بغدادی پیر یوولسمه برخه

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزالله حقپال.

چبغې شوې، په سلګونه سترګې رډې راوختې مال صېب نه وړه، نه یې راوړه، وار له واره یې د راجندر د وژلو فتوا ورکړه! مالمت نه و، !کاپر، جومات او دا ځای! چې دا سړی یې نه وای مړ کړی، نو څوک به یې واژه لینګې مې ولړزېدل، له پښو مې د ولاړېدو سېکه ختلې وه... راجندر ته لاسونه ور ولوېدل، د .سترګو په رپ کې وارخطا راجندر هوا ته پورته شو !چیغه مې کړه !ودرېږئ .د راجندر پښې پر ځمکه لګېدې، په مخ کې یې ټکی وینه نه وه پاتې :یودم موسک شوم، ومې ویل

!تاسو خو یو ځل په خبره ځانونه پوه کړئ_ :یوه په غوسه وویل .قربان دې شم، پوه یو، د خدای دښمن مو د خدای په کور کې ونیو_ :ومې خندل چا ویل چې پوه یاست! په هېڅ هم نه پوهېږئ! دا سړی د خدای دښمن نه، د خدای دوست _ .دی .حیرانې سترګې را واوښتې ولاړ شوم، راجندر ته مې کلکه غېږه ورکړه، ټنډه مې یې ښکل کړه، تر څنګ مې کېناوه. :ورته ومې کتل،.موسک شوم، ومې ویل ....مبارک، مبارک، مبا_ ....د ټولو خولې وازې پاتې وې :ومې ویل د چا اول سمه وي، د چا اخېره، خو د دې سړي زړه په اخېره کې له نوره ډک شو، بېګا _ ړندکي راته وویل چې قربان دې شم، ستا یو لیکلی کتاب په ملتان کې د یوه کاپر په کور کې رانه لوېدلی و، کاپر ولوست، اوس را روان دی، د لارې سختو ته یې ځان ور کړی، غواړي .چې ستا تر مخ ایمان راوړي .خلکو په حیرانۍ راته کتل :راجندر په پښتو نه پوهېده، په انګلیسي مې ورته وویل !احمقه! نو دومره لویه اشتباه_ .غلی شوم، مال ته مې وکتل، ومې خندل !بس! مولوي صېب! سړی تیار دی، کلیمه ور ښیه_ .د ټولو سترګې وځلېدې :د وارخطا راجندر غوږ ته مې خوله ور نږدې کړه که غواړې چې ژوندی پاتې شې، نو یوه خبره واوره، څه چې دا سپین ږېری وایي، پسې _ .تکراروه یې ...کلیمه وویل شوه، جومات د الله اکبر چیغو پر سر واخیست. له هرې خوا مبارکۍ راغلې !بیا د نوم وار شو، راجندر ته یې عبدالرحمن نوم وټاکه .خلک خوشاله ول، نوي عبدالرحمن ته یې مبارکیانې ورکولې :راجندر ته مې وویل .تر اوسه مې لا زړه ځای ته نه دی راغلی، یوه سزا باید ووینې_ !یودم مې ناره کړه !د عبدالرحمن جامې مو څنګه هېرې دي_ د خلکو تبروک ته ور پام شول، لاسونه ور ولوېدل، راجندر چیغې کړې، څررر شو، دوه .دقیقې وروسته لوڅ لپړ و. ان یوه عمر خوړلي بوډا یې نېکر هم کشاوه، خو ما منع کړل وارخطا راجندر مې په خپل څادر کې پټ کړ. خو ډېر ژر نوې لونګۍ، له سنیو اوبدلی کوټ، .پټو او جامې ورته راغلې ماخستن مې کوټې ته بوت، راجندر د خپل بوټ له تلي یو کوچینی کاغذ را وایست، چانسلر لیکلي و چې په کابل او غزني کې یې زموږ دوه جاسوسان اعدام کړل، خبرې دې یو څه !پستې که، خو که بیا هم کوم خطر وینئ، ځانونه را وباسئ له قدم شاه سره مې مشوره وکړه، ویې ویل چې ستړی یم، ماشومان مې یادېږي، خو یو- دوه .میاشتې نوره پاتې کېدا مو په ګټه ده، یو ځل باید تر سرې غونډۍ هم ورشو د ویدېدو پر وخت مې راجندر ته وویل چې بچو! ودرې! سهار به د کلي نایي را غواړم! د .سنتېدا کار دې لا پاتې دی ....