د اندونیزیاهڅې د افغانستان په سوله کې څومره ګټورې دي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 ګلرحمن رحماني

څه موده وړاندې له ۶۰ کلونو وروسته د اندونیزیا ولسمشر افغان پلازمېنې کابل ته په سفر راغی چې کابل حامدکرزی نړیوال هوایي ډګر کې یې تود هر کلی وشوه. د افغان ولسمشر د دویم مرستیال تر څنګ دری افغان وزیران د اندونیزیا ولسمشرجوکوویدود هر کلی وکړ. د اندونیزیا جمهور رئیس او ولسمشرمحمداشرف غني له دوه ساعته لیدنې وروسته ګډې خبري غونډې ته وینا وکړه. د دوی دواړو د لیدنې هدف په افغانستان کی دسولې په برخه کې همکاری وه ، د اندونیزیا ولسمشر جوکوویدود وویل :(ما او ولسمشر غني د سولې پر موضوع خبرې وکړې او مونږ به افغانستان

کی د سولی راتګ لپاره خپلی هلی ځلی زیاتېکړو ، مونږ دلته د اندونیزیا له لوري یو اسلامي مرکز هم جوړوو) .

د اندونیزیا ولسمشر چی کله افغانستان ته راغلی وو هغه افغان ولسمشر سره وعده وکړه چی مونږ به د افغانستان د اوسنیوحالاتو په اړه د علماوو غونډه ونیسو تر څو عالمان ورته یوه سمه لار غوره کړي چې ایا په افغانستان کې اوسنی جګړه د اسلام له نظره سمه ده او که نا ؟

په اندونیزیا د علماو جوړېدونکې غونډې ته د افغانستان او پاکستان ۱۵، ۱۵ علما وربلل شوي او پاتی نور د اندونیزیا هیوا عالمان دی چی د ټولو تعداد ۵۰ تنو ته رسېږي کله چې دی غونډی ته عالمان تلل طالبانو ورسره مخالفت وښوده او ورته یی وویل چی پدغه کنفرانس کی دی ګډون نه کوی خو د اندونیزیا د علماوو د شورا د نړیوالو اړیکو څانګی مشر محی الدین جنیدی ارب نیوز ته د سولی د کنفرانس په هکله وویل (کیدای شی طالبان ددغه کنفرانس په اړه کافی نه پوهیږی او کیدای شی ددغه کنفرانس په اړه ورته غلط معلومات رسیدلی وی).

اندونیزیا نن سبا په ټوله نړی کی لوی اسلامی هیواد دی او ۹۸٪ فیصده وګړي یې مسلمانان دي. همدارنګه اندونیزیا او افغانستان کلتوري مشترکات او دوستانه مناسبات سره لري. د دې ترڅنګ د افغانستان اوسنۍ ستونزې او وضعیت د اندونیزیا له پخوانیو ستونزو او وضعیت سره پوره ورته والی لري. نو په دې برخه کې افغانستان د اندونیزیا له پوهې، تجربو ، مشورو او لاسته راوړنو څخه پام وړ ګټه اخیستلی شي.اندونیزیا له اقتصادی پلوه د نړی او اسیا له مهمو اقتصادی هیوادونو څخه ده . یانې اندونیزیا د سولې د تامین ترڅنګ د اقتصادي ودې او سوداګرۍ په برخه کې هم له افغانستان سره ښه مرسته کولی شي.

د اندونیزیا بل تر ټولو مهم لامل دا دی چی د اندونیزیا هیواد د افغانستان په پخوانیو کورنیو او سیاسی مسایلو کی له اوله تر اخیره ښکیله نه وه او د اندونیزیا هیواد مطلق یو بی طرفه هیواد دی نو په دی اساس د اندونیزیا هیواد ولسمشر په حساسو شرایطو کی افغانستان ته راتګ یوه ګټه او ددوی د سولی په برخه کې بی طرفه بې مقصده هلی ځلی له یو پلوه د افغان دولت په ګټه او له بل پلوه د دردېدلی ، کړیدلی او د سولی ارمانجن ملت په ګټه تمامیدلی شی ، ځکه په ګټه تمامیدلی شی چی ددی هیواد په اوسیدونکو باندی تیر شویدی او پوهیږی چی په جنګ کی د هیواد اوسیدونکی څومره دردیږی .

بله ګټه یی داده چی ددی هیواد عالمان پر دین په کامله توګه اګاه خلک دی او د نورو همسایه هیوادونو په څیر کومی فتوی له ځان نه شی ورکولی بلکی هر څه له دینی لاری نه ورکوی . نو له دې امله باور دی چې د اندونیزیا هڅې به د افغان سولې په برخه کې ګټورې تمامې شي.