پر اساسي ستونزو د ښاغلي اتمر او سعودي مقاماتو بحث

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

ښاغلی محمد حنیف اتمر د ملي یووالي حکومت له مهمو او کلیدي شخصیتونو څخه یو دی. نوموړی چې دا مهال د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه مهمه دنده په غاړه لري، د نوموړي د ستراتیژیک فکر، دقیقو پلانونو او برنامو او کوټلو ګامونو له برکته په تېرو درې کالو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا لا زیات مسلکي، غښتلي او  پر وسلو او وسایلو سنبال شوي دي

.

د ملي امنیت سلاکار ښاغلی اتمر که له یوې خوا د هېواد د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د مسلکیتوب، بې پرېتوب، تجهیز، تمویل او غښتلتیا لپاره په ملي او بین المللي کچه په هڅو بوخت دی نو بل لورته د ترهګرۍ د ځپلو، د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي او د مافیایي کړیو د کمزوري کولو او له منځه وړلو لپاره هم عملي هلې ځلې کوي.

ښاغلی محمد حنیف اتمر چې د همدې اونۍ په پیل کې د سعودي د ولیعهد په رسمي بلنه د یاد هېواد پلازمېنې ریاص ته سفر وکړ، نو هلته یې له سعودي مقاماتو سره په جلا جلا کتنو کې د افغانانو د اساسي ستونزو په اړه چې د دوی ژوند او هېواد یې له ستونزو او ناامنۍ سره مخ کړی دی بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سعودي عربستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نائف بن عبدالعزیز سره له ترهګرۍ سره د ګډې او جدي مبارزې، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پر لارو چارو او بین الافغاني مذاکراتو، د نشه یي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي او همدارنګه په سعودي عربستان کې د افغان کارګرو او تاجرانو د شته ستونزو د هواري په اړه بحث او مذاکرات وکړل.

دا هغه لویې ستونزې دي چې افغانان ورڅخه نن سبا سخت ځورېږي او د هېواد بقا یې له سوال سره مخ کړې ده، ځکه ترهګر او مافیایي ډلې غواړي چې افغانستان په دوه سیاسي جغرافیو ووېشي، خو د افغاسنتان مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونو هغوی ته نه یوازې د دې اجازه ورنه کړه، بلکې د ترهګرو او وسله والو مخالفینو دغه هیله یې له خاورو سره خاوړې کړه.

سعودي مقاماتو په دغو یادو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو په اړه ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړ او له دې امله یې د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ وستایلې چې دوی د نړۍ او سیمې د امنیت او ثبات د تامین په موخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پرمخ بیایي.

افغانستان په اوسنیو جنګي شرایطو کې چې د پاکستان له لوري په تحمیل شوې جګړه کې طالب وسله والو او ترهګرو سره ښکېل دی تر بل هر وخت د سعودي عربستان همکارۍ ته زیاته اړتیا لري، ځکه سره له دې چې دغه جګړه هیڅ دیني مشروعیت او انګېزه نه لري، خو د سعودي عربستان د علماو فتوا چې لا دمخه یې څو څو ځله دغه جګړه ناروا بللې په دې برخه کې زیاته مرسته کولی او د روانه جګړه لا پیکه کولی شي.

باور دی چې سعودي عربستان ته د ښاغلي اتمر سفر به پر پاکستان او وسله والو طالبانو فشار لا ډېر کړي او هغوی به دېته اړباسي چې د جنګ پرځای له افغانستان سره د سولې او مذاکراتو لاره اختیار کړي.