وارخطا سړی مې پښو ته راولوېد، تر ډېرو یې زارۍ کولې سوزان د خپل غور نیکه د کتابچې پاڼې سره ور وستې، کوټې ته لاړه، پلار، مور او ورور یې تلویزون ته ناست ول، تر ویدېدو مخکې یې بیا کتابچه خالصه کړه، ډېوېډ جونز لیکلي :ول د هوا په ګرمېدو سره بېرته سمڅې ته لاړو، د دم، دعا بازار له سره تود شو، د بغدادي پیر _ د کراماتو اوازه تر کلکته هم رسېدلې وه، خلکو په شپو او ورځو مزل کاوه، ستړې به یې .ګاللې، ځانونه به یې تر پیره را رسول یوه ورځ په لومړي ځل څلور افغان پوځیان راغلل، مشر یې تک سپین مخ او اوږده توره ږېره درلوده، سمڅې ته د راختو په وخت کې یې د ټوپک کنداغ له راوتلې تیږې سره ولګېد، .تر ډېرو یې د ټوپک کنداغ ته کتل، بیا یې سپینه ټوټه پرې تېره کړه پورته راغی، ستړې مشې یې توده وه، ویې ویل چې ژمی یې د کرښې په یوه قرارګاه کې تېر کړ، ګردېز ته ته، زما د لیدو په خاطر یې لاره راکږه کړه. مشر اوږدې خبرې وکړې، د .شوربازار د حضراتو په صفت نه مړېده وروسته یې د امان الله خان خبرې را واخیستې، ښه زړه یې نه ترې درلود، ترکیې ته د زده کړې له پاره د افغانو نجونو په لېږلو خواشینی و، خو ما امان الله  خان، پوه او مدبر انسان یاد .کړ، د پاچا په دینداري او هېواد پالنه کې مې شک نه درلود د پوځیانو له تلو وروسته قدم شاه را په غوږ شو، ویې ویل چې دې سړي هسې هم په پیر او فقیر باور درلود، له امان الله خانه د دې سړي د زړه د تورېدو له پاره ښه موقع وه، خو تا .برعکس، د پاچا صفت وکړ .قدم شاه ته مې وویل چې دومره مه ساده کېږه، له دې سړي وېره په کار ده .قدم شاه په حیرانۍ راته وکتل :ومې ویل په کرښه کې پرتې افغان پوځي قرارګاوې دومره امکانات نه لري چې د ژمي په ِڅله کې _ دې دا سړی داسې پاک او تک سپین ترې را ووځي. بله دا چې د دې مشر د ټوپک پر کنداغ خوا بده شوه، مانا بیت المال ته صادق دی او پر وطن یې زړه خوږېږي. نو وطندوسته انسان، .یواځې وطندوسته امان الله خان غواړي :غلی شوم، ومې ویل .دا سړی دستوري را لېږل شوی و، نور مو دلته پاتې کېدا خطرناکه ده_ .خو د قدم شاه زړه ته نه لوېده، ویې ویل چې زموږ په کار کې ډار نه شته یوه اوونۍ وروسته له پېښوره یو کوچینی کارټن راغی، خالص مو کړ، حیران شوو، د امان الله خان او ملکې ثریا له لوڅو عکسونو ډک و د کارټن راوړونکې راته وویل چې دا عکسونه له لندنه راغلي دي، د باچا او ملکې څېرې یې را اخیستې، د نورو کسانو پر لوڅو بدنونه یې ایښې، بیا له همدې عکسه نور عکسونه اخیستل .شوي دي .دا عکسونه په دومره مهارت جوړ شوي وو چې جعلکاري یې په اسانه نه ښکارېده په لومړي ځل مو دا عکسونه یواځې شناخته وو ته ورکول، بیا مو تر وردګو، غزني او زابله .پورې ولېږل .خلکو به توبې ایستې، اوس پاچا او ملکه د کوپر پر ژۍ نه، کوپر ته ور لوېدلي ول یو سهار یوه بل جاسوس د چانسلر خط را ووړ، سترګې مې رډې را وختې، چانسلر لیکلي و .چې ځانونه راباسئ، لارنس ) پیر کرم شاه ( یې له اسنادو او شواهدو سره ونیو، اعدام یې کړ په هماغه ساعت مو د جاسوسي وسایل او پاتې دوا په خلطه کې واچول، قدم شاه ته مې وویل چې په تیاره کې به له دې ځایه ځو، خو قدم شاه یواځې یوه بله شپه غوښته، ویل یې چې نن بېګا به د سرې غونډۍ خزانې ته ورشو، سبا ماخستن به له دې ځایه پښې سپکې کړو. خو ما !