیمه برخه

که د ناپلیون، اسکندر، فلورانس نایتنګل او مادر ترزا ژوندونو ته وګورو، دې پایلې ته رسېږو چې هغوی په خپلو کړنو کې څومره فعال کسان وو. هغوی یوازې فکر نه کاوه او دې ته په تمه نه وو، چې یوه پېښه یا یو کار دې په خپل سر رامنځته شي؛ بلکې د خپلو فکرونو په

زور یې هغه څه چې د دوی به ذهن کې وو، پلې کول. مشران (رهبران) د کارونو رامنځته کوونکي دي، دوی عملا میدان ته دانګي او هر هغه څه چې په ذهن کې لري، یو ځل یې ازمایي. مشران (رهبران) د مسایلو په اړه ډېر تحلیل نه کوي. د سوداګریزو مشرانو (رهبرانو) مهم شعار دا دی: «پیل یې کړه، سم یې کړه او هڅه وکړه». دا شعار د تام پیترز له کتابه (د ښه والي په لټه کې) اخیستل شوی دی. هغه وایي پیاوړي شرکتونه ډېره هڅه کوي، له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ کېږي، خو بیا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، څو پرمختګ وکړي.

د پیترز شرکت کار کوونکي ځانونه په شک کې نه اچوي، کلونه او میاشتې په تجربو نه تېروي. هغوی ځانونه چمتو کوي او په عمل لاس پورې کوي. هغوی وایي: «په شا لاړ شئ، خو تکراري کار مه تر سره کوئ، بلکې د پرمختګ په اړه فکر وکړئ».

څنګه یوې ځانګړې کړنلارې، دوه میلیونه ډالره وساتل

مشران (رهبران) جهت لرونکي او جهت خوښوونکي دي. هغوی تل هڅه کوي د خپل کار په لور حرکت وکړي. ډېر فعاله دي او هېڅکله هم د نن کار سبا ته نه پرېږدي. د دوی احساسات ټګي برګي نه شي زغملی؛ ځکه که چېرې هغوی خپلو کارونو ته شا کړي، نه شي کولی چې تر پایه یو ښه مشر (رهبر) پاتې شي. دا هغه درسونه وو، چې ما د بلوغ یا ځوانۍ ته د رسېدو پر مهال زده کړي وو.

پخوا مې له یوه لوی شرکت سره کار کاوه. رییس له ما وغوښتل، څو رنو ته سفر وکړم او د هغه جایداد عملي کار پیل کړم، کوم چې زموږ شرکت د دوو میلیونو ډالرو په بدل کې اخیستی و. تر دې دمه ما په شرکت کې د مدېریت هېڅ تجربه نه درلوده. رییس راته وویل کېدای شي څو اونۍ وروسته زه هم هلته لاړ شم او زیاته یې کړه چې زه هېڅکله نه غواړم خپل کارونه شاته نه پرېږدم، بناَ صمیم مې ونیوه او یوه ورځ وروسته هلته روان شوم. کله چې هلته ورسېدم، له کار کوونکو او له هغه انجینر سره چې د جایداد (ځمکه) عملي چارې یې پر غاړه وې ولیدل. له خبرو اترو وروسته مې احساس وکړ، چې د جایداد په اړه ستونزه شته.

په وروستۍ ورځ مخکې له دې چې څو ساعته وروسته تړون لاسلیک او ختم کړم، یو دم متوجه شوم چې دا جایداد (ځمکه) د توسعې وړ نه ده؛ ځکه چې هېڅ د اوبو سرچینو ته یې لاسرسی نه درلود. بناَ ژر تر ژره مې اقدام وکړ او خپل شرکت مې له یې داسې ټوټې ځمکې چې هېڅ ارزښت یې نه درلود وژغوره. په دې کار سره مې نه یوازې خپل رییس خوشحاله کړ، بلکې په همدې کال مې د درېیو مهمو ادارو مدېریت په غاړه واخیست او ۴۲ کسانو مې تر لاس لاندې کار کاوه.

د پومختګ په اړه فکر وکړئ

مشران (رهبران) د پرمختګ په اړه فکر کوي. دوی خپل ټول ژوند راتلونکو پروګرامونو ته ځانګړی کوی او تل یې په اړه فکر کوي. هغوی فکر کوي چې څه وکړي او څنګه وکولی شي هغه څه چې دوی یې هیله لري رامنځته کړي. ډېری شمېر کسان چې مشران (رهبران) هم نه دي، د اوس او تېرې په اړه فکر کوي. د پرمختګ فکر په دې معنا چې خپلې موخې مشخصې کړئ او هغوی ته د رسېدو په پار فکر وکړی.

مشران باید خپلو موخو ته د رسېدو لپاره لاندې اووه ټکي په پام کې ونیسي:

۱ـ  اصلي موخې مو په مشخصې کړئ. دا هم ورسره په مشخص کړئ، چې غواړی په ژوند کې کومو شیانو ته لاسرسی پیدا کړئ. مخکې له مخکې د یوه شي مشخصول، موخې ته د رسېدو په برخه کې ډېره مرسته کوي.

