د قره قل او چپنی مشر لاسته را وړنی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
منصوراحمدزی                                    (  لمړی برخه )
۱۶ /۰۲/ ۲۰۱۲
زموږ دهیواد درنو لیکوالانودهیواد ستونزی  هر وخت هر اړ خیزه څیړلی دی هغه څیړنی چه بیطرفه د مظلوم ملت ملی ګټو او ملی یوالی په ګټه وی  دستاینی وړدی .
وایی  چه رښتیا وایه که څه هم ترخه وی  

زما پدی لیکنه کی  مطلب سپکاوی کوم شخص یا هم کوم قوم ته ندی ځکه په هر قوم کی ښه اوبد شته یعنی غښتلی تر رټلو ډیر وی بلکه  جنایتکاران او تالی څټی  د ګو تو په شماروی .  .
زموږ دهیواد بنیا دی ستونزی  / قومی / ژبنی /  سمتی / او مذهبی/ ندی بلکه  / نا پوهی /  بی عدالتی /  او پر قدرت باندی د مجرمینو  او مفسد ینو خیټه اچول دی / چه دا نا پوهان او جنا یتکاان د خپل قدرت او ژوند د بقا لپاره بیا د نفاق   اونورومسایلو ته لمن وهی او اوبه خړوی   
جناب حامد کرزی د  ۲۰۰۱ میلادی کال داکتوبر به لمړیو کی د بن په غونډه کی دعبدالستار سیرت په مقابل کی کاندید چه (۲) رایی  تر لاسه اوسیرت  (۱۶) رایی تر لاسه کړی وی مګر دامریکی په خوښه ددسامبر په (۵) نیټه  پر افغانانو دواکمن په توګه  و تپل شو دادی اوس یی څه دباندی لس کاله دحکمرانی تیر شول چه موږ به یی دحکمرانی ځینی لنډی کار نامی را وسپړو چه دافتخار وړدی اوکه دشرم قضاوت دلوستونکو پلاس ..
لمړی :  دار ګ چپن دار دروان میلادی کال د فبر وری په (۷) نیټه دعاشورا دورځی قر بانیانو دکورنیو غړو او ټپیانو سره دارګ په ماڼی کی له نږدی  ولیدل چه پدی لیدنه کی له وظیفوی اړخه لوی څارنوال  کابل ښاروال هم بر خه در لوده چه په خواکی ور سره ګډ وډ مخدوم رهین هم ګډون کړی وه . .
کرزی د (۶۹) شهیدانو کورنیو او (۱۵) تنو ټپیانو ته دنغدومرستو ویشلو تر څنګ کابل ښاروال ته دنده  سپارلی چه د شهیدانو کورنیوته یوه یوه نمره  ځمکه  هم وویشی او  دشهیدا نودکورنیو غوښتنه چه دهغوی ځوانان  دلوړو زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته ولیږی چه دا کار یی  دستاینی وړدی ..
اوس دلته پوښتنی را پیدا کیږی چه د جناب چپن دار غبرګون دنورو سیمو دشهیدانو په مقابل کی هم تر نن ورځی پوری همدا شان وه   په کندهار کی اشغالګرو فوځونو کلی له خاورو سره برابر کړل په هلمند کی په زرهاوو انسانان شهیدان کړل   فراه کی یی کلی له خاورو سره برابر کړل   ښادیانی یی په غم  ولړلی   کنړکی یی کلی بمبارد کړل د ښونځیو شاګردان یی شهیدان کړل  دننګرهار شهیدان نه وه   دغزنی  پکتیکا  لوګر  کاپیسا  بغلان  کندوز  خوست   وردګو میدان  شهیدان یی هم همدا شان وپا لل اوکه دمور اومیری سلوک کوی   ایا هغوی ددی خاور بچیان نه و هغوی حق نه در لود اونه یی لری  اوکه هغوی دکریم خلیلی  او محقق  په شان جنایتکاران  دچپن دار په څنګ کی نلری هغوی ته هم کومه نمره ځمکه ورکړه یا دکورنی کوم غړی یی دزده کړو لپاره بهرته نه بلکه کابل ته هم را ونه غوښتل او که دکمسیونونو په لیږلو سره هغوی تیر باسی هغه کمیسیونونه چه دالس کاله یی پایلی ندی معلومی شوی چه دداسی نا وړه کړنو له امله یی ځا ن دارګ په قفس کی بندی کړی چه داستقلال لیسی تر تالاره چه له ارګ سره  نښتی دیوال لری  اود ولسی جرګی تر تالاره دنه باور له امله په هیلکو پتر کی ټګ  را تګ کوی .

