بغدادی پیر د یارلسمه برخه

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیز الله  حقپال
!یو ځل بیا ږېره پرېږده_ :دا خبره ښه نه شوه راباندې تمامه، ومې ویل د بریتانیې په استخباراتو کې یواځې ډېوېډ جونز نه دی، نور هم باید خطر ومني، بل یوه ته _ !ووایه :چانسلر یو ګام شاته شو، سترګې یې رډې را وختې، چیغه یې کړه !نو ته د ملکې امر نه منې_ .غلی وم :چانسلر پر څوکۍ کېناست، ورو یې وویل له تا مې دا تمه نه درلوده. سم وایې، په استخباراتو کې ډېر خلک کار کوي، خو ډېوېډ _ جونز ) یو ( دی. که مو بل ډېوېډ جونز لرلای، نو ته مو په رخصتۍ کې تر دې ځایه نه

.راغوښتې پورته کوټې ته وختم، پر مېز نوي او زاړه اخبارونه پراته ول. یو اخبار مې را پورته کړ، امان الله خان د اروپا له سفره بېرته راغلی و، ده له څو اسیایي او اروپایي هېوادونو سره ګڼ نظامي، اقتصادي، تجارتي... فرهنګي تړونونه لاسلیک کړي ول. وروسته د اخیستل شویو وسلو او نورو قراردادونو لیست راغلی و. امان الله خان په دې سفر کې له اروپایي هېوادونو شپېته زره نوي ټوپکونه، یو سلو شپږ توپونه، اته جنګي الوتکې، پنځه زغروال موټر، په .زرګونه نظامي خولۍ، پتکونه، درې زره دوربینونه... اخیستې ول له اروپایي هېوادونو سره یې په افغانستان کې د قند، کاغذ، تار، ټوکر، جاکټ، جورابو، ....درملو، برقي او زراعتي وسایلو... د جوړولو د فابریکو قرادادونه امضا کړي ول فکر مې خټه شو، خو بل اخبار مې تندی ورین کړ، امان هللا خان له اروپایي سفره له راتګ وروسته لویه جرګه را غوښتې وه، د جرګې غړو ته یې خپل تصمیمونه ویلي ول، د دې :تصمیمونو مهم تکي لیکل شوي وو د مریدي له مینځه وړل، د ښځو د چادرۍ لیرې کول، د بریتانوی هند د دیوبند په مدرسه کې د افغانانو په زده کړه بندیز، له مالیانو له سره امتحان اخیستل، د تذکرو وېش، د عسکري ...جبري کېدل، بهر ته د زده کړې له پاره د ځوانانو لېږل، د وړو نجونو نکاح منع کول دا هغه څه وو چې مالیانو نه غوښتل، تر ټولو ډېر مخالفت یې د شوربازار د حضراتو مشر .نور المشایخ فضل عمر مجددي کړی و انګرېزي اخبار مې را واخیست، سلامت مخ یې د شینوارو پاڅون ته ځانګړی کړی و، ....تبلیغات تاوده ول، د امان الله خان پاچاهي یې نسکوره ګڼله یوه میاشت له چانسلر او ځینو نورو انګرېزانو سره پر پالنونو وغږېدم، د سفر له پاره هر څه تیار شول، بس! یواځې ږېرې ته ماتله وم. اه! ږېره! که ږېره په پیسو اوږدېدای، نو چانسلر .زما د ږېرې د اوږدېدو له پاره تر میلیونونو روپیو تېر و پاتې سلامته میاشت ونه لمبېدم، خیرن ځان، اوږدو له خیرو ډکو نوکانو او څپولو وېښتو مې .پیري نوره هم تقویه کوله وخت را ورسېد، شنې مرۍ مې غاړې ته واچولې او یو ځل بیا له قدم شاه سره سمڅې ته .ورغلم د یو کال ورکېدو بانه جوړه وه، بغدادي پیر خو یواځې د ملک ځونډي له پاره نه و پیدا، په .ټوله دنیا کې یې مریدان لرل په یوه میاشت کې څو ځله له خانانو او ملکانو سره وغږېدم، نالیدلي خوبونه به مې ورته تېرول، د سقاو زوی مې د دې ټولو مشکلاتو حل ګاڼه، ویل به مې چې په همدې سړي پسې .ودرېږئ، خوب مې لیدلی، همدا مسلمان ځوان به مو له کوپره راباسي پاچا ته د خلکو زړونه هسې هم ډک ول، خو زما خبرو نور هم وپړسول. د پاچا پر ضد سلامت لښکر تیار و، خو ما د اوس له پاره درې سوه تکړه ځوانان ترې را بېل کړل او د .کابل شمال ته مې مخه کړه یوه اوونۍ وروسته مې د سقاو زوی په یوه زړه کال کې ولید، ساده سړی و، پیرانو او .