بغدادی پیر_ نهمه برخه

تاریخ
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ماښام چرتي شوم، اووه ورځې تېرې وې، خو د قدم شاه درک نه و، د هغه د نیولو کومه وېره نه را لوېده، قدم شاه په سیمه کې بلد و، د ډیورنډ پر لیکه د افغان پوځیانو قرارګاوې هم له یو .بل نه لیرې پرتې وې، بلد کس په اسانۍ تر کرښې اوښت :په زړه کې مې یوه خبره را ګرځېده درې ورځې تګ، درې ورځې راتګ. نو ولې وځنډېد! قدم شاه مې د شپې تر ناوخته له _ .ذهنه نه ووت سهار چینې ته ورکښته شوم، له درېیو پرونیو ځوانانو سره، څلورو نور کسانو هم خټې کولې. کار تېز و، بس!

پلنې ډبرې به یې په خټو کې نیولې... غرمې ته د واړه دوکان دېوالونه .ودرېدل ماسپښین ته کریم داد له خپلو ملګو سره راغی، زېری یې غوښت، خو ما وریاده کړه چې .ړندکی پېری ډېر مصروف دی، زه په خپله احوال درلېږم .کله چې بېرته ته، یو تک سپین آس یې راته پرېښود مازدیګر د دوکان پر سر لرګي او خاوره ولوېدل، لمر لوېدو ته کاګل ورباندې تېر شو. آس .مې د لېوانو له ډاره همالته وتاړه .خواشینی وم، قدم شاه مې سترګو، سترګو ته کېده وختې پرېوتم، یو وخت مې کړنګ واورېد، سترګې مې رڼې کړې، څراغ بل و، قدم شاه تش .دېګ ته کتل :کېناستم، به خوند مې وویل !څه وخت راغلې؟_ :پرته له دې چې راته وګوري، ویې ویل !فکر کوم چې له ډېرې لټۍ دا څو ورځې وږی ګرځېدې_ :ومې ویل .راځه! وچه مېوه شته_ .راغی، لاس یې را وغځاوه، خو ما راکش کړ، په غېږ کې مې ونیو :ویې ویل !پخوا خو دومره مینه ناک نه وې_ :له مختلفو مېوو ډکه کڅوړه مې ورته کېښوده. په بېړه مې وویل څه دې وکړل؟_ ویې ویل چې نیلسون سره وغږېدم، د لېوني غلام دستګیر په باره کې مې مالومات ور کړل، ....ورته ومې ویل چې د دې سړي پیدا کېدا اسانه ده، ټول خلک یې پېژني نیلسون پاړا چنار ته تلګراف وکړ، ځواب راغی، په پاړه چنار کې انګریزې قرارګاه ورته لیکلي و چې سخته نه ده، د لېوني سر به له همدې ځایه ډېوېډ جونز ته ور ولېږو، خو وخت ....غواړي، موږ باید لېوني غلام دستګیر ته داسې موقع وګورو چې راګرم شي له قدم شاه سره تر ناوخته ناست وم، د شېخ جیلاني او سرې غونډۍ کیسې مې ورته وکړې... بیا مې وویل چې د لېوني غلام دستګیر سر شاید ډېر وخت ونیسي، تر هغو به د ملک ځونډي .په باره کې فکر وکړو په زورور ملک ځونډي پسې لوی قوم ولاړ و. دې شتمن شپېته کلن سړي پر پراخه سیمه واک درلود، غریبانو ته یې لاس نیو، د لارې مساپر به یې له ډوډۍ پرته نه پرېښودل. ان کله .کله به سلامت تجارتي کاروان د ده مهمانخانې ته شپه ور وړه دې سړي خپله ځواني د هند په اسام کې تېره کړې وه، هلته یې د سود لویې معاملې درلودې، اوس یې هم کار جوړ و، دوو وروڼو او مشر زوی یې له اسامه په خرپ پیسې ورته را .لېږلې د ملک ځونډي یوه کلیوال راته ویلي و چې دا سړی هېڅ وخت له مېلمه پرته ډوډۍ نه خوري، .که مساپر ونه مومي، د کلي مال او څو نور کلیوال ورسره کېنوي دې سړي ژوندی زړه درلود، ځان یې غم ته نه ورکاوه، د ښو آسانو، اتڼ او تېزو ښکاري تازیانو شوقي و، کله کله به یې شاعري هم کوله، له خپلې یوې ښځې او شپږو اوالدونو سره .