شهیدترشهیده توپیرلري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 محمدآصف خواتی

 دتاند په ویب پاڼه کې دکابل په خیرخانه مینه کې داحمدشاه مسعوددپلویانوله لوري ددریو ماشومانو د ټپي کیدوخبرخپورشوی چې په یوه برخه کې دیوه ټپي ماشوم چې وضعیت یې خوراداندیښنې وړدی دپلارخبرې راوړې دي اوهغه وایي: « هغه موټر چې د ده زوی یې تر ټایرونو لاندې کړ، بې له دې چې ودرېږي اود کوچنۍ پروا وکړي په خپله مخه لاړ. پر دغه موټر د احمدشاه مسعود عکسونه لګېدلي ول، ډېر تېز روان و او له دې سره سره یې زما زوی وواهه چې هغه ما ترلاس نیولی و. » ددې خبرلوستلواړایستلم پدې لنډه لیکنه لاس پورې کړم اوددرنولوستونکو سره دشهیدداونۍ دلمانځنې په اړه خپل نظرشریک کړم

پدې وروستیو۱۶ کلونو کې دوږي دریمه اونۍ دشهیدداونۍ په نامه نومول شوې ده اوسربیره پردې احمدشاه مسعود هغه څیره چې دجمهوري نظام سره دمخالفت له امله دیوشمیرنوروسره  چې ځانونه یې داسلامي غورځنګ غړي ګڼل پاکستان ، هغه دولت ته پناه وروړله چې د افغانستان سره یې یوه ملي - تاریخي ستونزه لرله . دې وګړو ته دنوموړي هیواد د څارګرې ادارې  له لوري پوځي ټریننګ ورکړل شو. په وسلواومرمیویې بارکړل او افغانستان ته یې دورانکارۍ اوترهګریزو عملیاتو دپرمخ وړلو په موخه راولیږل. دوی هم په پوره رښتینولۍ سره دپاکستاني څارګرودارادې، دستوراوقوماندې له مخې دهیواداقتصادي اوفرهنګي بنسټونه وران ، مواصلاتي کرښې ویجاړې اوګڼ شمیرروڼ اندي ووژل ترڅو په ۱۹۹۲ کال کې یې د ملګروملتو د سولې پلان شنډ اوداسلامي انقلاب دبري په نامه یې سیاسي واک ترلاسه کړ. خوبیاهم همدا دآی اس آی اونوروپردیوجاسوسي شبکوروزلوډلو ونشوای کولای یوه واحده اداره جوړه کړي اوپه خپلوکې سره ونښتل چې پایله یې دهیوادداداري ، اقتصادي او فرهنګي بنسټونو اووسلوال پوځ له منځه تلل اویوازې په کابل کې د۷۰۰۰۰ کابلیانووژل شول. دم،م دسولې دپروګرام په شنډولواودجهادي ډلوپه خپلمنځي جګړو کې دنوروپه پرتله دمسعودونډه خورا درنه ده. دمسعودداډول ماضي، منفي دریځ اوکرغیړنوکارناموته په کتنې سره نوموړي ته دملي اتل لقب ورکول زموږدعجایبودهیواددعجایباتویوه څرګنده بیلګه هم ښيي. 

دطالبانو وروسته په نني افغانستان کې نه یوازې هغه سیاسي څیرې اوکړۍ ددرناوی او بشپړواک څخه برخمنې دي چې دپردیودسترګوتور دي بلکه شهیدان موورته دریځ لري .هغه شهیدانوچې دګڼ شمیربهرنیوڅارګرو ادارو سره پټ اوڅرګند مزي ټینګ کړي وودشهیدانو دسترسالار،  هغوی چې د دوو یادریوسره تړاودرلود دشهیدانود سالارانو، هغوی چې د  شهیدانو دسالارانو سره ښه علایق ساتل دشهیدانوویاړترلاسه کړی اوهغولسګونو زرو نوم ورکوشهیدانوچې یوازې د الله تعالی اووطن په نامه سرونه وبایلل څوک یې نه پیژني او اولادونه یې نن مهال دلوږې اوناروغۍ سره لاس او ګریوان دي اویا په لارو او کوڅوکې ګدایي کوي. خودشهیدانودسالارانو بچیان دشهزادګانو په شان ژوندکوي اوپه ننۍ واکمنۍ کې واک، ځواک اواعتبارهم لري. څرنګه چې مخکې مو وویل چې پدې وروستیو ۱۶ کلونوکې هرکال دوږې دریمه اونۍ د شهیدداونۍ په نامه لمانځل کیږي. خوددې اونۍ لمانځنه دوږي په اتلسمه چې د مسعود دوژنې دنیټې سره سرخوري خلاصه کیږي په همدې ورځ دي چې دښارونوپه واټونو،څلورلارو اوددولتي اداروپه دیوالونو دمسعودسترسترانځورونه لګول کیږي ، سترې پرتمینې غونډي جوړیږي اوپه هغوکې دولتي اوجهادي مشران دشهیدانود کارنامو یادونه کوي چې البته ټولې ویناوې د شهیدانودسترسالار (ملي اتل)، شهید رباني ، شهید مزاري، شهیدکاظمي، شهیدقدیر،شهید عبدالحق اونوروهغو شهیدانو !؟ په کارنامو څرخیږي چې دپردیوجاسوسي ادارو سره یې اړیکې لرل. ځکه دشهیدانو سره ندائیه اوسوالیه علامه کیښودل شوې ده چې دیوه لیکوال دوینا پربنسټ « شهید هغه چا ته ویل کېږي چې د خپلو سیاسي او مذهبي عقایدو په لار کې یې ژوند له لاسه ورکړی وي . دغو جهادي څېرو ته چې د ګڼو بهرنیو جاسوسي شبکو اجنتان وو ، شهید ویل هیڅ منطق نلري . ځکه دغو شیطاني څېرو نه سیاسي او نه هم مذهبي ارمان درلود . دوی چې ځانونه یې مجاهد بلل ، د دې پر ځای چې خدای ته سجده وکړي د سامري خوسکي ته یې سجدې کړي دي. » 

 دپاسنیوڅرګندونونه داسې بریښي چې د جهاددزمانې دشهیدانوترمنځ توپیر دبهرنیو څارګرو ادارو سره په اړیکوکې دی چاچې دګڼ شمیر پردیواستخباراتي شبکو سره اړیکې لرل لکه مسعود دخورادرناوۍ وړشهیددی اوڅوک چې دوطن په لاره کې شهیدان شوي دي نوم  یې هم نه یادیږي خودانوم ورکي شهیدان رښتیني اتلان دي .