نه منله، نور نو په افغانستان کې یوې ورځې پاتې کېدا هم خطر درلود په تیاره کې د باندهې را ووتو، سپوږمۍ وه، په احتیاط لاندې لاړو، له سماوارونو خرهاری، .د ناروغانو ځګیروي او د یوه ماشوم ژړا راتله آسونه مو تر قیضو ونیول، پلې ورسره تلو... پر ډبرو د آسونو د نالونو د لګېدا غږونه مې تر ....زړه تېرېدل .یودم له ونو ګڼ کسان را ووتل، په غره کې زوروره چیغه را وګرځېده !شور ونه خورئ_ زړه مې پښو ته ولوېد، دولسو پوځیانو منډه را واخیسته، څو چې مو ځانونه خوځول، تر .لاسونو مو پړي تاو شول .لاس تړلي یې چینې ته راوستو، خلک له بلو څراغونو سره را ووتل .خوبولې سترګې له حیرانۍ ډکې وې سمڅې ته یې بوتلو، یوه پوځي څراغ ولګاوه، بل د بوجۍ خوله ځمکې ته کړه، له کړنګ سره .الوډسپېکر، سیمان، سپیرې، تارونه، دوا، رنګارنګ ګروپونه... ولوېدل :یوه له ونې لوړ پوځي ورو وویل ډېوېډ جونزه، درې شپې مو په ونو کې درته تېرې کړې، د نورو جاسوسانو راتګ ته ماتله _ .وو، خو تا د تیښتې له پاره ډېره بېړه وکړه :غلی شو، دېوال ته ور وګرځېد، لاس یې پرې تېر کړ، ویې ویل !ډېر وخت نه دی پرې وتلی، ړنګ یې کړئ_ یوه پوځي د دېوال د سر تیږې ته برچه ونیوله، تیږه په سخته را جال شوه، خو نورو تیږو ....دومره زحمت نه غوښت، په اسانۍ لاندې را ولوېدې .سمڅې ته ګڼ خلک راغلل، د ټولو سترګې رډې را ختلې وې :یو رېږدېدلی زوړ غږ راغی !څه خبره ده؟_ :له ونې لوړ پوځي وویل .دا سړی، پیر نه، انګرېز دی، ګردېز ته یې بیایو_ !خلکو یو بل ته وکتل، بوډا چیغه کړه سپینې پښتنې خو مو پرنګیانو ته ور ولېږلې، شرم نه لرئ! اوس مو د خدای په دوستانو _ .پسې ام را اخیستې ده :پوځي ټیټ شو، الوډسپېکر یې را پورته کړ، ویې ویل دې سړي دوکه درکړې، هېڅ کرامات نه لري، دې ته الو سپېکر وایي، لاندې به یې ستاسو _ خبرې اورېدې، دلته به یې ستاسو نوم اخیست... سوچ انګرېز دی، د پاچا د بدنامولو له پاره .کار کوي :یو ډډ غوسه ناک غږ راغی کوپر مه وایه، په پاچا کې نو څه پاتې دي، له خپلې ښځې سره یې لوڅ لپړ عکسونه اخیستي _ .دي :بل سړي وویل .پاچا خو نه خدای مني، نه پیغمبر! اوس پیران ام نه دې ترې پاتې_ :پوځي خوله خبرو ته جوړوله چې بوډا وویل .نور خانه! د پیرګل لاسونه ور خالص که! که نه نو دا سمڅه به راباندې را پرېوځي_ .یو قوي ځوان مخکې راغی، خو پوځي یې پر ټټر لاس ور کېښود !بوډا چیغه کړه عطاګله، بړېڅه، خداینوره.... تاسو هم ځانونه ته نارینه وایاست! د پیرګل تړلي لاسونه مو _ !څنګه لورېږي .څو کسان را مخکې شول، خو پوځیانو ټوپکې ورته ونیولې، ځای پر ځای ودرېدل !په ونه لوړ پوځي چیغه کړه !وځئ_ خلک شاته شول، د سمڅې په خوله کې ودرېدل. دېوال ړنګ شو، ګڼ پوځیان مخکې لاړل، تر یوه ځایه د څراغ رڼا ښکارېدله، بیا ورکه شوه، خو شېبه وروسته بېرته د سمڅې دېوالونه ژېړې رڼا ونیول، دقیقه وروسته یې د عبدالله وچ شوی جسد، اخبارونه، مجلې... پر غولي .کېښودل :به ونه لوړ پوځي مې تر مخ ودرېد، ورو یې وویل دا ځوان څوک دی؟_ .غلی وم .