یې خوشاله ژوند درلود له قدم شاه سره د ملک ځونډي د ژوند هره خوا وسنجوله، دواړو فکر وکړ، خو د دې سړي په ژوند کې مو داسې څه ونه موندل چې د بغدادي پیر کراماتو ته احتیاج وي دوکان او لویه کوټه جوړ شول، همدې یوه دوکان او سماوار ته یې د (پیر بازار ) نوم ورکړ. خو دومره خلکو ته یواځې یو دوکان او یو سماوار کافي نه ول، نورو کسانو ته مې هم د دوکانونو د جوړولو اجازه ورکړه، دا اجازه په لومړي دوکاندار ښه نه وه لګېدلې، خو بغدادي .پیر ته یې ان د یوې وړې ګیلې زړه هم نه درلود خلک ډېر ول، ستړی شوم، دمونه ته مې یواځې د ماسپښین تر لمانځه پورې وخت ورکړ. .ناوخته راغلي کسان به یا بېرته تلل، یا به یې په سماوارونو کې د بل سهار په تمه شپه تېروله وروسته مو بله لاره ومونده، کاغذونه مو وسکڼل، سلګونه څلور کونجه وړې ټوټې مو ترې جوړې کړې، په هره ټوټه کې مو چوکاټونه او د چوکاټونو په مینځ کې مختلف عددونه ولیکل. قدم شاه به له چینې سره ولاړ و، خلکو ته به یې په نوبت کاغذونه ورکول، ویل به یې چې دا تاویذونه د بغدادي پیر په مبارکو لاسونو لیکل شوي دي، په اووه سرو جامو کې یې ونغاړئ، ....د هر مرض دوا ده خلکو به څه ویل! هېڅ! کاغذونه به یې سترګو او شونډو ته ور وړل او بېرته به خپلو کورونو ته روان شول. قدم شاه به یواځې هغو کسانو ته له پیر سره د لیدو اجازه ورکوله چې یا به له .ډېرو لیرې ځایونو راغلي ول او یا به یې څېرې تازه او جامې نوې وې کله کله به له پیر سید کرم شاه (لارنس ) نه هم خبرېدم، دی له ما سل_ یو نیم سل کیلومتره لیرې و، خو په کراماتو کې یې تر ما وړې وه، له هماغه سیمې یوه راغلي سړي قسمونه ....خوړل چې پیر سید کرم شاه له ځانه مرغۍ جوړه کړه، والوت ....ټوله ورځ به مې ماغزه وخوړل شول، قدم شاه هم ستړی و، هره شپه به یې کاغذونه سکڼل بل فکر مې وکړ، بغدادي پیر تر دې دمه لنګر نه درلود! هسې هم د شکرانې پسونه ډېر ول، له شېخ جیلاني سره سره، دم، دعا ته د راتلونکو خلکو ګذاره هم پرې کېدله، د هوټلونو خاوندانو ته مې تنخوا وټاکله، دوی به هره ورځ دوو، دوه نیمو سوو کسانو ته د پسونو غوښې .ورکولې خلکو په خپلو سترګو لیدل چې د خلکو له خوا راوستي پسونه، بېرته همدې خلکو ته پخېدل، خو بیا هم حیران ول... ویل به یې چې د دومره بنیادمانو مړول کرامات غواړي، وړه خبره نه ....ده! د پیرګل لنګر پټې بلاوې چلوي یو ماسپښین مې پر آس چکر واهه چې د قدم شاه ستړې چیغه مې واورېده، ورغلم، ویل یې چې یو څوک تاویذ غواړي. وریاده مې کړه چې ته خو په هر څه پوه یې، سهار ته یې ماتله .که، خو قدم شاه راته وویل چې دا سړی په لیدو ارزي له یوه خوار، هډور سړي سره پورته وختم، دی غلام رسول نومېده، د ملک ځونډي دهقان و، .خو اوس یې داسې تاویذ غوښت چې غوا یې د لوشلو په وخت کې لغتې ونه وهي تاویذ مې ورته ولیکه، ومې ویل چې په اوو سرو جامو کې یې وګنډه، غوا به کراره ولاړه وي. بیا مې د ملک ځونډي خبرې را واخیستې، ومې ویل چې دا خوشاله انسان په ژوند کې .هېڅ غم نه لري، خو غالم رسول را یاده کړه چې په دې ورځو کې یې چورت خټه دی را ومې غږاوه، د دهقان له خولې د ملک ځونډي ژوندی زړه مړ و، خندا ترې هېره وه، ډوډۍ یې نه خوړه، په وړه خبره غوسه کېده... نازولې تازیان به یې په ډېرانو ګرځېدل... ان .