ښاغلی اتمر د ترینګلو اړیکو د رغاولو هڅه کوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د افغانستان او پاکستان اړیکې له هغه وروسته لا ډېرې ترینګلې شوې، کله چې پاکستاني لوري په مذاکراتو کې مخامخ د همکارۍ او مرستې ژمنې وکړې، مګر د وخت په تېرېدو سره یې نه یوازې خپلې کړې ژمنې پوره کړې، بلکې د افغانستان پر وړاندې یې خپل دریځ، دښمني او بدبیني لا زیاته کړه

.

افغان لوري ته د پاکستاني مقاماتو دغه دوه رنګي له فریب، چل او نیرنګ څخه ډکه واېسېده او هغوی د دغه وړ اړیکو څخه نه اړیکې غوره وبللې او همغه وو چې له پاکستان سره یې اړیکې او مناسبات تر پخوا ساړه کړل، ځکه د هېوادونو ګډې اړیکې یو طرفه نه، بلکې دوه طرفه وي او د دواړو هېوادونو په نېت، اراده او ګټو پورې اړه لري.

په دې کې شک نشته چې افغانستان په دې برخه کې په کلونو کلونو انعطاف او نرمښت ښودلی، خو له دې زیات انعطاف ځکه ګټور نه وو چې پاکستان ورځ په ورځ د دې پرځای چې په خپل دریځ کې مثبت بدلون راولي، له بده مرغه لا هم منفي لورته تمایل پیدا کاوه.

په تېرو کلونو کې موږ ولیدل چې پاکستان په ښکاره په افغانستان کې جنګېدونکې وسله والې ډلې تمویل کړې، د دوی ټپیان یې تداوي کړل، هغو ته یې وسایل او تجهیزات برابر کړل، حتی د پاکستان استخباراتو وسله والو ته د جنګ نقشې جوړې کړې او هغوی ته یې پر ځینو ځایونو د بریدونو پلان او پروګرام ورکړ او حتی په ځینو بریدونو او جنګونو کې ورسره پاکستاني پوځیان د جنګ په ډګر کې شریک وو او له هغوی سره یې عملاً مرسته کوله. د پاکستان د دې او دېته ورته نورو کړنو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې سره ترینګلې شوې.

په تېرو کلونو کې پاکستان بیا بیا د اړیکو د عادي کولو هڅې وکړې، خو دغه هڅې یې له ښه نېته نه وې، ځکه نو افغان لوري ارزښت ورنه کړ، افغان حکومت ورته د دولت پر دولت د اړیکو او مذاکراتو له لارې د ستونزو د حل بلنه ورکړه، مګر پاکستاني مقامات د افغان دولت د دغې بلنې منلو ته حاضر نه وو.

په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه ته افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړه او د همدغې بلنې په اساس پرون نوموړی د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار له افغان مقاماتو سره کتنې لرلې او په دغو کتنو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې، ښاغلي حنیف اتمر غواړي چې د کابل او اسلام اباد ترینګلې اړیکې بېرته عادي حالت ته ورستنې کړي، ځکه اوسنۍ ترینګلې اړیکې نه یوازې د افغانستان او پاکستان، بلکې د سیمې په ګټه هم نه دي.

ښاغلي اتمر پاکستانی لوری په دې قانع کړی چې د اړیکو په عادي کولو کې همکاري وکړي، ځکه نوموړي د ولسمشر غني د سولې پروګرام او وړاندیزونو تودهرکلی او ملاتړ یې وکړ. هغه زیاته کړه چې پاکستان به د افغانستان د سولې پروسه کې همکاري وکړي او همدارنګه یې د دولت پر دولت د مذاکراتو له لارې د ستونزو حل ګټور وباله او ژمنه یې وکړه چې پاکستان دېته چمتو دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی اتمر کوښښ کوي چې په خپل درایت سره پاکستانی لوری د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو بېرته عادي کولو ته قانع کړي او هغوی دېته وهڅوي چې د ولسمشر غني د وړاندیز پر اساس خپلې ستونزې او مسایل د افغانستان او پاکستان د دولت پر دولت مذاکراتو له لارې حل او فصل کړي.