یودم یې پر ژامه سوک راکړ، ولوېدم، له خولې مې وینو داره وکړه_ چیغې شوې، خلکو ډبرې ور واخیستې، یوه پوځي )اخ( کړل، ولوېد، نورو هوایي ډزې .وکړې، خلک ودرېدل، سمڅه د سوځېدلو باروتو بوی ونیوله !په ونه لوړ پوځي چیغه کړه !که څوک یو ګام رامخکې شو، خون یې پر خپله غاړه_ :غلی شو، ویې ویل .او ساده ګانو! له پیرګله پوښتنه وکئ چې دا مړی دلته څه کوي_ :بوډا په غوسه وویل .کوپر مه وایه! له پیر ګله به څنګه پوښتنه کوو، پېریانو به راوړی وي_ :د پوځي ټنډه لا پسې تروه شوه !له دې ځایه ورک شئ_ :بوډا وویل پیرګله! دا خلک په سمه نه پوهېږي، ولې ماتله یې؟! ړندکی را وغواړه! دا د کوپر زامن به _ .شنه لمبه کړي .پوځي توپانچه را وایسته، ډز شو، د بوډا پښو ته نږدې نرۍ دوړه پورته شوه شېبه وروسته یې لاس تړلي پر آسانو کېنولو، خو تر موږ مخکې څو کلیوالو د خپلو آسانو تشو .ته پوندې ورکړې، په تیاره کې ورک شول ټوله شپه مو مزل وکړ، سپېده چاود یوې تنګې درې ته ورسېدو، چوپه چوپتیا وه، یواځې د .آسونو د پښو ټکا اورېدل کېدله... کله کله به یوه مرغۍ هم وچوڼېده یودم سغ شو، له ټک سره د مخې پوځي ولوېد. ډزې شوې، له ډبرو سره سوکي بادېدل. ....پوځیانو مورچې ونیولې، آسونه وشڼېدل، د ټوپکو له خولو سرې غوړنجې را وتلې د آس تشو ته مې د بوټونو غبرګ تلي سیخ کړل، آس منډه واخیسته، شاته مې وکتل، قدم شاه را پسې و. یودم مې په ښۍ اوږه کې نرۍ څړیکه تېره شوه، آس ولوېد، پر لویو ډبرو ورغلم، .سر مې پر تیږه ولګېد، پر ځان ونه پوهېدم .یو وخت مې سترګې رڼې کړې، په کنډواله کې وم. اوږې ته مې وکتل، تړل شوې وه :د قدم شاه غږ راغی .زړه دې مه خوره! ګولۍ وتلې ده_ .شاوخوا مې وکتل، د کنډوالو پر ړنګو دېوالونو ګڼ مول وهلي کسان ناست ول حاجي پاینده خان راغی، خوشاله و، له پیر سره د مرستې او پنځو افغان پوځیانو د وژلو په .خاطر یې ځان په جنت کې لید له پاینده خانه مې د نورو پوځیانو پوښتنه وکړه، ټنډه یې تروه شوه، د نورو پوځیانو تیښتې له اضافه ثوابه ایستلی و... بیا یې په خواره خوله د سپینو ګالنو شیره وغوښته، خو ما ورته .وویل چې د ړندکي پېري راوړې شیره مو له لاسه ووته، شیره په کڅوړه کې وه د پاینده خان تندی وغوړېد، په لوړ غږ یې د خلطې د راوړلو امر وکړ. یوه له ونې ټیټ سړي خلطه راوړه، خالصه مې کړه، د جنسې قوې د ډېرېدو د ګولیو سالمت پاکټ مې ورته ونیو. پاینده خان په حیرانۍ راته وکتل، خو نور د دې خلکو غلطېدا په دې نه ارزېده چې خپل ماغزه وخورم، لنډ مې ورته وویل چې ړندکي پېري ترقي کړې، اوس له سپینې شیرې ګولۍ .جوړوي دوې شپې مې د حاجي پاینده خان د کور په کوټه کې تېرې کړې، هېڅوک نه و خبر، یواځې پاینده خان مې لید، سهار وختي به یې له لندو وېښتو او تورې کړې ږېرې راڼه څاڅکې .څڅېدل په درېیم ماخستن یې دوه کسان راسره کړل، دې خلکو ته پټې لارې مالومې وې، له درې .شواروزه مزل وروسته د ډیورنډ تر کرښې واوښتو غرمه مو د انګرېزانو یوې قرارګاه ته ورسوله، ډاکټر مې د اوږې ټپ وکوت، د خلطې دواوو .میکروبي کېدو ته نه و پرېښی یوه اوونۍ وروسته په پېښور کې د انګرېزانو په نظامي روغتون کې وم، چانسلر له لاهوره زما پوښتنې ته راغی، کلکه غېږ یې راکړه، پر ټپ مې فشار راغی، خو چانسلر تر ډېرو .