جومات یې هم پرېښی و نورې خبرې مې ترې را وایستې. دهقان یوه کیسه راته تېره کړه، ویې ویل چې څو ورځې مخکې مې رشقه رېبله، د ژړا غږ مې واورېد. ورغلم، د جوارو په بوټو کې مې چوله جوړه کړه، حاجي ځونډي د لښتي پر ژۍ ناست و، رڼې اوښکې ترې تویېدې، له ځان سره یې !خبرې کولې، بیا یې یو ناڅاپه آسمان ته وکتل، له خولې یې زوروره چیغه را ووته !اه! توتکۍ_ .پورته مې وکتل، توتکۍ نه وه :غلام رسول غلی شو، ماته یې وکتل، ویې ویل .قربان دې شم، ملک ځونډي سم نه شو راته ښکاره، د لېونتوب علامې لري_ د دهقان له تګه وروسته مې له قدم شاه سره خبرې وکړې، دواړه یوې نتیجې ته ورسېدو، دا د .مینې نښې وې. بوډا میین و سهار ناوخته مې چیغې واورېدې، غلام رسول په بېړه پورته را وخوت، لمن یې په وینو سره .وه. خدای او کوران یې یادول، د خپلې ښځې د پزې د وینې درېدو ته یې تاویذ غوښت علت مې وپوښت، لنډ یې راته وویل چې ستا راکړی تاویذ مو د غوا پر تندي را وځړاوه، خو سهار یې زما کډې ته غبرګې لغتې سیخې کړې، د مخ پاړسوب او مات غاښ یې پروا نه کوي، خو اوس یې د پزې وینه نه درېږي، خوارکۍ هسې هم کم جانه ده، که یې دا حال وي، .مړه یې بوله د غار تیارې برخې ته الړم، شېبه وروسته مې سړي ته د وینې د درېدو تر ټولو قوي دوا ورکړه. په غوسه مې ورته وویل چې وه ساده! ولې په خبره ځان نه پوهوئ! درته ویلي مې و !چې تاویذ ته اووه سرې جامې ور واغونده دهقان په خواره خوله وویل چې زه ورته ناست وم، کډې مې تاویذ په اوو سرو جامو کې ....وګانډه خو ما نه منله، ومې ویل چې که د تاویذ یوه جامه کمه، یا زیاته وي، نو برعکس تاثیر لري، ....غوا نوره هم په غوسه کېږي .خو غلام رسول قسمونه خوړل چې د تاویذ جامې پوره وې :ومې ویل د تاویذ خلاصول دې کور بې برکته کوي، که نه اجازه مې درکوله چې تاویذ خالص کړې، په ....خپله به پوه شوی وې چې جامې کمې، یا زیاتې دي !غلی شوم، دهقان به نو ولې خپل کور په لوی لاس بې برکته کاوه .دهقان په بېړه د باندې ووت :قدم شاه سړه ساه واېسته !اوف، بېچاره ښځه؟_ :غلی شو، ویې ویل .د دوا د بوتل کاغذ خو به دې ترې شکاوه_ :ومې خندل !دا خلک په خپله ژبه نه پوهېږي، نو انګلیسي خط به څنګه لولي؟_ !خو احتیاط ښه دی_ :ومې ویل څوک یې سپینوي! که پوه هم شي، لویه خبره نه ده، په څلوېښتو زرو پېریانو کې به داسې _ .پېری هم وي چې بغدادي پیر ته له لندنه دوا راوړي ماخستن ناوخته مو ډوډۍ وخوړه چې یو دم ګوله رانه ولوېده، یو چا په لوړ غږ زما نوم :اخیست !ډېوېډ جونزه_ :منډه مې واخیسته، سپوږمۍ وه، چینې ته نږدې دوه کسان والړ ول، ورغلم، یودم مې وویل !اه! احمقه! دا ځای نو زما د نوم د اخیستلو دی؟_ سړي کلکه غېږه راکړه، خو ما د سماوار وړې کړکۍ ته کتل، شکر مې وایست، څراغ بل نه ....شو قدم شاه راغی، آسونه یې همالته په ونه پورې وتړل. یوه سپکه او بله درنه کڅوړه مو پورته .وخېژوله. کېناستم، خو ال مې زړه نه وو سره راټول مایکل توره لونګۍ لیرې کړه، بخښنه یې وغوښته، دی په دې نه پوهېده چې سماوار له خلکو .