بلبله

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نرۍ لښتې پر سوکه بره ناسته ده بلبله

د تند باد څپو ته ټینګه په ډاډ ناسته ده بلبله

که هر څو لښته په زوره ښکته پورته ځي تروره

خو بې خيال ډېره مغروزه هلته ناسته ده بلبله

نه يې وهم له توفان دی نه د لښتې له شکنه

ښکته پورته لښته درومي پرې خوشحاله ده بلبله

له خوښۍ سندرې بولي زړه يې ډک د عشق له ځواکه

ولولې د مینې شیندي سحر ګره ده بلبله

هک حیران شوم چې دا څومره زړه وره او بې باک ده

په هنر او په آواز کې هم بې سیاله ده بلبله

د باد زور ته نرۍ لښته ډېر کمزورې او لړزان ده

خو د ټال شان  زنګېدو ته ډېر خوشحاله ده بلبله

له سندرو به يې موړ نه شې بې رقیبه په دنیا ده

چې وزر يې دي په څنګ کې  نو بې ډاره ده  بلبله

 عبدالملک پرهیز