بلخ ادبي خوځښت د بلخ مېشتو شاعرانو او ښځينه لیکوالو تذکرې چاپ کړې.

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور: نجیب الله پاڅون

په لومړي ځل د بلخ مېشتو پښتنو شاعرانو او ښځینه لیکوالو تذکرې په دوه جلا ټوکونو کې چاپ شوې. « د امو له غاړې» د بلخ مېشتو پښتنو نارینه شاعرانو او «رنګونه» د بلخ مېشتو ښځینه لیکوالو او شاعرانو تذکرې دي، چې لومړۍ تذکره  د نجیب الله پاڅون او دویمه د اغلې ورېښمین ضیايي له لوري راټولې او لیکل شوي

.

د امو له غاړې په تذکره کې د بلخ مېشتو پنځوس شاعرانو پېژندنې او د شعرونو بېلګې په لومړي ټوک کې راوړل شوي او په « رنګونه» تذکره کې د بلخ مېشتو ۲۰ ښځینه لیکوالو او شاعرانو پېژندنې او د دوی د شعر او نثر بېلګې راوړل شوي. یادې تذکرې « د امو له غاړې په 168 مخونو کې» او «رنګونه په 80 مخونو کې»  د بلخ ادبي خوځښت  لخوا، کابل کې د سروش کتابپلورنځي له لوري هره یوه د زر ټوکونو په شمېر په ښه کیفیت، ښکلي صحافت سره چاپ او خپرې شوي.

 د امو له غاړې تذکرې په سرلیکنه کې ویل شوي:

زموږ نني لیکوالان، شاعران او فرهنګیان د سبا ورځې ویاړونه دي، دوی زموږ د مورنۍ ژبې د ساتنې لپاره قلم اوچت کړی، لیکل پرې کوي او له دې لارې ټولنې ته د سالم پیغام لېږدولو په لټه کې وي. کله چې د داسې انسانانو نوم او اثر ژوندی پاتې شي؛ نو ورسره زموږ ژبه هم بډایه کېږي ځکه خو یو عالم وايي: (( تذکره د همدې تلوسې د تسکین لپاره رامنځ ته شوې او د نړۍ د بېلابېلو ملتونو لیکوال د خپلو لیکوالو او شاعرانو ژوند، پېښې او ویناوې د دې لپاره خوندي کوي، چې د ضرورت په وخت کې ملکونه پسې ونه پلټل شي))...

له بده مرغه په بلخ کې د پښتو ژبې د شاعرانو تذکره تر دې مهاله نه وه چاپ شوې، سره له دې چې په دري ژبه کې دغه کار پخوا شوی وو؛ خو په پښتو ژبه کې دغه برخه تر دې مهاله خواره وه...

له تېرې یوې نیمې لیسیزې راپدېخوا، بلخ کې روانو فرهنګي هڅو او ادبي بهیرونو ګڼ شمېر نوي ځوانان، شعر او لیکوالۍ ته وهڅول او د دغو بهیرونو له برکته هغه شاعران هم د ادب میدان ته راووتل، چې وړاندې تر دې یې څېرې پټې پاتې وې....

همدا راز ښاغلی جاوید واک د « بلخ ادبي خوځښت او دا تذکره» ترسرلیک لاندې په خپلې لیکنې کې د یادې تذکرې په اړه وايي:« دا تذکره« د امو له غاړې» به د پښتو ادب په تاریخ کې د بلخ مېشتو شاعرانو د پېژندنې لومړنۍ تذکره وي، چې ټولنې ته وړاندې کېږي».

هڅه شوې، چې په دې تذکره کې د بلخ د ټولو هغو شاعرانو پېژندنې خپرې شي، چې شعر ليکي او په دې برخه کې د وړاندې تګ تکل لري.

په تذکره کې معرفي شوي نږدې ۹۰ سلنه شاعران هغه ځوانان دي، چې د بلخ ادبي خوځښت تر چتر لاندې غونډو، بهيرونو او علمي پروګرامونو کې يې برخه اخيستې، دغلته هڅول شوي او د شعر او شاعرۍ په اړه يې معلومات تر لاسه کړي دي.

 

د امو له غاړې په تذکره کې د بلخ مېشتو شاعرانو نومونه، چې د الفباء د تورو له مخې ترتیب شوي:

امان الله عادل، امرالدین کاکړ، امیر محمد اکاخېل، بهادر امیني، تاج الدین خرم، تیمور شاه پایېز، جاوید واک، جلات خان مینه پال، حبیب الرحمن موثوق، حزب الله حقپال، حمیدګل لېوال، داود حقمل، ذبیح الله اتل، ذبیح الله اختري، راز محمد عادل، سلطان محمد تاجزی، سیف الدین عمرخېل، شاه غاسي عظیمي، شریف الله رنځورمل، شمس الله الهام، شهاب الدین افغانمل، شهزاده شهیر، شهزاده برهاني، صابرالله سحر، صدیق الله حیدري، عبدالله میر مظلومیار، عبدالخالق مظلومیار، عتیق الله عظیمي، عزیز الله صدیقي،  عصمت الله وزیرزوی، عطا محمد ساهو، عظم الدین پښتون ساپی، عمر خان سادات، فرید تنها، کمال الدین حقمل، لعل جان اشنا، محمد جمعه تقدیر ساپی، محمد حکیم بلخي، محمد رسول روغمن، محمد عسکر وطنزوی، محمد عیسی ژمن، محمد نسیم سباوون، محمد نسیم مومند، نجیب الله علمدوست، نجیب الله مینه پال، نصرالله کاتب، نقیب الله ناصح او وحیدګل زهیر.

د امو له غاړې په تذکره ښاغلي ذبیح الله احساس، جاوید واک او په خپله لیکوال سریزې لیکلي.

همدا راز د « رنګونه» تذکرې په سرلیکنه کې ویل شوي:

« د رنګونو په نامه د بلخ مېشتو ښځینه لیکوالو او شاعرانو دغه تذکره کې شل لیکوالې او شاعرانې درپېژندل شوې دي، چې ډېری یې د خوځښت د مېرمن بهیر د اونیزو ناستو ګډونوالې دي».

« د خوځښت لخوا د دې تذکرې په دویم ټوک هم کار روان دی. ژمنه کوو، چې د پښتو ښځینه شاعرانو او لیکوالو د درپېژندلو لړۍ به روانه ساتو...»

په رنګونه تذکره کې د بلخ مېشتو ښځينه او لیکوالو پېژندنې د الفبا د تورو له مخې شوي دي:

اسما منصوري، اسیه احساس، تمنا وردګ، جمیله واک، راضیه ثاقب، زهرا، سویتا جبار یار، شکریه ساپۍ، ښکلا مومند، غرڅنۍ کلیواله، لطیفه ایر خوشګوار، مینا، مینه سلیمي، نازیه رسولي پتمن، ناهید آفريدۍ، نغمه زیارمل باختري، نقیبه، نوربانو، هوسۍ جلالزۍ او هدیه ساپۍ .

په رنګونه تذکره ښاغلي جاوید واک، ذبیح الله احساس او په خپله لیکوالې سریزې لیکلي دي.

 

ياده دې وي، چې د يادو تذکرو په دويمو ټوکونو پر ليکلو هم کار روان دی.