ډک دی مایکل خپل ملګری را معرفي کړ، نوم یې چوهدري حسن و، د پاړا چنار په قرارګاه کې یې .وظیفه درلوده مایکل مې په پېښور کې لیدلی و، ده به په هفته کې یو ځل د جاسوسۍ د وسایلو کرامات .راښودل ما څو میاشتې په غره کې تېرې کړې وې، د معلوماتو تږی وم، په دې نه پوهېدم چې له دې غرونو ور هاخوا څه خبرې دي. مایکل مې وغږاوه، د پاچا (امان الله خان ) قرار دادونه ډېر شوي ول، پر معدنونو کار روان و، صنعت وده کړې وه، په کابل ښار کې روان رېل لیدل ....شوی و، سلګونه ځوانان ترکیې، جرمني، فرانسې.... ته په زده کړو پسې تللي ول وروسته د جاسوسانو په باره کې وغږېد، په ټولو کې د بریتانیې لخوا جوړو شویو روحاني څېرو ( پیر، فقیر، اغا، ملنګ... )کامیابه نتیجه ورکړې وه. ان ځینو یې په دربار کې هم ....مریدان پیدا کړي ول د لېوني غلام دستګیر کیسه مې ترې وپوښته، لنډ یې وویل چې سر یې په راوړې بوجۍ کې .دی مایکل وویل چې په دې ورځو کې د بریتانیې په پوځ کې یو سیک عسکر ووژل شو، قاتل یې نه و مالوم، خو موږ ورته مالوم کړ، لنډ لېوني غلام دستګیر ته ورغلو، د لېوني تر مخ مو د مقتول وړې توپانچه په کېږدۍ کې تر لیمڅي لاندې کړه، غلام دستګیر جنجال وکړ، لاس یې را واچاوه، کوچیان راغلل، خپله توپانچه مو بېرته را وایسته، سړی را ګرم شو، قرارګاه ته مو را ووست، جلاد غاړه ور پرې کړه. بس! یو- دوه ورځې د کوچیانو مشران راتلل، ویل یې .چې لېونی له سره پرته څنګه خاورو ته وسپارو، خو ګرمي وه، چاره یې نه لیده مایکل لویه خلطه خالصه کړه، اول یې خوراکي مواد را واېستل، بیا یې اخبارونه او د .جاسوسۍ نوي، پرمختللي وسایل پر ځمکه کېښودل .مایکل او ملګری یې تر سپېده چاود مخکې بېرته پاړا چنار ته روان شول په هماغه ورځ مې کریم داد ته احوال ور ولېږه، بله ورځ راغی، په بوجۍ کې د لېوني غالم .دستګیر تړلی سر مې ورکړ، پښو ته را ولوېد ماخستن مې نوي راغلي وسایل کتل، تېز ګروپ مې ولګاوه، د سمڅې له خولې اووه رنکه رڼا ووته. قدم شاه د سماوار تر مخ وارخطا خلکو ته ویل چې دا له کوه قافه د راغلیو ښاپېریو د ....اغوستو حجابونو رڼا ده... د خلکو د توبو غږونه تر سمڅې پورې را رسېدل :بله ورځ مې ملک ځونډي ته یوه جمله ولیکله .بغارې دې دومره لیرې غره ته را ورسېدې، خو نږدې توتکۍ وانه ورېدې_ په سبا یو له ونې ټیټ سړی راغی، غټه لونګۍ یې تړلې وه، ږیره یې په نکریزو سره وه. وار :له واره مې پښو ته را ولوېد، د خواست په ژبه یې وویل یا پیرګله! دومره کرامات لرې چې زما چیغې ان په غره کې اورې، نو هر څه دې په وس _ .پوره دي، خدای به کوي، ته به کوې! داسې تاویذ راته ولیکه چې له توتکۍ بې غمه شم :ومې خندل .پیر بغدادي ته بې غمه کېدا او یو ځای کېدا، دواړه یوه خبره ده_ :په حیرانۍ یې راته وکتل، ویې ویل .قربان دې شم، د آب او عزت سړی یم، کور او اولس به څه وایي، بې غمه کېدا راته ښه ده_ :سړی مې خپل ټټر ته رانږې کړ، ومې ویل .په شرعه کې شرم نه شته، ان څلور ودونه هم کوالی شې_ :یودم غریو واخیست خو نه یې مني، خانګل ته مې وویل چې غریب سړی یې، توتکۍ لور دې راکه، په سرو او _ سپینو کې به دې پټ کم، خو سړي نه وړه، نه یې راوړه، نېغ یې راته وویل چې وشرمېږه! لمسیان لرې، خپله څوارلس کلنه لور څنګه اورته واچوم... که دې بیا را یاده کړه، پر تندي به .