ډزې

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

میرویس نجیبي 
دې وطن کې مدام ډزې وي جانانه 
سهار ډزې ماښام ډزې وي جانانه 
د غیرت په نوم اکثره داسې کیږي 
په نوبت د حمام ډزې وي جانانه

 
شعاریان دي عمل نشته دی جنګیږي 
تش په نوم د اسلام ډزې وي جانانه 
اوس پنا وړي مسلمان د کفر کور ته 
د جومات په امام ډزې وي جانانه 
اخر څنګه سړی پوه شي چې دا څه دي ؟
په سجده په قیام دزې وي جانانه 
دلته مه راځه شهیده رانه نه شې 
زه درځم چې ارام ډزې وي جانانه 
وخت بی وخته دی میرویس کله درتلی شی 
غلاوې ډيرې په بام ډزې وي جانانه