ټینګ نیولی وم وروسته افغانستان ته د لېږلو جاسوسانو په باره کې راته وغږېد، ویې ویل چې بریتانیې افغانستان ته څلور زره کسان لېږلي دي، دا جاسوسان هېواد ته په مختلفو څېرو کې تللي ول، څوک موچي و، څوک نجار، څوک معلم، څوک تجار، څوک هم نظامي مشاور... خو تر ټولو .روحاني جامو کې لېږلو کسانو ښه نتیجه ورکړې وه چانسلر وویل چې ان د وزیرانو په سویه زړونه یې هم د امان الله خانه تور کړي دي. بس! خبره خالصه ده، د امان الله خان پر پاچاهي مو تېل وپاشل، اوس یواځې د اورلګیت خلی .غواړي .په میاشت کې مې د اوږې ټپ سره ورغی، بیا له ډېره وخته وروسته حمام ته ننوتم یوه لوېشت ږېره مې نوره څه کوله! چاړه مې پرې تېره کړه. بیا تودو اوبو ته ودرېدم، د .صابون سپین ځګ تورو خیرنو اوبو ونیو چانسلر یو کال رخصتي راکړه، لندن ته لاړم، له ډېر وخت وروسته مې د هوساینې ساه .واخیسته، خو رخصتي مې لا نه وه پوره چې بېرته یې لاهور ته ور وغوښتم .وار له واره مې قدم شاه ولید، دی د چانسلر د دفتر په دهلېز کې راته ماتله و .قدم شاه کلکه غېږه راکړه، یوه شېبه کېناستو، د سرې غونډۍ خزانه یې لا نه وه هېره .وروسته مو چانسلر ولید، ټنډه یې هواره وه چانسلر یو عکس راته ونیو، په عکس کې یو خیرن، له ونې ټیټ، خو قوي ځوان ولاړ و، .توره ږېره یې درلوده، ګرد پټکی یې تړلی و .چانسلر ته مې په حیرانۍ وکتل :د چانسلر سترګې ځلېدې، په خوند یې وویل .دا سړی به زموږ پاشلو تېلو ته د اورلګیت خلی وهي_ .خبره واضح نه وه، چانسلر باید نور مالومات هم راکړي وی :چانسلر وویل دا سړی حبیب الله نومېږي، خو د سقاو په زوی مشهور دی، څو کاله مخکې په پېښور کې د _ یوه زرګر د پیسو سیف غال شو، د سقاو زوی زرګرۍ ته نږدې چای خرڅاوه، د خلکو پر ده شک راغی، ځکه دا دروند سیف له دې سړي پرته بل چا نه شوای پورته کوالی، خو د سقاو زوی وتښتید، دوه کاله وروسته په پاړا چنار کې د غال په تور ونیول شو، هغه وخت د پاړا چنار د قرارګاه مشر راته وویل چې دا ساده سړی د امان هللا خان ډېر ضد دی، ګڼ غله پرې .راټول دي، له دې سړي ډېر کار اخیستلی شو .دا خبره مې خوښه شوه، د بند یوولسمه میاشت یې ال نه وه تېره چې خوشی مو کړ یو څه مو نور هم وپړساوه، په الر کې د انګرېزانو له خوا یوه جوړ شوي ملنګ ورته وویل .چې دی به یو وخت د افغانستان پاچا شي د سقاو زوی د کابل کلکان ته لاړ، غلاوې یې شروع کړې، کله کله به یې پر حکومتي .کاروانونو هم برید کاوه دې سړي په کم وخت کې ډېر ملګري پیدا کړل، خبره تر امان الله  خانه ورسېده، د سقاو زوی یې په پوځ کې شامل کړ، خو دې سړي په هماغه لومړیو کې یو پوځي افسر وویشت. بېرته غره ته وتښتېد. پاچا یې پر سر انعام وټاکه، خو د سقاو د زوی سر دومره اسانه کار نه دی، ....په دې سړي پسې د شوربازار حضرتان ولاړ دي، اوس یې ګڼ خلک طرفداری کوي .چانسلر غلی شو، ماته یې وکتل، په سترګو کې یې ځلاپرته وه :ومې ویل !ښه نو، زما رخصتي لا نه وه پوره، لاهور ته دې د څه له پاره را وغوښتم_ :چانسلر را نږدې شو، ورو یې وویل !یو ځل بیا ږېره پرېږده_ :دا خبره ښه نه شوه راباندې تمامه .