دې ولم .ملک یودم وژړل... ویې ویل چې دې نجلۍ خوب راباندې حرام کړی دی بیا مې د خانګل په باره کې را وغږاوه، دې ناروغ سړي د کلي ګورواني (پاده واني) کوله. دوه ځله بې سده شوی و، له پزې او غوږونو به یې وینه تله، زوی یې نه درلود، په کور کې یې اووه سرې لوڼې ګرځېدې، په وچه ډوډۍ پسې حیران و، تربرونه یې مرګ ته ماتله ول. .سر له اوسه لا د خانګل د ښځې او لوڼو په وېش نه سره جوړېدل ملک ځونډي ته مې ډاډ ورکړ چې ځان دې غم ته مه ورکوه، خانګل به په دې دوستۍ کې څه .نه وایي خانګل مې را وغوښت، څېره یې اشنا وه، فکر مې وکړ، دا سړی دوه ځله پخوا هم راغلی و، .زوی یې غوښت خانګل مې پر لاسونو راپرېووت، په خوشالۍ یې وویل چې ښځه یې امېدواره ده. ډاډ مې .ورکړ چې د بغدادي پیر تاویذ بې څه نه دی، په نصیب کې دې یو ګاللی هلک وینم بیا د اصلي موضوع په څنډو کې را وګرځېدم، د خانګل غربت او بې کسي مې یاده کړه، د هغه ناروغي او اووه لوڼې مې مینځ ته را واچولې، ومې ویل چې ړندکی پېری کله کله احوال ....راته راوړي، تربرونه دې ښه نېت نه درته لري د سړي سترګې له اوښکو ډکې وې، ویې ویل چې بې کسي دي ورکه شي، دی هم پوه دی چې ....تربرونه یې مرګ ته ناست دي خانګل ته مې وویل چې له ملک ځونډي سره دوستي دې په خیر ده، لور به دې له دې شتمن او زورور سړي سره خوشاله وي، تربرونه به دې سترګه ترې کوي، که مړ هم شې، داسې ....څوک به وي چې پرده دې خوندي او لوڼې دې په عزت واده کړي :خانګل تر ډېره فکرونه وهل، بیا یې سر پورته کړ، په غریو کې یې وویل قربان دې شم، پوهېږم! ته مې بدي نه غواړې، غیب درمالوم دي، چې ته وایې، نو دا _ .دوستي مې قبوله ده په هماغه ورځ مې ملک ځونډي ته احوال ور ولېږه چې خبره خالصه ده، بس! مرکه ور !ولېږه اه! باور! باور مې غوښت، تر لاسه مې کړ. پر ټوله سیمه مې واک پروت و. ان د بغدادي پیر له خوښې پرته مرغۍ هم نه شوای چوڼېدای. په کورورنو، ګودرونو، جوماتونو، ولسونو کې یواځې د بغدادي پیر کرامات یادېدل. زه به پر ځمکه ګرځېدم، خو خلکو به اسمان ته کتل. په هرې سپینې کوترې پسې به یې چیغې وهلې ((پیر ګل ته وګورئ، له ځانه یې کوتره جوړه .کړې، پر خپلو مریدانو راګرځي... .)) چا چې به ولیدم، پر ځان یې د دوزخ اور حرام ګاڼه دا ټولې، سختې، خیرنې ورځې، لوږه، تنده.... خطر... د خلکو په باور ارزېده. اوس نو د اصلي هدف د ترلاسه کولو وخت و. د دې خلکو زړونه د پاچا له مینې ډک ول، خو اوس باید دا ځای کرکې نیولی وای. په لومړي ځل مې په خپلو خبرو کې د امان الله خان نوم را ګډ کړ، خو احتیاط مې نه هېراوه، د دې خلکو په زړونو کې له خدای او پیغمبر را وروسته، امان الله .خان پروت و په پیل کې به مې عمومي خبرې را واخیستې، بیا به پاچاهي ته ورغلم، د غازي ښېګڼې، له وطن، آزادې او تعلیم سره د پاچا مینه، د هغه دیندارې... به مې یاد کړل، په اخیر کې به مې د ) خو ) ټکی را وایست، وبه مې ویل چې غازي امان الله خان ښه سړی دی، خو کاشکې یې .