د قدرمن او ګران ورور فېروز خان افريدي په نوم پرانېستے خط

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
انور شاهين خانخېل
د مظلومو ننګياليو د رب په نامه
ګرانه فېروز خانه وروره!
سلامونه او نېکې هيلې مې قبولې کړئ.
ستاسو له درد او غم نه ډک کلام په تېرو ورځو کښې رارسېدلے ؤ او له ډېرو مصروفياتو باوجود مې ځواب درکول خپله فريضه وګڼله. ستاسو کلام د هر کس په تېره بيا د هغه چا زړۀ دردوي
چې ورباندې دا ناخوالې تېرې شوې او يا تېريږي. په داسې پرله پسې دردناکو واقعاتو باندې انسان حېران او پرېشان شي چې څه ووائي او څه وليکي؟ خو ستاسو په غميزه باندې به بس دومره ووايم چې:
((د هغو کور دې مولا وران کړي چې چا په کور باندې ستا کړي دي برېدونه))
هغه يوه محاوره يا متل دے چې تاريخ خپل ځان بيا تکراروي. نو نن مونږ هم له داسې حالاتو سره مخامخ يو چې په تاريخ کښې په ځلونو او په مختلفو شکلونو کښې تکرار شوي دي، لکه تاسو هم د رحمان او شېطان او د هابيل او قابيل ذکر کړے دے. دا بالکل حقيقت دے چې رحماني او شېطاني قوتونه او يا د هابيل او قابيل پېروکار په هر دور کښې وي خو شکلونه او نومونه يې بدل وي.
په يو وخت کښې چې کله مونږ ناپوهه وو او د انسانانو، جناتو، حېواناتو، نباتاتو او جماداتو له حقيقت نه نۀ وو خبر نو چې څه به رانه ورک شو يا به وويرېدو نو پوه به شو چې دا د پېريانو (جناتو) کار دے خو چې د هغوي نوم به مو اخېستۀ نو له ويرې نه به مو ((پېريان ماماګان)) ويل خو ساده مشرانو به منعې کولو چې داسې نېغ په نېغه د هغوي نوم مۀ اخلئ ځکه چې د شپې به درباندې کټ واړوي. خو چې اوس يې هر کله له حقيقت نه خبر شو نو نۀ مو وويرولې شي، نۀ رانه څه پټولې شي او نۀ راباندې کټ اړولې شي. ځکه چې د ټولو مخلوقاتو په وړاندې د انسان د اشرف المخلوقات والي په حقيقت او په تېره بيا د د ټو�
�و د خالق او مالک خداے پاک په شتون باندې لږ ډېر پوه شو چې هر څه د هغه په ساري ذات په اختيار کښې دي او لياقت لرونکے انسان يې په زمکه باندې خليفه او نائب دے.
نو بس يو ځل بيا له داسې يو حالت سره مخامخ يو. هغه پېريان خو به لا پټ وو خودغه خلق چې نن يې مونږ له بدبختيو سره مخامخ کړي يو ښۀ يې وينو ګورو او ښۀ يې پېژنو چې دغه خلق څوک دي چې زما او ستا کورونه ورانوي، زمونږ د ښځو، سړيو، ځوانانو، بوډاګانو، او ماشومانو وينې په لارو کوڅو کښې بهيوي، سرونه او اندامونه يې پرې کوي، د حجرو، جوماتونو، زيارتونو او امام باړو حرمتونه تر پښو لاندې کوي او په بمونو او بارودو او ځان وژونکو حملو سره يې ويجاړوي؟ ايا دغه خلق په همدې ځمکه او ملک کښې ژوند نۀ کوي؟ ايا د دوي اډې او د وسلو ګودامونه او دا چې دغه وسلې او ورته پېسې ټکې له کوم �
�ايه راځي د حکومت له امنيتي او جاسوسي ادارو څخه پټ دي؟
همدارنګ مونږ عامه خلقو ته هم لږ تر لږه دا پته ده چې دغه خلق چې ما او تا ازاروي څوک دي؟ دوي د کوم فکر خلق دي؟ د دوي جرړې د بشريت په تاريخ کښې کوم ځاے پرتې دي؟ او د چا پېروکار دي؟ خو بيا هم يې نوم نۀ اخلو او که اخلو نو ((ماماګان)) ورسره وايوځکه چې اوس هم شک لرو چې هسې نه که نوم يې بې اودسه واخلو نو کافران يا لږ تر لږه ګناهګار به شو. نن زمونږ غټه بدبختي همدغه ده چې د دغو ناخوالو عوامل او د هغوي نظريات نۀ په ګوته کوواو په دې جرم کښې له حکمرانانو، مېډيا او رسنيو نه واخلې تر علماؤ، شاعرانو، ليکوالانو او عامه خلقو پورې مونږ ټول شريک يو. مونږ خپل قوم، ملت،خپل اولا