حضراتو ته یې له حده تېر احترام درلود له دې سړي سره د شپې تر ناوخته ناست وم، غیبي مرستې یې یادولې، ویل یې چې په فالني ځای کې مې یو پیر ولید، رایاده یې کړه چې خوب مې لید، پر سپین آس سپور یې، توره دې په الس کې وي، کاپر امان الله منډي درنه وهي.... لاړ شه، فالنی ځای وکینده، غیبي مرسته .درته پرته ده ....ځای مې وکېنده، نوې ټوپکې او ډېرې پیسې ترې را ووتې د سقاو د زوی ټولې کیسې د پیرانو او غیبي مرستو په اړه وې، ځان یې سر له اوسه د .افغانستان پاچا لید ګرم نه و، پیرانو، ملنګانو، مالیانو، حضاراتو، په غال تورنو حاکمانو، له وظیفو شړل شویو .وزیرانو... ټولو د امان الله خان ورکېدا غوښته پټې او ښکاره جلسې نیول کېدې، د سقاو د زوی خبرې چلېدې، ان په پوځ کې یې هم ډېر هغه .کسان خپل کړي وو چې پاچا به غالوو او فساد ته نه پرېښودل چاچې به په کوهدامن کې د امان الله خان له نوم سره د ) غازي ( ټکی وتاړه، سر یې قلم کېده، ....کور ته یې اور لوېده، ښځه او لوڼې یې د مینځو په نوم پر خپلو قوماندانانو وېشلې د سقاو زوی ته ځینو شېخانو د خادم دین رسول الله لقب ور کړی و، خلکو به د دې سړي غالوې او ظلمونه په خپلو سترګو لیدل، خو سوڼ یې هم نه شو کوالی، د دې سړي پر .وړاندې ان له تریو تندي هم د کوپر مانا اخیستل کېدله. تریو تندی یانې مرګ د اورلګیت وار را ورسېد، د سقاو د زوی په مشري زرګونه کسان د کابل پر ښار ور غلل، .دوې ورځې وروسته احوال را ورسېد چې امان الله خان د غزني خوا ته مخه کړې .د هوساینې سا مې وایسته، د انګرېز پاشلو تېلو اور اخیستی و یوه اوونۍ وروسته کابل ښار ته ورغلم، اه! له ښاره سا ختلې وه، تورې ورېځې د اسمایي تر غره را ټیټې وې، دوکانونو ته کولپونه ور لوېدلي ول، په کوڅو کې مې یو- یو بنیادم لید، په .خټو کې ټیټ سرونه روان ول... ځای ځای به د دار په پایو پسې ځړیدلې کسان زنګېدل یو ځای مې چیغې واورېدې، څو وسلوال په یوه سړي کې ختل، ویل یې چې دا کاپر دی، د امان الله خان په وخت کې یې خپله لور کوپر ته د درس له پاره ور لېږلې وه، سړی یې همالته .وویشت ارګ ته ورغلم، چمن له لندو دوسیو او کاغذونو ډک و. کړکۍ ماتې وې، په ونو کې قفسونه .را ځړېدل، بندي زرکان غلي پراته ول .د ارګ پر دفترونو را وګرځېدم، مېزونه، څوکۍ، المارۍ، غالۍ... هېڅ هم نه وو پاتې پر دېوال غټې رسامي شوې نقاشي ته ودرېدم، د سپینو بتانو سرونه په برچو یا کوم بل تېره شي، خراب شوي ول، خو شنې اوبه، غرونه او د غرونو په لمنو کې شنې ونې پر خپل ځای .پاتې وې د امان الله خان دفتر ته ورغلم، دېوالونه یې تک تور ول، د سوځېدلو کوچونو یواځې فلزي .سپرنګونه پاتې ول بېرته چمن ته ورغلم، یوه دوسیه مې را پورته کړه، د تجارت د وزارت د کلني راپور له پاڼو ډکه وه. بل کاغذ مې را واخیست، په کابل کې د یوه لوی پوهنتون د جوړېدو د قرار داد کاپي .وه دوې، درې، نورې په خټو لړلې دوسیې مې وکتې، د افغانستان په څو لویو ښارونو کې د لویو ....ښارګوټو د جوړېدو له نخشو او اسنادو ډکې وې په رڼا ورځ د بریتانیې سفارت ته ورغلم، وېره مې نه درلوده، بې سرپوښه وطن و، چا به !پوښتنه کوله چې بغدادي پیر د انګرېزانو په سفارت کې څه کوي .سفیر مې ولید، خوشاله و سفیر وویل چې د سقاو د زوی په امر د بریتانیې له سفارته پرته، نور تول سفارتونه تړل .شوي دي د سفارت ځینو مامورینو کیسې راته وکړې، د خلکو کورونه چور شوي وو، نجونو او ځوانو .ښځو ته لاس ور لوېدلی و، په سپینو هلکانو پسې کورونو ته ور اوښتي ول ....بانکونه، دولتي شتمنۍ، دوکانونه، فابریکې... هېڅ هم نه و پاتې څو ورځې وروسته احوال راغی چې خادم دین رسول الله خلکو ته خپل اصالحي پروګرامونه .