ږیره نه خرېیلی همدې یوې خبرې به د خلکو له ذهنه د پاچا افغانیت، زړورتوب، د وطن ابادې، دینداري، له وطن او خلکو سره مینه.... ټول پاک کړل. پر ځای به یې یوه خبره کېده، پاچا ږیره نه لري، ....مانا سنت ته ارزښت نه ورکوي ....خو ما به وخندل، وبه مې ویل چې خیر دی، ځواني ده، په خپله به پوه شي هره ناسته به مې د امان الله خان پر صفتونو پیلوله، خوله به مې ستړې شوه، خو اخېر به په .یوې وړې ) خو (، د پاچا پر ټولو ښېګڼو خړې اوبه وروستې وروسته لږ مخکې لاړم، ټولو ته مې همدا خیالي کیسه تېروله، لومړی به مې د امان الله خان صفت وکړ، بیا به مې ځان خواشینی ونیو، وبه مې ویل چې څه وخت مخکې ځوان پاچا له .خپلو وزیرانو سره جلسه درلوده، یو وزیر په خرپ نشه و، خو پاچا یواځې سپک کړ :غلی به شوم، ناستو کسانو ته به مې وکتل، وبه مې ویل پاچا زړه سواندی انسان دی، خو شریعت شراب خور ته خپله سزا لري، پاچا باید د زړه _ .سواندي پر ځای حد جارې کړی وای وار له واره مې دا ډول کیسې په خپله په پاچا پورې نه شوای تړلی، دې خلکو د بغدادي پیر الوتل منل، خو پاچا او شراب ډېر سره لیرې ول، خو لږ تر لږه به دې کیسې په دې ساده ککریو کې دومره ور ګرځول چې که پاچا خپله شراب نه خوري، نو شراب خور یې هم .....دومره بد نه اېسي وروسته یو څه تېز تلم، د هلکانو مکتب مې ښه یاداوه، خو د نجونو له زده کړې سره مې .ضرور د ) خو ( ټکی تاړه بیا مې ترکیې ته د افغانو نجونو د لېږلو خبرې را واخیستې، ومې ویل چې درس ښه دی، خو ....دومره هم نه چې ځوانې، جانې، سپینې پښتنې پردو ملکونه ته پسې ولېږو تر دې دمه به ټولو سرونه راته خوځول، خو یوه ورځ مې په خپلو خبرو کې ملکه ثریا یاده ....کړه، ومې ویل چې لوڅ مخ ګرځي په لومړي ځل یو چا دومره زړه وکړ چې د بغدادي پیر په خبره کې ور ولوېږې، له کټوازه :راغلي یوه زیږه ځوان په غوسه وویل پیرګله، دم، تاویذ او کراماتو ته دې مات یم، مور مې یاده که، خو د پاچا په ناموس به کار _ .نه لرې ومې خندل، ملکه ثریا مې د دنیا تر ټولو ښځو پاکه او پرهېزګاره وګڼله، تر هغو مې د ملکې صفت وکړ چې د ځوان د تندي ګونځې هوارې شوې یو څه وخت مې احتیاط کاوه، د امان الله خان نوم مې نه اخیست، خو د والیانو، حاکمانو او .نورو غټو خلکو د خیالي ګناوو بیانول په دې نه ارزېدل چې څوک بغدادي پیر خفه کړي وروسته مې د مایکل راوړي اخبارونه وکتل، یوه انګرېزي مجله مې ومونده، په بریتانیې کې .د ښځو د پرمختګونو په اړه وه ګڼ کسان به مې را ټول کړل، مجله به مې وغوړوله، د انګرېزي متن او عکسونو له مخې به .مې تشریحات ورکول په انګرېزې ژبه پوهېدا پوښتنه نه پیدا کوله، له بغداده راغلي پیر صافه پښتو ویله، نو ده ته .انګرېزې هم سخته نه وه د مجلې په لومړۍ مخ کې لوی عنوان لیکلی و: (( د بریتانیې ملکې د اکسفورډ پوهنتون له تکړه محصلینو سره وکتل. )) لاندې لوی عکس و، ملکه د پوهنتون له ممتازو انګرېزو نجونو .سره ولاړه وه :وبه مې ویل دلته یې لیکلي چې د بریتانیې ملکې له هغو افغانو نجونو سره وکتل چې بریتانیې ته په زده _ .کړو پسې راغلې دې :د دې عکس په لیدو به خامخا یو_ دوو کسانو ویل څه فایده، بېرته مو هماغه پرنګیانو ته خپل ناموس ور ولېږه چې د ناموس د ساتلو له پاره _ ....