دونه او خپل موجوده او آئنده نسلونه له حقيقت نه نۀ خبروو او د بوسو لاندې اوبۀ بوځو.
لکه تر ټولو ګران کار ځان وژنه ده نو چې يو کس يا په خپله ځان وژني يا بل يو کس ځان وژنې ته تياروي او هغه ځان وژونکے کس په هره حجره، په هره جلسه، په هر جومات، د ولي الله په زيارت او د امام حسېن (ع) د شهادت په ياد تازه کوونکې امام باړې باندې ورځي او د دغو مقدسو ځايونو حرمت پائمالوي او له ځان سره بې شېمره بېګناه مسلمانان په خاورو او وينو کښې لوغړوي او يا د دغو ځان وژونکو تياروونکي کسان چې لازماً به نېغ په نېغه له امريکې يا د کفر له بل هېواد نه نۀ وي راغلي بلکې زما او ستا په جوماتونو او مدرسو کښې روزل شوي د ږيرو او پګړۍ خاوندان به وي. که څه هم په غېر مستقيم توګ
ه د کفري قوتونو خدمتګار دي خو دغه ټول عمليات په دې نيت سره کوي چې جنت وګټي نو په داسې حال کښې خامخا د دې اقدام شا ته يو فکر او نظريه پرته ده.
نو بس زمونږ د بدبختۍ اصلي سبب هم دغه زمونږ ناپوهي يا په حقيقت سترګې پټول دي چې د دې ناخوالو اصلي عاملان، د هغوي نظريات او عقائد د هغوي تېر شوي مشران او د هغوي اوسني باداران نۀ په ګوته کوو.
پکار دي مونږ خلق له دې حقيقت نه خبر کړو چې دغه کسان څنګه د شېطان او قابيل پېروکار دي؟
پکار دي ورته دا حقيقت په ډاګه کړو چې دا خلق له نظرياتي لحاظه د حضرت ابراهيم (ع) په مقابل کښې د نمرود پېروکار دي، دا د حضرت موسی (ع) په مقابل کښې د فوعون پېروکار دي، دا د خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) په مقابل کښې د ابوسفيان پېروکار دي، دا د حضرت علي (ع) په مقابل کښې د معاويه او خوارجو پېروکار دي او دا د سيدالشهداء او د جنت د سردار امام حسېن (ع) په مقابل کښې د يزيد پېروکار دي او نن د مومنانو او مسلمانانو يعنې د شيعه او سني په مقابل کښې د امريکې، صهيونېسټو او آل سعود پېروکار دي.
که هر کله مونږ د شف شف کولو په ځاے شفتالو وويلو نو ټول مسائل به حل شي.
د خداے لاک لاک شکر دے چې نن په دنيا کښې يوه لويه بېداري شروع شوې ده هم په اسلامي هېوادونو او هم په غېر اسلامي هېوادونو کښې د بېدارۍ غورځنګونه شروع شوي دي. په اسلامي هېوادونو کښې ډېکټېټر او يزيد صفته او د خلقو په څټونو باندې مسلط د امريکې او اسرائيلو ګوډاګي واکمنان يو يو له تخته سر د لاندې راغورزيږي.
بل طرف ته د کميونزم او اشتراکي باطل نظام له ختمېدو نه پس کېپيټلزم او سرمايه داري نظام هم د ختمېدو په حال کښې دے، ولسونه رابېدار شوي دي او د حق او حقيقت په لټه کښې دي. زما په خيال چې د خداے رحم او رحمت په جوش کښې راغلے دے. او هغه ورځ انشاء الله لرې نۀ ده چې ((دودهـ کا دودهـ او پاني کا پاني)) به شي، تور او سپين او حق او باطل سره به جدا شي او خلق به يې په ډاګه وپېژني.
ارواښاد غني خان داسې يو تور او تيارۀ او له ظلم او ستم نه ډک ماحول او له هغۀ نه پس د سپين صبا راتلل داسې انځور کړي دي:

رحم ورك شى ظلم ډېر شى
سړيتوب له سړو هېر شى
يو سور اور ترېنه چاپېر شى
هرڅرک خپل عذاب كښې ګـــــېر شى
قانون مړ شى زور نادر شى
نر تالا ګيدړ دلېر شى
بې غېرته عزتمن شى
سپے غړمبيږي ببرشېر شى
زر شى زور د هرچا خان شي
خوارغريب په ژوندستومان شى
بدخنزير د هر چا پلار شى
كه خنزير سره مال ډېر شى
وزير غل امير ډاكو شى
ايماندار په سيند لاهو شى
روغ به مرى يا به غل كيږى
چې ټول غلۀ ترې نه چاپېر شى
ټـــــــول وطـــــن يو تــــور ځنګــل شى
يو د بل په غــــوښو پـــــــائى
ځناور ترې امان غواړي چې انسان په كومه تېر شى
علم چل شى مذهب دام شى
رنګ حلالو کښې حرام شى
هــــر سبا لكــــه ماښام شى
ژونـــد پـــه تور آفت كښې ګــــېر شي
دغه وخت کښې د خداے رحم او رحمت په جوش كښې راشى
چــرتـه غلـے د چا كـور كښې يـو حُسـین پکښې پیدا شــــى

نو بس په داسې ماحول کښې به نۀ يوازې امام حسېن (ع) بلکې، حضرت آدم (ع)، حضرت ابراهيم (ع)، حضرت موسی(ع) حضرت محمد مصطفی(ص) او حضرت علي(ع) ان تردې چې ټول برحقه رهبران به د امام حسېن (ع) له اولاد څخه د اخيري دولسم او برحقه امام حضرت امام مهدي (ع) په لباس کښې ظهور کوي. هغه به د ټولو برحق او الهي رهبرانو د وراث په توګه د مظلومو او بې چاره انسانانو لاس نيسي او د هغوي حقوق به له ظالمانو او ستمګارانو څخه اخلي او د خداے د ګران رسول (ص) د مبارکو احاديثو له مخې به ((دنيا له عدل او انصاف څخه داسې ډکوي لکه څنګه چې له ظلم او ستم څخه ډکه وي.))
او د ارواښاد خوشحال بابا په قول:
بل امام، امـــام مهـــدي دے
چې د درست جهان هادي دے

ځکه چې نن ټول جهان د حق او حقيقت تږے دے او څوک يې په ارادي توګه او څوک يې غېر ارادي توګه د ظهور په انتظار کښې دي. او د ارواښاد حمزه بابا په قول:
بې رنګه بهار دے اوچ د زړۀ ګلزار دے
اے د رسالت امـــامه تــا ته انتظار دے

هغه به يوازې د مسلمانانو يا يوې فرقې مدد او مرسته نۀ کوي بلکې ټول انسانيت به له ګمراهۍ، جهالت،ظلم او ستم څخه د حق او حقانيت په لور هدايتوي. او حتی د حضرت عيسی (ع) په شان يو ستر پېغبر به هم په هغه امام پسې په نمونځ کولو او د هغۀ تر جنډې لاندې له ظلم او ستم سره په مبارزه کولو باندې فخر کوي.
خداے پاک دې د هغه هستۍ ظهور زر ترزره او زمونږ په ژوند کښې په داسې حال کښې وکړي چې د هغۀ د مکتب په پېروکارو کښې يو نه په مخالفينو کښې. آمين ثمه آمين.
ستاسو ورور
انور شاهين خانخېل
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.




د عزتمن فېروز خان افريدي لخوا ځواب

ګرانه او قدرمن انور شاهين خانخيل صاحبه

سلامونه مې ومنه

ستاسو له طرفه زما د نظم په ځواب کښې زما سره د خواخوږۍ په توګه يو اوږد مګر انتهائي د درد او فکر ډک ليک راغلے د کوم د لوست نه پس ، زه په دا اندازه لګولو کښې څه مشکل نه محسوسوم،چې تاسو زما سره څومره په دې غم کښې شريک او فکر مند ئې.زه ستاسو په دې خواشينۍ د زړه له کومي شکريه ادام کوم
ورسره د امت مسلمه د پاره ستاسو د درد ،انديښنو او غم ژړا انګوله جوت احساس ترې راولاړيږي.
زه په اخير کښې د رب العزت نه د ټول امت او بالخصوس ستاسو د پاره دا دعا کوم چې الله د تاسې د هر قسم‌غم نه په امان کړي

امين

ستاسو ورور
فيروز افريدي