تشریح کوي .ورغلم، په یوه لویه میدانۍ کې ګڼ خلک را ټول ول. مخکې لاړم، له علماوو سره کېناستم شېبه وروسته یو تور موټر او پر اسانو سپاره ګڼ کسان راغلل. حبیب الله(د سقاو زوی)د موټر له مخکیني سېټه را کښته شو، ږېره یې لنډه کړې وه، د اغوستې تورې دریشي پایڅې یې .ور پورته کړې وې .له علماوو سره یې ستړې مشې توده وه لومړی د شوربازار حضرت وغږېد، د حبیب الله کارنامې یې یادې کړې، ویې ویل چې دا وطن همدې خادم دین رسول الله له کوپره وژغوره... په پای کې یې نوي پاچا ته اوږده دعا .وکړه حبیب هللا خان ودرېد، خپلې پخوانۍ کارنامې یې را واخیستې، ویې ویل چې د امان الله خان بت پرستي او کوپر د دې سبب شو چې د هغه په ضد را پورته شي... یاده یې کړه چې په لومړیو کې څوارلس زره نغدې روپۍ او نولس ځوانان را سره ول، ورو ورو ډېر شول، بیا .مالیکې مرستې ته راغلې... دا وطن مو له کوپره وژغوره نور به د بیت المال پیسې پر خپلو عسکرو او مالیانو لګوم چې عبادت وکړي... د نجونو مکتبونه بند دي، هلکانو ته هم د مکتب کوپري کتابونه فزیک، ریاضي، کیمیا... ښه نه دي، له .دینه یې باسي، دوی باید مدرسو ته الړ شي له دې وروسته د عدلیې، تعلیم او تربیې، حفظ الصحې... وزارتونه ته ضرورت نه شته، عدل ...د مالیانو کار دی، ناروغۍ په دم تاویذ ښه کېږي، د تعلیم او زده کړې له پاره مدرسې لرو مالیات نه اخیستل کېږي... په دې وطن کې یواځې انګرېزان سفارت درلودای شي، ځکه دوی له موږ سره په ګډه کاپر پاچا را وپرزاوه، نور کوپري هېوادونه د سفارت حق نه لري... ....ورځئ! خپل ساعت تېر کړئ، چرګان او مړزان وجنګوئ .په پای کې یې ځان د افغانستان امیر اعلان کړ څو ورځې وروسته بیا ارګ ته ورغلم، د سقاو زوی په جګو پښو پر څوکۍ ناست و، مخې ته .یې جنګې چرګان تړلي ول. دی په ټکي نه پوهېده، د خلکو عریضې به یې شفاهي اورېدې .بیا د هغو بندیانو وار شو چې د امان الله خان په دوره کې یې لوړې څوکۍ درلودې لومړی یې یو ډنګر سړی را ووست، دا سړی په تېر حکومت کې د موزیم ریس و. د سقاو ...زوی د موزیم په مانا نه پوهېده، یوه بل ورته وویل چې دې سړي زاړه بوتان ساتل د سقاو زوی سترګې پټې کړې، چیغه یې کړه چې د بت پرستانو دید ناروا دی، مه یې ځنډوئ، .همدا نن یې سر په لاهوري دروازه کې راو ځړوئ .بل لاس تړلی بندي یې را وایست. دا سړی د امان الله د مالیې وزیر میر هاشم خان و :د سقاو زوی وویل !دا کاپر مو ولې تر اوسه ژوندی پرېښئ_ :هاشم خان وویل !سم مسلمان یم_ !د سقاو زوی چیغه کړه !دې وطن ته دې کوپر را ووست، بودېجه تا جوړه کړې وه_ :وزیر وویل هو، خو بودیجه د حساب دارۍ یو پخوانی سیسټم دی، په کورونو، دوکانونو کې هم بودیجې _ ....لرو، بودیجه یواځې یو نوم دی !د سقاو زوی چیغه کړه !چېلم راوړئ :وزیر ته یې وکتل، ویې ویل !ورک شه_ په دوو ساعتونو کې اتیا کسان محاکمه شول. ځینې یې زندان ته ولېږل، نور ته یې د مرګ حکم واوراوه.... د کابل پر څلورو دروازو باید سرونه را ځړېدلې وای، دا سرونه د نورو له .پاره عبرت ول .نور مې په کابل کې پاتې کېدا ګټه نه درلوده، څه چې بریتانیې غوښتل، ترلاسه یې کړل پېښور ته له تګه یوه ورځ مخکې یو ځل بیا ارګ ته ورغلم. زینتې بوټي، ګالن، چمن... له بېخه ایستل کېدل... د سقاو زوی امر کړی و چې دا بې ګټې شیان له ریشو را وباسئ، پر ځای !یې ترکاري وکرئ بیا په ښار کې وګرځېدم، د پخوا غوندې نظافت نه و، ډېر کسان به په لارو کوڅو کې رفع حاجت ته کېناستل... ډېرو دوکانونو ته کولپونه ور لوېدلې وو. لارې، کوڅې له شنو چادریو .