نصرالله احمدزی
افغانستان ویاړمن هیواد ده ، دلته میشت قومونه یو مشترک پت ، عزت او غیرت سره لرو ، دا ملت هوشیار او قضاؤت پوه دي ، زه باور لرم که زمونږ جغرافیه موقعیت مو حسد لرونکي غلیمان نه هڅولائي نو نن به د نیولي کچکول په ځای به مو د
نورو کچکولونه ورډکول ، هغه وړتیا ، غیرت ، دینپالنه چې الله ج افغانانو ته ورکړې د نړۍ پرمخ په اقتصادی او نظامی لحاظ ډیر بډائي ملتونه ترینه محروم دي ، مونږ تیر دور کې هم ښه زعامه درلودل اوس يې هم لرو او انشاالله اینده کې به يې هم ولرو خو متاسفانه پرلپسې تپل شوو دسیسو او جګړو له یوې خوا راباندی نااهله او بې ادرسه اوباشان د کاذب زعامت په حیث مسلط کړې ، بل طرف ته ولس ته موقع نه ورکول کیږي چې د خپلې رايې په زور د ولس د زعامت او مشرتابه مقام له دنګو برجونو غله ،معمیلګر، راوانی ناروغان، تعصبګر، او بیسیوادان راښکته کړي او ځاې د ملت استازو ته په واک کې ورکړي ، غلیم تل په کمین کې ناست وي، یو ځل يې د نجیب حکومت په وروستیو کې د ملګرو ملتونو لخوا د قدرت د انتقال سوله ایز پیلان د ایران او مسکو په قومنده سبوتاژ کړ ، تر څو وکولائ شي دلته د تعصب له مخې دوه کاره وکړئ .
۱: له نجیب نه د واک مزي د کارمل او جمعیت ډلګیو ته لاس کې ورکړي او د واک تشه رامنځ ته کړي او همداسې وشول .
۲: د حزب اسلامی مخه ډب او حکمتیار له واک د باندی ټیل وهی.
همدا جمعیت او شورای نظار و چې ډیر ژر يې د جبل السراج ایتلاف په کانټینر کې ناستو ملګرو سره هم دوکه وکړه ، د خپلو ټوپکو خولې يې د هغوي سینو ته برابرې کړې همغه دوستم باندې يې د جهاد فتوا ورکړه چې صرف څو ساعته د مخه له همدې همګرایانو سره ملګری ؤ او کله به د صلاح الدین زوی خطاب ورته کیدو او کله به د استاد ربانی په نه شتون کې د ارګ سرپرست مقرریدو ، خو وروسته يې پرې د جهاد فتوا ورکوله ، له دې د مخه يې په داسی حالت کې روسانو سره پروتو کولونه او د راکړی ورکړې معمیلګری شروع کړه چې لوګر ، پکتیا،خوست،پکتیکا،مشرقی ، کندهار ، هلمند او خاصتآ پښتون میشته سیمو کې د وینو ویالې بهیدې او په سالنګ د سرو پوځونو کتارونه په امن کې راتیریدل دا ځکه چې جنک جنوب او شرق کې تود و ، د دوي د قدرت لوږه او حرص دومره یاغی او باغی ده چې روسی جنرالانو د خپلو خاطراتو په کتابونو کې لیکلی چې شورای نظار او جمعیت ډلو به چې کله د ګلبدین حکمتیار په سنګرونو بریدونه پیل کړل نو زمونږ هواي او توپچي قوتونو به د دوي په ګټه د حزب اسلامی سنګرونه او تر واک لاندې سیمې ورته تر برید (بمبارد) لاندې نیولې .
د همګراي ټیم مشرانو له هغو تنظیمونو سره هم نامردی وکړه کومو چې د نجیب الله حکومت باندی له کودتا وروسته د همدوي د حکومت ترڅنګ ودریدل ، دوي (شورای نظار او جمعیت ) قدرت غوښتنې او ځان غوښتنې دومره ړانده کړل چې له ځان پرته نور يې نشو زغملائ .
د طالبانو په راتګ سره يې له هغوي سره هم میدانښار کې یو تعهد وکړ، حرکت خودجوش مردمی ونومول شو ، امیر صیب يې د غولونې لپاره د غاړۍ تومانچه هم ورته د تسلیمۍ په خاطر ورکړه چې زه خو مو تړلئ چرګ یم تاسو اول له لوګر او چهار اسیاب د حزب اسلامی ټغر راټول کړئ کابل زه درته سپارم، د همدې تعهد له مخې يې هواي او توپچي قواؤ د حزب اسلامی سنګرونه تر اور لاندی ونیول ، د حزب له ځپلو روسته يې د کابل په غرب کې د هزاره قوم نسل وژنه پیل کړه او ډیر بیرحمانه بریدونه يې پرې پیل کړل ، ځمکنیو قواؤ يې یرغل ورباندۍ وکړ ، تاسو فکر وکړئ عبدالعلی مزاری د جبل السراج ایتلاف کې یو وخت د دوی ملګری و خو په دغه وخت کې یې دا غوره وګڼله چې په طالبانو اعتماد وکړی خو په دوي نه ، نو ځکه يې د طالبانو په طرف چهاراسیاب ته تلو ته زړه ښه کړ ، چې کله طالبانو چهاراسیاب او د کابل غرب تصرف کړل د همګراي ټیم مشرانو بیا خپلې ژمنې ماتې کړې او د طالبانو خلاف يې خپل توپونه ور وغړمبول.