مو تورې پسې را واخیستې په دوهمه پاڼه کې له یوه مضمون سره یو عکس ښکارېده، کشیش او ګڼې انګرېزې نجوني په کلیسا کې لوی صلیب ته ولاړې وې. لیکلي وو چې په غربي هېوادونو کې له عیسویت سره د ځوانانو مینه کمه شوې ده، اوس کشیشان هڅه کوي چې دا ځوانه طبقه بېرته پر مسیحت :باوري کړي... خو ما به دا جملې داسې ورته ژباړلې دلته لیکل شوي چې د یهودو او نصاراوو ملکونو ته ورغلې افغانې نجوني مسیحت ته تشویق کېږي، خو دا سپینې پښتنې په خپل دین کلکې ولاړې دي، د پرنګیانو له دومره تبلیغ سره ....سره، تر اوسه ایله دوو نجونو خپل دین پرېیښی دی :په خلکو کې به ګونګوسې شوې ....که دا حال و، د دین پرېښودل څه! خپل پرتګونه به هم لیرې کړي_ خو په بل مخ کې یې پرتګونه لیرې کړي ول. یو ورزشي مطلب و، انګرېزو نجونو په یوه .نیکر کې والیبال کاوه .اسانه وه، دا عکس به مې په پښتنو نجونو پورې وتاړه، خلکو به توبې ایستې !خو یوه هم نه ویل چې اې احمقه! د پښتنو رنګ مالوم دی، دا ډول شنې سترګې نه لري :یواځې یوه ورځ یوه ځوان وویل قربان دې شم، تاته خو پټې مالومې دې، په پرنګ کې دا د پښتنو نجونو تور وېښتان ولې _ ژېړېږي؟ یوې خبرې مې غلی کړ، ومې ویل چې اسانه ده، دې نجونو ته د خنځیر غوښه ورکوي، .څوک چې څلوېښت ورځې د خنځیر غوښه وخوري، وېښتان یې خپله ژېړېږي هر عکس ته به ناستو کسانو توبې ایستلې، خو وروستې عکس به خامخا ژړول. یوه جینایي قضیه وه، په عکس کې یوه نیمه بربنډه مړه نجلۍ ښکارېدله چې غاړې ته یې پړی ور لوېدلی و. لیکلي و چې دې نجلۍ د کورني خشونت له لاسه ځان وژالی... خو ما به دا خبرې بل رنګه ترجمه کولې، ویل به مې چې که د پرنګیانو ملک ته تللې کومه پښتنه له خپل دینه وانه وړي، شراب ونه څښي، زنا ونه کړي... نو اته سره پرنګیان یې لومړی په ګډه بې عزته ....کوي، بیا یې وژني خلکو به ژړل، چیغې به یې وهلې چې د ډانکټري او مالیمې په پلمه یې سپینې پښتنې یهودو او .نصاراوو ته ور ولېږلې، بې پردې یې کړې ما به د عکسونو په تشریح کې د پاچا نوم نه اخیست، ضرورت مې نه لید، خلکو په خپله پاچا .مسوول ګاڼه، همدا خیالې نجونې پاچا لېږلې وې دا کیسې په همدې سمڅه کې نه پاتې کېدې، کورونو او جوماتونو ته تلې، اولس ترې خبرېده .او بغدادي پیر دروغ هم نه ویل په وړکتوب کې مې د افریقا د یوه مار په اړه یو مضمون لوستی و، لیکلي و چې که دا مار کومه هوسۍ وچیچي، نو هوسۍ وار له واره نه مري، زهر یې ورو ورو تاثیر کوي او چیچل .شوې هوسۍ په اوو ورځو کې له پښو غورزوي زما زهر هم همداسې ول، کار یې ورو و، خو تاثیر یې درلود یو سهار له قدم شاه سره یوه کم عمره نجلۍ راغله! اه! غټې تورې سترګې، اوږده باڼه، ګلابي مخ... تر دې دمه مې دا ډول ښایست نه په شرق کې لیدلی و نه په غرب کې. نجلۍ مخامخ راته ودرېده، یودم یې پر ډکو ګلابي غومبرو رڼې اوښکې را ماتې شوې، سلګیو واخیسته، .درب شو، زنګنونه یې پر خړه ځمکه ولګېدل :په ژړا کې یې وویل .ولې! ولې! ولې دې ژوند را تباه کړ_ .قدم شاه ته مې وکتل. ویې ویل چې توتکۍ ده نجلۍ ته مې له حاجي ځونډي سره د خوشاله ژوند تضمین ورکړ... خو نجلۍ ژړل... کله چې :د باندې تله، په سلګیو کې یې وویل .