ډکې وې، ښځو، ماشومانو او ځوانو نجونو سوال کاوه مخکې لاړم، د حبیبیې د لیسې ټولې شیشې ماتې وې، په لویه میداني کې یې غواوې ...ګرځېدې .سوزان کتابچه کېښوده، ګروپ یې مړ کړ * * * ....ټک شو، توپ له بېټ سره ولګېد، سوزام منډه واخیسته، توپ په چمن کې رغړېده !ټام چیغه کړه !څلوریزه_ :سوزان توپ را واخیست، بېرته راغله، خپل ورور ته یې وکتل، په ستړې ساه یې وویل !بس ده! نوره مې پرېږده_ :د ټام تندی تریو شو .نه، اوس به زما وار را تېروې_ :سوزان وویل .ما دېرش منډې کړې، ته لا په شپاړسو کې یې، پاتې منډې مې در بخښلې، تا وګټله_ !ټام چیغه کړه .له اوله به دې کرکټ نه کاوه، نه به راتلې، اوس باید زما پنځه اووره را پوره کړې_ :سوزان توپ پر ځمکه واچاوه .بد مې وکړل، بخښنه غواړم_ :د لارا غږ راغی !څه خبره ده، ولې سره خورئ_ ...سوزان ور وکتل، مور یې په چمن کې ناسته وه، پر مخ یې د لمر ضد کریم وهل :سوزان وویل .مورې! که وخت لرې، نو زما پرځای درې پاتې اوورونه ور پوره که_ .سوزان لاړه، کتابچه یې ور واخیسته، ډېوېډ جونز یودېرش کاله وروسته تاریخ لیکلی و م. کال_داپریل شپږ ویشتمه!_ لندن ۱۹۶۰ تېر مازدیګر تلویزون ته ناست وم، درې اویا کلن یم، غوږونه مې درانه دي، له غوږۍ _ پرته، غږ سم نه اورم. یودم پر تلویزون یو تور او سپین عکس راغی، دا څېره شناخته راته واېسېده، پر ذهن مې فشار را ووست. د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان د ځوانۍ عکس .و په بېړه ودرېدم، د تلویزون غږ مې لوړ کړ، امان الله خان د سویس په یوه روغتون کې له .وطنه لیرې، په بې کسي کې سا ور کړې وه بېرته پر څوکۍ کېناستم، پر اوږه مې څه ولګېدل، د اووه کلن لمسي کوچینی لاس و. ماشوم په :حیرانۍ راته وویل !نیکه! ته ژاړې_ !ځان ته مې پام شو، ما په ریښتیا ژړل، خو ولې؟! نه پوهېدم کوټې ته لاړم، کتابونه مې ولټول، له کلونو وروسته مې د یادښت کتابچه را واخیسته. ومې .کته، وروستی یاداښت مې یودېرش کاله مخکې لیکلی و په دې کلونو کې مې امان الله خان یواځې یو ځل ولید، په ۱۹۵۵ م. کال کې مې مور مړه !شوه، نوي کلنه وه، وصیت یې کړی و چې جنازه به مې خپل پلرني وطن، ایټالیا ته وړئ مور مې په روم کې خاورو ته وسپارله. منی و، د ایټالیا هوا تر لندنه توده لګېده، فکر مې .وکړ، توده هوا مې هډوکو ته ښه وه څو ورځې په ایټالیې کې پاتې شوم، یوه ورځ مې امان الله خان په ذهن کې را وګرځېد، پوهېدم .چې په روم کې اوسي، خو دقیق ادرس یې نه و رامالوم د افغانستان سفارت ته ورغلم، بانې یې کولې، نه پوهېږم ولې یې له پخواني پاچا سره زما لیدل .نه خوښېدل. په سخته مې قانع کړل، ادرس یې راته ولیکه .کاغذ ته مې وکتل، پخوانی پاچا د ښار په تر ټولو غریبه برخه کې اوسېده .یو سهار مې ټکسي ته الس ورکړ، شل دقیقې وروسته د یوه پارک پر غاړه کښته شوم یوې ځوانې نجلۍ ته مې کاغذ ونیو، شمال لور ته یې ګوته ونیوله، مجبور وم، باید په پارک .کې تېر شوی وای پر ژېړ چمن ژېړې پاڼې پرتې وې. څو ماشومانو فوټبال کاوه، زاړه کسان پر اوږدو څوکیو لمر ته ناست ول. مخکې الړم، سرې او ژېړې پاڼې مې د بوټو تر تلیو لاندې کېدلې... یو ځای .ودرېدم، بېرته مې شاته وکتل، یو څوک پر اوږده څوکۍ ناست و، اخبار یې وایه نږدې ورغلم، دا غټې سترګې شناخته راته واېسېدې. مخامخ ورته کېناستم. حساب مې وکړ، دوه شپېته کاله! نه وم غلط، امان هللا خان به په دوه شپېته کلنۍ کې خامخا همداسې څېره درلوده. ور نږدې شوم، پر سړي مې سیوری ورغی، شپو خولۍ یې له څوکۍ ور پورته کړه، :کېناستم، په انګلیسي مې وویل !