د ماشومانو د ملاتړ پر ادارې برید

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره چې له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه کوي، پرون په جلال اباد ښار کې د ترهګریز برید هدف وګرځېده. لامل یې واضح دی او هغه دادی چې د افغانستان دښمنان او ترهګرې ډلې غواړي د افغان ولس او افغان ماشوم برخلیک او راتلونکی تباه کړي

.

ترهګرې ډلې او طالب وسله وال چې د پنجاب په لمسون او اشارو څرخېږي، نو هره ورځ ورته د خپل دغه تور مخي بادار له لوري داسې نقشې، دسیسې او پلانونه ورکول کېږي چې په ترسره کولو سره په افغانستان کې تباهي، ویجاړي، ناامني، وحشت او بې باوري رامنځته کړي چې پرونی تروریستي برید یې څرګنده بېلګه ده.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې پر دفتر د برید بل عمده دلیل دادی چې افغان حکومت په دې وروستیو کې د خپلې فعالۍ ډیپلوماسۍ له لارې د پاکستان څېره نړیوالو ته په اسنادو او شواهدو واضح کړې او هغوی یې پر دې قانع کړي چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ تولیدونکی او ملاتړی هېواد دی. داسې هېواد چې اوسنی دریځ او کړنې یې د ټولې سیمې او نړۍ د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره جدي تهدید دی.

که څه هم پاکستان د خپلې دوه رنګۍ او ترهګرۍ پالنې کړنو او فعالیتونو د پټولو ډېرې هڅې وکړې، خو څه ګټه یې ځکه ونه لرله، چې په دې برخه کې افغانستان ډېر واقعي او لومړی لاس اسناد او شواهد وړاندې کړل چې له امله یې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان دریځ او نظر بدل شو چې په پایله کې یې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شول او دا فشارونه لا هم دوام لري، ځکه پاکستان ته بار بار خبرداری ورکړل شوی تر هغو چې د ترهګرو له ملاتړو لاس وانخلي او وې نه شړي، نو فشارونه به ورباندې لا زیات شي.

پاکستان چې د خپل ځان د سپیناوي لپاره کوم کره ثبوت نه لري او نه یې وړاندې کولی شي، نو په دې وروستیو کې یې خپل لاسپوڅي چې ترهګرې ډلې او وسله وال طالبان او نور ګروپونه دي په افغانستان کې طغیان ته لمسولي چې پر کابل انټرکانټیننټل او جلال اباد کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې پر دفتر تروریستي بریدونه یې ښې بېلګې دي، دوی غواړي چې د دغه وړ بریدونو په ترسره کولو سره هم پر افغان حکومت خپل فشار زیات کړي او هم په افغانستان کې نړیوالې ادارې او د هغوی کارکوونکي په نښه او پرځان خپل فشار کم کړي، مګر د دوی دغه ناوړه او احمقانه هڅه به ځکه کومه ګټه ونه کړي، نو افغان حکومت د خپل هېواد د بقا په خاطر د دغه وړ فشارونو پروا نه لري.

پاکستان به د دغه وړ بریدونو د ترسره کولو له لارې د طالب، داعش او نورو تروریستي ګروپونو او ډلو پرمټ نه یوازې کومه پایله او لاسته راوړنه ونه لري، بلکې ځان به د سیمې او نړۍ په کچه نور هم منزوي او منفور کړي او هغه ورځ هم لیرې نه ده چې یوه ورځ به پاکستان هم د خپل دغه بل شوي اور په بدمرغه لمبو کې ایره او لولپه شي.