۲ـ  خپلې موخې مو له ټولو ځانګړنو او جزیاتو سره یو ځای ولیکئ، څو په ښه توګه وارزول شي. د بېلګې په توګه، کېدای شي ستاسو موخه دا وي چې په راتلونکو دوه کلونو کې خپل پېر دوه برابره کړی. که تاسو خپله موخه ولیکئ، لرې نه ده چې ورته وبه رسېږئ، خو که ویې نه لیکئ نو دا به پرته له خوبه بل څه نه وي.

۳ـ  یوې موخې ته د رسېدو لپاره وخت ځانګړی کړئ. که مو موخه لویه وي، په نورو کوچنیو برخو یې ووېشئ. کومې موخې چې وخت یې ځانګړی وي، موږ ته پیاوړتیا را بښي.

۴ـ  د هغو کارونه لېست جوړ کړئ، چې غواړی په مرسته یې ځان خپلې اصلي موخې ته ورسوئ. ستاسو چمتو شوی لېست باید د درک وړ وي. که مو په ذهن کې نور څه هم را ګرځېدل، چمتو شوي لېست ته یې ورزیات کړئ.

۵: داسې یو پروګرام چمتو کړی چې ټولو ته د منلو وړ وي. کله مو چی لېست چمتو کړ او موخې ته د رسېدو لپاره مو خپل ګامونه مشخص کړل، نو لاندې دوه ټکي په پام کې ونیسئ:

لومړیتوب او چمتو والی. ستاسو په چمتو شوي لېست کې کوم شیان ډېر اهمیت او ارزښت لري، چې باید هغه لومړی سرته ورسېږي؟ کله مو چې لومړیتوبونه مشخص کړل؛ ۲۰۸۰ (بیست، هشتاد) قانون په یاد راوړی. د دې قانون په پلي کولو سره که تاسو (۲۰٪) کار وکړی، پایله به یې (۸۰٪) وي. تاسو نه غواړی خپل وخت په بې ارزښته شیانو تېر کړی. مشخص کړی چې کوم کارونه ستاسو موخو ته د رسېدو په برخه کې او یا ستاسو له شرکت سره مرسته کولی شي.

تاسو باید د لېست په چمتوالي کې هم له ډېر دقت څخه کار واخلی او په روښانه توګه مشخص کړی، چې کوم کار باید لومړی سرته ورسوو او کوم کار ډېر مهم دی؛ دا ځکه چې د هر پروګرام فعالیتونه یو بل پورې تړلي دي. همدارنګه کوم کار چې تاسو پیلوی، باید پر وړاندې یې محدودیتونه او خنډونه هم مشخص کړې. په دې برخه کې لومړیتوبونه بیا ځلې ارزښت او اهمیت پیدا کوي. مهم خنډ څه شی دی؟ مخکې له د چې خپلې موخې ته ورسېږئ، کوم شیان باید له مخې پورته کړئ؟

۶ـ  په عمل لاس پورې کړئ. اوس چې تاسو د خپلو کارونو پروګرامونه (برنامې) په لاس کې لری او په دې هم پوهېږی چې په مخکې مو کوم خنډونه پراته دي، نو په کار ده چې پرته له کومه ځنډه اقدام وکړئ. ډېری خلک ځکه ماتې خوري چې هېڅ حرکت نه کوي، خپلو پروګرامونو او موخو ته لاس تر زنې ناست وي؛ په داسې حال کې چې مشران (رهبران) هېڅکله ورته تېروتنه نه کوي.

۷ـ  هره ورځ کار وکړئ. کله چې سهار له خوبه را پاڅېږی، خپلې ورځنۍ چارې تنظیم کړی او فکر وکړی چې نن باید کوم کار سرته ورسوئ. هر کار چې کولی شی ویې کړئ، خو موخې ته ځان ورسوئ. پېتر دراکر لیکي: «دا د یوه مشر (رهبر) مسولیت دی، چې د راتلونکي په اړه فکر وکړي او پرته له ده بل هېڅوک نه شي کولی دا کار ترسره کړي». سټراټیژیک پلان جوړونکی، مایل کمي وایي: «هغه کسان چې د راتلونکي په اړه فکر نه کوي، نه شي کولی کوم څه چې په ذهن کې یې لري، په لاس راوړي». پیاوړی لیکوال او د مدېریت کارپوه، الک مکنزي وایي: « تر ټولو ښه لار چې کولی شی د هغې په مرسته د راتلونکي وړاندوینه وکړی دا ده؛ چې د رامنځته کولو په اړه یې فکر وکړی». مشران (رهبران) خپلې موخې ټاکي او هغو ته د رسېدو لپاره مخ پر وړاندې ځي. هغوی هره ورځ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کوټلي ګامونه اوچتوي.