هوا ښکلې ده_ !غټې کڅوړنې سترګې یې را واړولې، موسک شو، لنډ ځواب یې راکړ !ډېره_ .بېرته یې اخبار سترګو ته ونیو ور ومې کتل، د زاړه، خو پاک بالاپوښ ګروې ) تڼۍ( یې تر غاړې پورې تړلې وې، له لیرې .یې د مخ ګونځې دومره ژورې نه ښکارېدې ټپ شو، توپ پر اخبار او بیا د سړي پر اوږه ولګېد، یو ماشوم راغی، بخښنه یې وغوښته، سړي توپ ور واخیست، د ماشوم پر سر یې لاس تېر کړ، توپ یې ورته ونیو. ماشوم موسک شو، مننه یې وکړه .سړي بېرته اخبار ته وکتل :په انګلیسي مې وویل !په ماشومتوب کې دې کومه لوبه خوښېدله؟_ :سړي را وکتل، ویې خندل .د آس سورلۍ_ .بېرته یې سر وځړېد :یوه شېبه ناست و، بیا ورو ولاړ شو. ګام یې واخیست، په پښتو مې وویل !مېلمه یواځې پرېږدې :نېغ یې راته وکتل، سترګې یې وځلېدې، په خوند یې وویل !افغان یې؟_ .راغی، تر الس یې کش کړم، ودرېدم، تر ډېرو یې په غېږ کې نیولی وم. نه یې پرېښودم :ومې ویل !نه! پرنګی_ :ویې ویل .ټوکې مه کوه! پرنګیان او داسې صافه پښتو! ډېر سره لیرې دي_ :ومې ویل ډېوېډ جونز یم، په ۱۹۱۹ کال کې ارګ ته درغلی وم، درې کسه وو، د چانسلر لیک مو _ .درووړ، په کابل کې مو د خپلو څو نمایندګانو پاتې کېدا غوښته د سړي لاسونه مړه شول. تر څنګ مې کېناست، سر یې څو ځله یوې، بلې خواته وخوځاوه، :یودم یې وخندل !اه! پرنګیانو! دلته هم نه یم درنه خالص_ :ومې ویل خو اوس مې تقاعد اخیستی، له سیاست سره کار نه لرم، ایټالیا ته مې د خپلې مور جنازه _ .راوړه، ته مې په ذهن کې را وګرځېدې، لیدو ته دې راغلم :امان الله خان ودرېد، تر لاس یې ونیولم، په موسکا یې وویل راځه! کور ته ځو، بیا ونه وایې چې یوه افغان بوډا په پردي وطن کې خپله مېلمه پالنه هېره _ .کړې وه تر پارک ووتو، تنګه کوڅه راغله، امان الله خان په یوه زاړه کور کې اوسېده. پورته وختو، وړه کوټه وه، پر زړه، رنګ خوړل شوې غالۍ یو کټ، کوچینی مېز، دوې څوکۍ... ښکارېدلې. کېناستم، شاوخوا مې وکتل، وړه المارۍ له کتابونو ډکه وه، پورته د لرګي په چوکاټ کې کلیمه نیول شوې وه، کټ ته نږدې، په تاقچه کې د جاینماز پر سر کوچینی قرآن .شریف ایښی و :امان الله خان د باندې ووت. زاړه وره چولې درلودې، غږ یې راته، یو چا ته یې وویل !څه مو پاخه دي؟_ !ښځینه غږ راغی !لوبیا_ :امان الله خان وویل !مېلمه لرم، قابلي پلو پوخ کړئ_ :ښځینه غږ وویل !غوښه نه شته_ !یو څوک پسې ولېږئ_ :دروازه خالصه شوه، امان الله خان بېرته راغی، ویې ویل .کړکۍ ته کېنه، کوټه سړه ده_ څوکۍ مې وکښوله، د لمر وړانګې مې اوږو ته سیخې شوې. امان الله خان پر کټ کېناست، :ویې ویل اوس مې نو سم زړه ته ولوېده چې ډېوېډ جونز یې، فکر کوم چې یو ځل مو بیا هم سره _ .لیدلي و :ومې خندل هو، زه او سفیر دې په نیمه شپه کې در وغوښتو، ویل دې چې انګرېزان د افغانستان په _ شمال کې مداخله کوي، خلک یې مسلح کړي دي، سفیر ته دې د هغه له خوا امضا کړی سند ورکړ، ورته ودې ویل چې په دوه اویاوو ساعتونو کې به له افغانستانه وځې. یوه اوونۍ .وروسته دې زموږ انګرېز جاسوس اعدام کړ :امان الله خان سړه ساه وایسته .اې پرنګیانو، حق مو و، وطن مو را غرق کړ_ :ومې خندل .ته هم ګرم وې، ډېر تېز تلې_ .راته ویې کتل، څه یې ونه ویل د کوټې دروازه وټکېده، امان الله خان ولاړ شو، بېرته له پتنوس سره راغی. دوه ګیالسه یې له .شنو چایو ډک کړل :کړکۍ ته ودرېد، ویې ویل !هاغه ماشومان وینې؟_ ودرېدم. لاندې پاک، سوتره او صحتمند ماشومان روان ول، خندل یې، په مالوو پسې یې د .