خدایکه مې هغه خوړین بوډا روزي کي، ژېړ کمر خو شته_ .شېبه وروسته د سمڅې خولې ته ورغلم، توتکۍ له یوه کوچیني سره روانه وه .زړه مې نا ارامه و، دا ښکلې، تنکۍ نجلۍ مې پر شپېته کلن بوډا ونه لورېده ....وخت تېرېده، ساده خلک په اسانۍ غلطېدل هوا سړه شوه، ځان مې تینګ کړ، د پیر به نو څنګه یخ کېده! په دوو بړستنو کې به بیا هم غونج پروت وم. چاره نه وه، قدم شاه مې بانه کړ، له سماواره به صاف شوي، سره سکاره .سمڅې ته راوړل کېدل یوه ورځ یوه ډله راغله، یو ږېره خرېیلی ځوان هم پکې و، دا ځوان تر نورو پاک ښکارېده، نوې خبره نه وه، د خانانو، ملکانو او په ګېډه د مړو خلکو اولادونه به له څېرو یو څه غوړ .ول د مجلې له مخې مې تشریحات ورکړل، ټولو اوښکې تویولې، خو د ږېرې خرېیلي ځوان په .سترګو کې کرکه پرته وه. د خدای په امانۍ پر وخت یې د پیر صاحب لاسونه ښکل نه کړل دا کار په بوډا بد ولګېده، باید بد لګېدلی وای، بغدادي پیر ته بې احترامي د منلو وړ نه وه. ځوان یې سپک کړ، په غوسه یې ورته وویل چې ورشه، بخښنه وغواړه او د پیر مبارک .لاسونه ښکل کړه. خو ځوان نه راته د بوډا سترګې رډې را وختې، ځوان یې تر مټ ونیو، زما خواته یې راکش کړ، خو ځوان !چیغه کړه !دا دا! ولې دومره ساده یاست! دا سړی دروغ وایي_ !اه! پیر او دروغ کړس شو، د بوډا په څپېړه کې دومره زور و چې د ځوان مخ یوې خواته کوږ کړي. د نورو کسانو سترګې هم رډې را وختې، ټولو ځوان ته وچې سترګې نیولې وې، خو ځوان نه اور .....واخیست، نه یې داړې راشنې شوې، او نه یې هم د شغال غوندې و انګولل !ځوان یودم مخکې راغی، مجله یې ور واخیسته، لومړۍ پاڼه یې واړوله، چیغه یې کړه دلته یې په انګرېزې ژبه لیکلي چې د بریتانیې ملکې د خپل پوهنتون له تکړه محصلینو سره _ ...وکتل :بله پاڼه یې واړوله دا نجونې انګرېزې دي، د دوی کشیشان غواړي چې دا پېغلې بېرته له خپل دین سره زړونه _ وتړي... په دې بل عکس کې هم پرنګۍ نجوني والیبال کوي... ولې دومره ساده یاست! په دې ....کې یوه هم پښتنه نه ده... دا پیر نه دی، جاسوس دی، خلک د باچا پر ضد راپاروي :د بوډا له خولې لاړې باد شوې .بس که، د سپي زویه! کوپر مه وایه، ته خو ښویېدلی یې، کور به درسره ایره کې_ د بوډا ځان په لړزېدو راغی، یو ناڅاپه یې وژړل، زانګې وانګې د باندې ووت. ځوان هم .پسې ورغی :حیرانو خلکو ته مې وکتل، څېرې یې له وېرې ډکې وې. په خندا مې وویل .کینئ! زړونه مه خورئ! دنیا له هر رنګه خلکو ډکه ده_ .غلي کېناستل، یوه هم څه ونه ویل، څېرې یې لا له وېرې ډکې وې وچه مېوه مې ورته کېښوده، را ومې غږول، ږېره خرېیلی ځوان عبدالله نومېده، په ترکیه کې یې درس وایه، له یو کال وروسته کلي ته په رخصتي راغلی و. بوډا یې نیکه و، په کلي او ....اولس کې یې دروند نوم درلود :ټنډه مې تروه کړه، ومې ویل ښه شوه، د مکتب نتیجه مو په خپله ولیده، څوک چې معلم ته کېناست، له اسلامیته ووت... _ ماته هره ورځ سلګونه اخالصمند مریدان راځي... یو هم داسې کوپر نه وایي، ټول صادق !مسلمانان دي.... په علت یې پوه یاست! مکتب یې نه دی ویلی  نوربیا