د جنایت پرځای د حکومت غندنه، خو ولې؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

موږ بار بار په کلیو، ښارونو، لارو، موټرو، رسنیو ، دوکانونو ، ښارونو او ان دفترونو کې لیدلي دي چې کله هم ترهګريزې ډلې او تروریستي ګروپونه کوم جنایت او وحشت ترسره او زموږ هېوادوال شهیدان او ټپیان کړي، نو ورسره غبرګ خلک پر حکومت خولې ور خلاصې کړي او د جنایتکارو او جنایت پرځای چارواکي او حکومت غندي، خو ولې؟

دلیل یې دادی چې موږ لا هم یا د ستونزو د درک ظرفیت نه لرو او یا په ستونزو د عمیق فکر کولو وړتیا نه لرو، ځکه که موږ ستونزې په دقیق ډول څېړلی، ارزولی او له هغو سره مو یا عقلاني چلند کولی او یا مو د هغو پر حل فکر کولی، نو له څلورو لسیزو راهیسې به په ناورین کې نه وای او هره ورځ به نه وژل کېدو.

بل عمده دلیل یې دا هم کېدای شي چې پر افغانستان تپل شوې جګړه کې د طالب وسله وال تر څنګ ځینې افراد او اشخاص د پردیو له لوري دېته ګومارل شوي دي چې څنګه د خلکو ذهنیتونه خراب کړي او د هر جنایت د اصلي ترسره کوونکو د مدافعینو په توګه هغوی ته د برائت ورکولو په موخه د خلکو ذهنونه مغشوش کړي، له طالبانو او تروریستانو څخه د خلکو پام پر حکومت نیوکو ته ور واړوي.

په دې کې شک نشته، چې حکومت به ګڼې نیمګړتیاوې لري، خو د طالب، ترهګر، بل او بل د جنایت او وحشت له امله د چارواکو او حکومت غندنه هیڅ مجاز نه لري. حکومت او په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ارګانونه باید دغه ډول افراد او اشخاص په جدي ډول تعقیب کړي او له هغوی څخه جدي څېړنې وکړي.

ځکه چې د دوی څرګندونې او نیوکې د ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونو په روحیه بد اغېز کوي، دوی په لوی لاس جنایتکارو طالبانو او ترهګرو ته برائت ورکوي او په بدل کې یې پر حکومت او مقاماتو بې ځایه نیوکې کوي. له دغه وړ افرادو سره باید د جنایتکارو په څېر چلند وشي.

د وحشتونو او جنایتونو له ترسره کوونکو څخه د دغو افرادو او اشخاص د بې ځایه نیوکو اغېز زیات دی، ځکه دوی زهر پاشي، د خلکو روان شکنجه کوي، د خلکو ادهان خرابوي، په ټولنه کې بې باوري رامنځته کوي، د حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه خلک بدبینه او بې باوره کوي.

دغه افراد او اشخاص په غیر شعوري توګه دا کار نه کوي، بلکې دوی له طالب، ترهګر او بهرنیو استخباراتو سره لاس لري، له هغوی څخه د دغه ناوړه تبلیغاتو په بدل کې حق الزحمه اخلي. دا د لستوڼي هغه ماران دي چې هره شیبه او هره لحظه ورڅخه د خطر احساس کېدلی شي.

حکومت ته ښایي چې د لستوڼي د دغو مارانو چاره وکړي، تر هغو چې د هغو افرادو او اشخاصو د بې ځایه تبلیغاتو مخه ونه نیول شي چې کرۍ ورځ به همداسې په رسنیو کې غیر مسوولانه څرګندونې کوي، د طالب د جنایتونو او وحشتونو په ټس کې به زموږ هغه اتل او مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه ملامتوي او یا د هغوی په هلو ځلو او سرښندنو به سترګې پټوي چې شپه او ورځ د خپل ځان او ژوند په قېمت د هېواد او خپلو خلکو دفاع کوي. نو پکار دی چې د جنایت غندلو پرځای د حکومت غندلو لړۍ ته نور د پای ټکی کېښودل شي او دغه ناوړه دود پایته ورسېږي.