مکتب بکسې تړلې وې :امان الله  خان وویل دا ماشومان پچې نه جارو کوي، په دوو اوزو پسې هم ټوله ورځ نه دي روان، لوږه نه _ پېژني، مکتب ته ځي، خاندي، تفریح لري، تلویزون ته ګوري، غم نه ویني، د توپک ټک یې ....نه دی اورېدلی، روغ دي، له ژونده خوند اخلي :غلی شو، ویې ویل د هاغه دوکان تر مخ ناست بوډا زموږ ګاونډی دی، پنځه څلوېښت کاله یې په یوه فابریکه _ کې کار وکړ، اوس کرار ناست دی، د تقاعد پیسې ورته راځي... نه زوی ته احتیاج دی، نه .لمسو ته، تر مرګه به په ګېډه موړ او پر تن پټ وي هاغه بله ځوانه ښځه ډاکټره ده، اته ساعته کار کوي، خو څوارلس ساعته هوسا ژوند لري، کونډه ده، خو دومره پیسې پیدا کوالی شي چې د خپلو اولادونو، درس، روغتیا، خوراک، .تفریح... ته ورسېږي دا د روم تر ټولو غریبه سیمه ده، خو کورونه یې څلرویشت ساعته برق، ګاز او اوبه لري... کوڅې یې پخې دې، مکتب او روغتون نږدې دی، په دې ټوله غریبه سیمه کې به یو سوالګر .هم ونه وینې :غلی شو، بېرته پر خپل ځای کېناست، پیاله یې ور پورته کړه، ویې ویل سم وایې، زه تېز تلم، ځکه وخت کم و، ما ویل چې په خپل ژوند کې پو پرمختللی افغانستان ووینم. داسې وطن چې اوسېدونکې یې د دې خلکو په څېر ارام ژوند ولري، لوږه ونه پېژني، تعلیم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ور مالوم وي، په کورونو کې د مورچو د جوړولو پر ځای، د کتابونو ځای جوړ کړي.... نور یې په یوه او بل نوم غلط نه ....کړي :غلی شو، له پیالې یې سور وکړ، سوړ اسوېلی یې وایست ایټالیاوان له دوهمې نړیوالې جګړې را ووتل، توله ایټالیا خاورې شوه، خو خلک یې پوه او _ تعلیم یافته ول، په لسو کلونو کې یې بېرته ایټالیا، ایټالیا کړه، اوس موټرې او طیارې جوړوي، خو زما خلک بې سواده ول، ماغزه به مې ورسره وخوړل، په عادي خبره کې به یې قناعت .نه کاوه :غلی شو، یودم یې ترخه وخندل یو وخت څو سپین ږېرې راغلل، دوی په کابل کې روان رېل لیدلی و، غوسه یې نه _ کنټرولېده، ویل یې چې ښار ته دې د اوسپنې ښامار راوستی، خوراک یې اور دی، شیطان یې .چلوي ورسره ووتم، په رېل کې مې کېنول، دوره مې ورکړه، پوه مې کړل چې رېل د مساپرو او تجارتي اجناسو د انتقال له پاره تر ټولو ارزانه او ګټوره الره ده... ورته ومې ویل چې دا رېل له اوسپنې او لرګیو جوړ دی، د ډبرو په سکرو کار کوي، بنیادم یې چلوي... هر څه یې په خپلو سترګو ولیدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته یې هماغه پخوانۍ خبره را واخیسته، تور .شیطان او د اوسپنې ښامار یې نه غوښت راډیو یې نه منله، ویل یې چې په مینځ کې یې واړه واړه شیطانان ناست دي... خلک له دینه .باسي... تلیفون کوپر ورته ښکارېده، ویل یې چې له دینه اوښتی یې، له شیطان سره غږېږې دې خلکو ان په پخه خښته او پوخ دېوال کې هم شیطان لید... پوهېږې چې ولې؟! علت یې .بېسوادي وه ما باید دا ستونزه حل کړې وای، مکتبونه مې جوړ کړل، غوښتل مې چې دا خلک له تیارې ....را وباسم، په هر څه یې پوه کړم... خو دوی مکتبونه هم نه غوښتل، د کوپر ځالې یې بللې :ومې ویل نو فکر نه کوې چې په داسې یوه ساده او بې سواده ټولنه کې ترکیې ته د نجونو لېږل ښه نه _ !و؟ :امان الله  خان پیاله ور ډکه کړه، سړه ساه یې وایسته په ټول وطن کې ښځینه ډاکټره نه وه، ښځې به په ډېرو عادي ناروغیو مړې کېدلې، فکر _ مې وکړ، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ترکیه ښه راته وایسېده، تر عربو مخکې وه، ما باید په خپل وطن کې ښځینه ډاکټرانې درلودای، سلامت پوهنتون، استادان، البراتوار، کتابخانې... خو مې غریب افغانستان ته نه شوای راوړلی، چاره نه وه، نجوني او هلکان مې ترکیې ته ولېږل... د شرعې خالف کار مې نه ګاڼه، ترکیه اسلامي هېواد دی، د نجونو لیلیه، خوراک، .