دوهم : دکرزی چپن دار اداری ته څوک چه دکار لپاره مراجعه  کوی په لمړی  لید نه کی  به ورڅخه د تعلیمی اسنادو پو ښتنه کوی که په پښتو ژبه خبری وکړی بیاپه دوهم پړاوکی  امتحان ورڅخه اخلی په هغه کی  چه بریالی شی  نور بیا ورته وایی چه انتظار اوسه . .  
که تعلیم موضو ع په کار کی ضروری وی نور لنډ به دکرزی چپن دار نږدی دری مرستیالان وګورو چه ډول  تعلیم      اوتعلیمی اسناد لری پخوانی لمړی مرستیال یی احمد ضیا مسعود دپنجشیر اوسیدونکی چه داحمد شاه  مسعود د پنجشیر مړه قوماندان ورور وه کوم لیسانس یا ماستری یی در لوده یوازی د بیت المال څخه غلا چه لمړی ځل دیونس قانونی سره یوځای په دوبی کی له نغدو ډالرو او قیمتی ډبرو سره ونیول شو دوهم ځل دوبی کی له (۵۲) میلونه  ډالرو سره     ونیول شو چه په وطنفروشی کی هم دروسانو له وخته  دخپل مشر ورور په شان  تجربی او ماستری لری چه دا یی دبرلین په غونډه کی هم په ډاګه کړه ..
احمد ضیا مسعود په (۱۹۸۲) میلادی کال کی زماسره په یوه میاشتنی سفر دشهید قوماندان عبدالحق په ګډون فرانسه کی یو ځای وه چه ویل یی تر دولسم ټولګی یی داستقلال په لیسه کی درس ویلی دی چه لږ په فرانسوی ژبه  پوهید ه .    

قسیم فهیم دکرزی چپن دار اوسنی  لمړی مرستیال چیری یی هم لوړی زده کړی ندی کړی امریکایی منابع دنوموړی په برخه کی وایی چه نوموړی دروسی جوړه یوه الوتکه لری او پکی دمخدره توکو  قاچاق روسی ته کوی چه په افغان وژنه  وطن سره دښمنی  اوجاسوسی کی یی مار شالی رتبه ګټلی دی  پدی نږدی ورځو کی یی ورور دخواجه بغرا دتیلو ټانګ  څښتن  وواژه بیایی ډرامی پسی جوړی کړی چه پخپله یی ځان وژلی دی چه ورو سته فهیم دیرش زره ډالر کورته ور لیږلی چه دا خبره نوره ارامه  پریږدی مګر دمقتول دکورنی یوه غړی ویلی چه دا قضیه باید تعقیب شی  مګر دا ګرانه  دی چه په غلو غل و نیول  شی .

کریم خلیلی چه دکرزی چپن دارپه  تیره  اواوسنی دوره کی دوهم مرستیال دی  په خپله یوه تیلویزیونی مرکه کی وایی چه په وړوکوالی کی شپون وه پلار یی دسیمی  عادی وګړی ا و دخلکو قرضداروه وایی په  ځوانی کی می سیاست ته مخه وکړه  دمقاومت د جګړوپه وخت کی سازمان نصر په ایران کی جوړیده نوموړی هم بی لدی چه  دهغه له اید یا لوږی څخه ځان خبرکړی دتصادف بر بنا له ورسره یو ځای شو چه وروسته دا ټولی ډلی ټپلی ایران په یوه ډله(وحد ت ) په نوم سره یو ځای کړی چه بیا ښاغلی خلیلی خپله توره له تیکی راوویستله دهزاره جات ټول تعلیم یافته او روشنفکران یی له تیغه تیرکړل توره یی نوره هم تیره دکابل جګړو ته دشورای نظارد لنډغرواو سیاف په مرسته دهزاره قوم دافشارو په سیمه کی ماشومان تور سری  نارینه  ټول قتل عام کړل .
کریم خلیلی په خپله مصاحبه کی وایی چه تعلیم می ندی کړی .  په رښتیا سره که کریم خلیلی تعلیم در لودلای بیا پداسی بی رحمی عام وژنی  نه کولی او هم یی دپردو ډبل جاسوسی ته غاړه نه کیښود له پدی هکله د ( ګری شرون ) کتاب چه د سی آی  ای مشر دافغانستان لپاره وه لیکلی .   
دخپلی شخصی شتمنی به هکله وایی چه تر اوسه کور نلری مګر په دارلامان کی ښار ګوټی دخپل ورور حاجی نبی په نوم سره چه دولتی ځمکی یی چور کړی  لری  دشیر چور (شیر پور) دکور په مورد کی وایی چه هغه کور ورته مار شال صاحب بخشش ورکړی دی  ددی ټولو نه علاوه د(۵۶۰) میلونه ډالرو په ارزښت سره دولتی ځمکه دبګرامیو  ولسوالی مربوطه خلیلی په خپل امر سره داونکس شرکت ته ورکړیدی چه ښار ګوټی پکی جوړ کړی  .      
په درنښت

دوام لری