په ږیره غولیدل

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

سید عبید الله نادر

وایي چي د سلیمان علیه سلام په زمانه کې یو

مرغه د اوبو څښلو په نیت

د یوی چیني په لور والوته خومارغه د چیني په شااو خوا کې ماشومان ولیدل نو دومره انتظار یي و ایست چی ماشوما د چیني نه ولاړ شي . کله چي مارغه د چیني په لور د کوزیدو خیال وکړ . نو دا ځل یو سړی د ډیری ښایسته او مهذبی ګیری سره د اوبو چښلو په نیت چیني ته راکوز شو .مارغه د ځانه سره سوچ وکړ . چي دا خو ډیر با وقاره انسان دی . او په ډیري ښایستي ږیري سمبال دی . نو دده له خوا به ګوندی ده ته کوم آزار نه رسی . نو چیني ته راکوزه شوه . خو سړي د مارغه وخواته ډبره واره کړه ډبره د مارغه په سترګه و لګیده ، او یوه سترګه یي ړنده شوه .مارغه خپل شکایت سلیمان علیه سلام ته یوړ حضرت سلیمان علیه سلام سړی احضار کړ . او په محاکمه او قصاص یي محکوم کړ . مارغه د صادر شوی حکم پر وړاندی غبرګون وښود .او اعتراض یي وکړ .چي ددي سړي سترګي ماته آزار نه دی رسولی بلکه دا د هغی ږیره ده چی ماته یي دوکه راکړه . او ما داسی ګمان وکړ او دومره مطمین شوم چی د چینی تر خولي زه په خپله یم .نو عدالت ته به دا ډیره نژدی وي که ددي سړي ږیره وخراييل شي . تر څو نور لکه ماغوندی دده په ږیره دوکه نه شي . (نو ددي حکایت څخه په پند اخیستو سره کوښښ و کړئ چي د یوي باوقاره قیافی او مهذبی ږیری دروند والۍ وساتئ)

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د فارسی ادب له سر چینو څخه پښتو ادب ته ژباړه ، ژباړن : سید عبید الله نادر