څښاک، هر څه بېل ول :ومې ویل !د چادرې په اړه څه وایې؟! تا په کابل کې چادري منع کړه_ :امان الله  خان سر وخوځاوه زه دیني عالم نه یم، خو اسلامي نړۍ مې لیدلې ده، مطالعه لرم، ما په یوه اسلامي هېواد کې _ هم دا ډول شنې رنګه چادریانې ونه لیدلې... زموږ د خلکو لوی مشکل دا دی چې دین او ...رواجونه یې سره ګډ کړي دي زه به د بند، فابریکې، برق، سړک، پل، پلچک، مکتب، پوهنتون... د جوړېدو په باره کې ورته غږېدم، ګټې به مې یې بیانولې، د دې شیانو په جوړولو کې به مې د خلکو همکاري غوښته.... خو دوی به په هر څه کې ښځې را ګډولې... پوخ سړک او په موټر کې هوسا تګ ته یې پام نه و، ویل به یې چې نه، بیا به له روان موټره زموږ کورونه او د کورونو په مینځ .کې زموږ ښځې ښکارېږي د مکتب او پوهنتون په ګټو به مې خوله ستړې شوه، خو په اخېر کې به یې راته وویل چې ....نجوني کوپر او فاحشي ته مه باسه د روغتون فایدې به مې ور یادې کړې، ویل به یې چې ته عیاشي غواړې، تور سرې به مو !څنګه له کوره د باندې وځي؟ خوارځواکه ماشومانو او ښځو ته مې د تقویې دواوې ور ولېږلې، خو خلکو اور ور واچاوه، ویل یې چې پاچا د اسلامي امت د ډېرېدو مخالف دی، دا دوا زموږ ښځې را وچوي، اولاد نه .شي پیداکولای ما به د وطن د پرمختګ خبرې ورته کولې، خو دوی به خامخا پل، پلچک، دېوال، پوخ لښتی... د ښځو له نوم سره تاړه... ویل به یې، چې په دې کې خو زموږ ښځې راځي، خلک به یې مخ وویني، بې بندوباره به شي... دوی هر څه ته بد بینه ول، هر پرمختګ یې خامخا د ....ښځو د مخونو له لوڅوالي او عیاشي سره تاړه امان الله خان اوږدې خبرې وکړې، سترګې یې لندې وې .د ډېوېډ جونز یاداښتونه همدومره ول سوزان خپل تلیفون را واخیست، په انټرنیټ کې یې د امان هللا خان نوم ولیکه، ګڼې انټرنیټي پاڼې راغلې. یوه یې خالصه کړه، اروپا او ځینو اسیایي هېوادونو ته د غازي امان هللا خان .سفر پکې راغلی و په مصر کې یې د مصر پاچا شاه فواد، صدراعظم او کابینې غړې مخې ته را وتلي ول. په عکس کې د امان الله  خان استقبال ته په زرګونه کسان د ګالنو له ګېډیو سره والړ ول.... ګن لیکل شوي شعرونه ښکارېدل، امان هللا خان یې په اسلامي نړۍ کې خپلواکۍ اخیستونکی اتل .یاد کړی و د مصر مشهورې ورځپاڼې االهرام لیکلي ول )) اې هغه کسانو چې استقلال غواړئ او له آزادي سره مینه لرئ... نو له امان الله خانه یې زده کړئ... .(( دوهم سفر یې ایټالیا ته و، په روم کې د ایټالیا پاچا، ملکه، د دربار غړې، صدراعظم موسیولیني... مخې ته ورته راغلي ول. بیا فرانسې، سویس، المان، پولنډ، انګلستان، شوروي... ته تللی و، هلته یې هم تود هرکلی شوی و، پاچا د افغانستان د پرمختګ له پاره ګڼ ....قرار دادونه امضا کړي ول سوزان بله انټرنیټي پاڼه راوسته، په دې کې یې د امان الله خان په اړه د نړۍ د سیاستوالو، .پوهانو، لیکوالو.... خبرې را اخیستې وې :په کابل کې د انګلستان د هغه وخت سفیر لیکلي ول امان هللا خان په مېړانې، زړورتوب، دوستي او ښه مشرتوب کې جوړه نه درلوده. دا سړی )) د پرمختګ لېونی و، غوښتل یې چې خپل هېواد په لنډ وخت کې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو ((. ....