حزب اسلامی ته يې د روغې جوړې لاس ور اوږد کړ په ګډ حکومت کې د حزب اسلامی د وزیرانو د کار مخه ډب کیده ، احکام يې نه منل کیدل وحیدالله سباوون د دفاع وزیر و خو احکام او امر د مسعود او فهیم منل کیدل ، ارغندیوال د مالیه وزیر خو خزانه له جمعیت او شورای نظار سره وه ، ښاغلی حکمتیار صدراعظم و د څو هفتو حکومت په جریان کې يې د جمعه لمونځونه د کابل ښار مختلفو مساجدو کې اداء کول تر څو عامو خلکو سره وویني د هغوي ذهنیت معلوم کړی خو د همګرايې ټیم اوسنیو او تیرو مشرانو د خپل څو کلن حکومت په وخت کې هم دا ډول جراءت ونکړ .
کله چې طالبانو کابل ونیوه دوي له کابل وتښتیدل نو بغلان کې يې څو کسانو ته وظیفه ور وسپارله چې کله حکمتیار د تراویح په ختم کې په امامت ودریږي نو تاسو يې شهید کړئ ، هغه ګمارل شوي اوجرتی قاتلان په وخت ونیول شول له هغوي ثبت هم شوئ ؤ ، استاد سیاف او استاد ربانی سره دا موضوع شریکه شوئ هم وه خو هغوي د مسعود له ډاره نه غوشتل دا خبره وڅیړل شي ، حکمتیار صیب هم درک کړه چې نور ورسره په لار نشو تلائي ، نوموړی نیول شوي کسان وبښل او ورته يې ویلې وو ، زه تاسو ځکه معاف کووم چې زما د قتل اراده مو کړۍ وه او که بل څوک مو شهیدولو نو محاکمې ته مي سپارلئ ، ښاغلی حکمتیار چې د کندز له هواي ډګر ایران ته تلو د هغه د سوارلۍ په الوتکه يې هم د زیوو ماشیندارو ډزې کړې وې .
زما په حضور یو قومندان له استاد سیاف و پوښتل چې آیا دا حقیقت و چې حزب اسلامی د عوه وکړه چې شورای نظار او جمعیت په دوستۍ کې د حکمتیار د وژلو ناکامه هڅه کړۍ وه ؟
استاد سیاف ځواب داسي ؤ : هو باور مو وشه یو څه خو و ، حکمتیار له هغو کسانو مکمل جریان ثبت کړۍ و ، ماته يې هم وویل چې ولې داسی منافقت تر سره کیږي ، استاد ربانی ته يې هم وویل خو باور مو وشه استاد ربانی نه غوښتل چې د انجنیر مسعود له ډاره دا موضوع وڅیړي ، بیا استاد سیاف په ناببره ډول وویل مسعود هلک ده نه پوهیږي د ده د لاسه مي په ژبه او طالو(تالو) کې ویښتان را شنه شول ، بیا يې په خپله اوږده ژیره لاس راکش کړ او سوړ آسویلئ يې له خولۍ ووت .( زه چې د استاد سیاف د هغه وخت سوړ آسویلئ رایاد کړم نو هیڅ فکر مي نه مني چې له داکتر ګل مرجان (عبدالله) سره دې بیعت وکړی .
شمال کې يې د دوستم او مالک په شخړه کې د جنرال مالک طرف ونیوو تر څو جنرال دوستم وټکوئ ځان ته يې احتیاج کړي، او همداسی ېې وکړل ، خو کله چې دوي ورته احتیاج شول نو بیا يې ترکیه ته منډې ورشروع کړې او جنرال مالک يې په سپیره ډاګ پریښود ، کله چې د امریکا د زمکني پوځ دنده ور وسپارل شوه نو چې کابل ته را ورسول شول په بن کې يې په ډیره بیشرمانه توګه مهم وزارتونه خپل ځان او یوۍ ولسوالی ته جدا کړل او حاجی صاحب قدیر يې دیته اړ کړ چې غونډه ترک کړی ، نه يې د هغه هغۍ ملګرتیا ته وکتل چې د طالبانو خلاف تر اخره په پنجشیر او مشرقي کې ورسره په سختو شرایطو کې ملګری ؤ .
دوام لری .....
نصرالله احمدزی
۲۰۱۴/۰۷/۰۵