د وطن دردمنو بچیانو ته

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
سیدعبیدالله نادر             ‏
نن دی که سبا دی ، مونږ روان یو،دا ځمکه دا وطن دا جهان او دا ‏آرمانونه به تاسو ته بچیانو پاتي کیږي ،دا وطن ستاسو د مټو،او ستاسو د ‏زیاراو همت انتظار کاږي . دا باغونه دا ډاګونه به ټول تاسي ته درپاتي ‏وي ،مونږ به نه یو ،خو په دي ښه وپوهیږئ ،چې د وطن د ‏انتظارسترګي ستاسو په لور دي ،ځکه د فنا په دي کاروان کې ،د ډیرو ‏دردمنو وخت نور پوره شوی
،یاني د فاني دنیا څخه روان دي . د دوي ‏تګ د دي فاني دنیا څخه د ژوندیو دردمنو په زړونو کې ،ویره اچوي ‏ځکه هر چاته داسي بریښي چې په دي لوی ډګر کې ،دي لویولویو ‏رسالتونو، او نورو ستونزو ته یواځي پاتي شو ،تاسي ته په کار ده ، چې ‏د همت لمن د لاسه خطا نه کړئ ، او په ډیر متانت د علم او معرفت په ‏رڼا کې ،خپل مستقبل په رڼا بدل کړئ .تاسي ته ښایي چې د خپل تاریځ ‏او اسلافو څخه عبرت واخلئ د بدو څخه یی پرهیز او د ښیګڼو څخه یي ‏، نقش قدم ولاړ شئ ، ځکه د دي ستونزو حل د معرفت په رڼا کې ، او د ‏خپل وطن د تاریخ پیژندني او آشنايی په رڼا کې ښه کیدای شي ،ولي چې ‏تر اوسه مو ډیر د جهالت په کندو اوکندوالوکې لاس او خپي ووهلي ،چې ‏لا تر اوسه هم لګیایو ،د عبرت سترګي مو ړندي ، او عبرت اخیستونکي ‏غوږونه مو کاڼه دي . تاسي ته ښایي چې د تیر بَرم او عظمت په نظر ‏کې نیولو سره د خپل د راتلونکي تاريخ پاڼي زریني کړئ ، او خپل د ‏دردمن او وطنپالو ، د زړه له کومي احساسات درک کړئ ، او دا ‏احساس په ځان کې وپالئ ، او بیا یي نوروته په میراث پریږئ ،ځکه ‏اوسنۍ دردمنو په ډیرو پریشان حالۍ د دي دنیا نه سترګي پټي کړې، د ‏وطن په حال غمجن او سوکالۍ ته ، سترګي په لاره پاتي شول ،ځکه ‏هغوی ولیدل ، چې په دي فقیر قوم کې یوداسي څوک نشته چې د رهبرۍ ‏او مشرۍ واګي په لاس واخلي ،او دا ملت د دي غرقاب څخه د نجات او ‏خلاصون ساحل ته راوکاږي ،نو ځکه هغوي د دي دنیا څخه ارمانجن ‏لاړل ،او په بله معنی د تل له پاره یي ، د دنیا نه سترګي پټي شوی ،نو ‏تاسي ته ښايي چې د وطن او عالم بشریت د درد د درکولو احساس په ‏ځان کې وروزئ ، او د سولي د ساتلو د پاره نه یواځي په افغانستان کې ‏بلکه په ټوله نړۍ کې ،خپله پوهه په کار واچوئ .  او په دي لار کې د ‏سرشیندنۍ نه هم دریغ و نه کړئ . ځکه چې د آزادۍ او سولی نیالګۍ به ‏خامخا د زړه په وینو اوبه کوې ،او دا نعمت په ډیرو قربانیو لاس ته ‏راځي