په کتار کې ودروي :د هند لومړي وزیر جواهر لعل نهرو لیکلي ول امان الله خان فصیح، روانه او قناعت ورکوونکې ژبه درلوده، په خپل سفر کې یې ډېر )) اروپایي هېوادونه قانع کړل چې په افغانستان کې سرمایه ګذاري وکړي، فابریکې جوړې ...کړي... دې سړي خپل هېواد نړۍ ته ور وپېژاند، د افغانستان حیثیت او اعتبار یې ډېر کړ .)) :امریکایي لیکوال پولاده د امان الله خان د ملګرو له قوله لیکلي ول د دارالمان ماڼۍ د یوې غونډۍ پر سر جوړېده، امان الله خان راغی، د ماڼۍ جوړېدو ته )) خوشاله و، ویل یې چې د ماڼۍ کارونه باید له نږدې ووینې، خو موږ ورته وویل چې غونډۍ یخ وهلې، ځانونه مو وازمایل، پورته ختل ناممکنه ده، ښویېږو... خو پاچا وخندل، منډه یې :واخیسته، په یوه ساه د غونډۍ سر ته وخوت. له هماغه ځایه یې په خندا را غږ کړل ((. ...ډېره ډوډۍ مه خورئ، زما غوندې ورزش وکړئ_ )په افغانستان کې اور( د کتاب لیکوالي میرمن ریاټالي سټیوارټ لیکلي ول: )) د افغانستان پخواني امیران مغروره او متکبر کسان و، په سخته به یې چاته اجازه ورکوله چې ورسره وویني، خو امان هللا خان بې کبره انسان و، له ګارډ او محافظ پرته به په ښار او کوڅو کې ګرځېده، له غریبو خلکو سره به یې ناستې درلودې، د هغوی مشکالت به یې لیکل... دی ریښتونی او صادق انسان و، کله چې له کابله ووت، نو په غزني او کندهار کې په زرګونه خلک ورباندې را ټول شول، ټول د پاچا امر ته ماتله ول، ویل یې چې د سقاو پر زوی حمله ور وړو، خو امان الله  خان منع کړل، ویې ویل چې زما پاچاهي د افغانانو په خپل منځي جګړې نه ارزي. (( :یوه بل لیکوال لیکلي ول په ایټالیا کې د پاچا ژوند سخت و، په ناز او نعمت کې را لوی شوي سړي نجاري کوله، )) ده هېڅ وخت د ایټالیې د حکومت مرستې ونه منلې، ویل به یې چې الس او پښې لرم، خیرات ته ولې کېنم... یو وخت یې الس ډېر تنګ شو، د افغانستان پاچا نادر خان ته یې لیک ور ولېږه، له هغه یې غوښتي ول چې په کابل کې زما یوه ټوټه ځمکه خرڅه او پیسې یې را ولېږه، خو نادرخان دا کار ونه کړ... امان الله  خان بیا د مرګ تر ساته له هېچا، هېڅ ونه ((. ...غوښتل :افغان دیپلومات ډاکټر شاهي بای مستمندي لیکلي ول افغان دیپلومات ډاکټر شاهي بای مستمندي لیکلي ول )) په ایټالیا کې د امان الله خان کور ته ورغلم، پاچا غریبانه ژوند درلود، ملکې ثریا د پاچا د کټ روجایي لیرې کړه، یو بالښت یې را وایست، راته ویې ویل چې دا بالښت د افغانستان له .خاورې ډک دی، پاچا دا خاوره هغه وخت ورسره راوړه چې له افغانستانه راووت پاچا پر همدې خاوره سر لګوي، وایي چې بوی یې ښه راباندې لګېږي، کله چې ناروغه شي نو همدې خاورې ته پزه ورنږدې کړي، خپل سږي وپړسوي وایي چې درملو ته ضرورت نه شته...پاچا وصیت کړی چې که مړ شوم او وطن ته مې د تابوت د وړلو امکانات نه ول، نو ((. ...په قبر کې به همدا خاوره راسره ږدئ :یوه بل اروپایي لیکوال لیکلي ول دې خلکو )افغانانو( کبر وکړ، د عزت، ترقي او پرمختګ چانس یې په لغته وواهه... دوی )) یو داسې پوه، مدبر، زړه سواند، زړور او پر وطن میین پاچا پسې واخیست، چې په افغانستان ((. ...کې به بیا تکرار نه شي سوزان د دوه زره شپاړسم افغانستان عکسونه راوستل. خوار او په نس وږي، خړ پړ خلک، سوالګر، له خټو جوړ کورونه، وژنې، چاودنې، بمبارد، پرې کړې اندامونه... یې سترګو ته .ودرېدل د سوزان سترګې ډکې شوې، ګامونه یې واخیستل، د ډېوېډ جونز کتابچه یې د جهیل اوبو ته .واچوله :د خیمې خواته ورغله، د پلار خوشاله غږ یې واورېد .څنګه! ډاډه یم، پر غور نیکه به دې افتخار کړی وي_ .سوزان ور وکتل :پلار یې په حیرانۍ وویل !ته ژاړې .نجلۍ خیمې ته ننوته پای