زړه مینه

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د سمیع الدین افغاني لیکنه

د «زړه مینه» تر سرلیک د ښاغلي نجم الدین سعیدي د شعري ټولګې په اړه یو څو خبرې

زړه مينه د نجم الدين «سعيدي » نوی شعري ټولګه ده چې چاپ ته اماده ده او د شعر او ادب مينه والو ته يې ډالۍ کوي

٠

پدغه شعري ټولګه کې «سعيدي» صیب دخپل ژوند هغه خوږې او ترخې راټولې کړي دي کوم چې د ژوند په مختلفو پړاونو کې په فکر او خيال کې انځور او د شعر په بڼه راوستل شوي دي ٠

که څه هم ښاغلی نجم الدين «سعيدي » د وطن څخه لــــرې د مهاجرت ژوند تيروي خو د وطن درد او احساس يې هميشه په ذهن او فکر تاثير لرلی دی او په دې اړه داسې وايي:

کور مو خراب وطن مو وران باغ او باغچې مو لوټ شوې

ځلمو راپاڅۍ يو قوت شئ ويښيدل دي پکار

که سره یو نشئ وحدت او اتفاق ونکړئ

د دا دا کورمو لاس نه وځي خوځيدل دي پکار

سعيدي صیب د هيواد د ځوان کهول د پوهې او درايت په اړه داسې وايي:

کړه رڼا ټولو په علم خپل وطن

چې يې واغوستل لباس د علم او فن

رسوي ځان کمپيوتر کې ټول جهان ته

هم به جوړ کړي خپل وطن نه ښه ګلشن

د«سعيدي » صاحب د شعر او شاعري دنيا نه تنها حماسي او تصوفي اشعار دي بلکه په درديدلي زړه کې يې مينه او احساس تر ډير حده پوره او کره ده چې د خپلې مينې په اړه داسې وايي:

يار درقيبانو په لمسون شولو

ماته يې تحفه کې زولنې راوړې

کله هم د هجرت په دنيا کې يې د هيواد او خپلو هيوادوا لو څخه لرې والی یې د نا اميدي دنيا ته بيايي او وايي:

څو مې مينه ځوانيدله عمر تير شو

د اشنا په ګل او باغ خزان چارپير شو

او په بل ځاي کې د ناخوالو په اړه داسې وايي:

زه به تر څو پورې ناخوالې او دردونه ګالم

زه به تر څو پورې بې ځايه رواجونه ګالم

او کله هم د خپلې تيرې شوې ځوانۍ په اړه داسې يادونه کوي:

د ځوانۍ مينه مې بيا يو ځل ژوندۍ شوه

د پيري عصا مې غورځي تر لاسو

سعدې صيب د پخوا څخه د شعر او شاعري سره مينه لرله چې ډيری شعرونه يې دهيواد په مختلفو جرايدو ، ورځپانو او همدارنګه په انتر نيټي پــــانو کې نشر ته رسيدلــي او دهيوادوالو د توجه وړ ګرځيدلي دي٠

زه «سعيدی» صيب ته د دی شعری ټولګې مبارکي وايـــم اوهمدارنګه هغه ته دپاک رب د درباره څخه د اوږد ژوند،سلامتي او پوره برياو هيله کوم ٠

په ديره مينه

سميع الدين افغاني

ماين اشف – جرمني