ملی یووالی زموږ بریا او بقا تضمینوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګل رحمن رحماني

ملي یووالی  د خلکو د مشترکو لومړیتوبونو او ارزښتونو لکه دين ، خاوره ، ملت ، ملي هويت ، ملي شخصيت ، سياسي او ملي برخليک ، اقتصاد ، ملي دود ، ملي تاريخ ، ملي قدرت ، ملي او سياسي ژوند ، ملي اړېکې او له ټولو مهم (مشترکه سياسي ټولنه) چې د ټولو خلکو لپاره د عدالت ضمانت کولی شي، ساتونکی دی

.

زمونږ د هیواد سوګند خوړلی بهرنی د ښمنان او د هغوی کورنی پلویان چی د اوږدې مودې څخه را په دې خوایې تش په نامه د اسلام پالنې او قومپالنې ډلې او ټپلې جوړې کړې دي د اسلامي او ملي شعارونو تر عنوان لاندې یې کله د مجاهد او کله هم د طالب ترنامه لاندې د خپلو بادارانو په اشاره د هیواد ملي ګټې تر پښو لاندې کړي او کوښښ کوي چې زموږ وروڼه او قومونه په خپلو کې د قوم، سمت، سیمې، ژبې او مذهب په اساس سره ووېشي.

اوس د تاریخ په دې حساسو شیبو کې د قوم او ژبې پالنې شعارونه یې را پورته کړي او زمونږ د ځوانانو د احساساتو څخه د ناوړې ګټې  په اخیستلو سره غواړي یو ځل بیا هیواد کورنۍ جګړې ته ور ټېل وهي . ګران هیوادوال دې بیدار اوسي چې د دغو دین او وطن د کورنیو او بهرنیو د ښمنانو د بې ځایه تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه شي او په هوښیارۍ سره خپل ملي یوالی او ځمکنۍ بشپړتیا  وساتي.

په دې وخت کې د ملي یوالي په خلاف بهرنیو استخباراتي کړیو او دهغوی کورنیو مزدورانو لخوا لمسونونه او پارونکي فعالیتونه زیات شوي او مخ په زیاتېدو دي، نوی نوی سوژی ورته پیدا کوي او په یو ډول او بل ډول زمونږ وروڼه قومونه د یو بل په مقابل کی دروي او په دې توګه زمونږ د وطن او خلکو دښمنان د تاریخ په دې حساسو شیبوکې چې د افغانستان په تاریخ کې له اوږدو جنګونو وروسته یوه نوې پاڼه پرانیستونکې ده غواړيچې خپلو ناپاکو هدفونو ته ځانونه ورسوي.

د افغانستان د ښمنان چی کله کامیاب نه شي نو ژبنیو تعصبونو ته لمن وهي کله چېی انګریزان په فغانستان باندې کامیاب نه شول نو دوی قومي تعصباتو ته لمن وهل شروع کړه، خو بیا هم ناکام شول او کله چی روسان هم په افغانستان باندې کامیاب نه شول نو دوی قومي او او ژبني مسایل په افغانستان کې راپورته کړل او له دغې لارې یې موږ په خپلو کې په جنګ او بدبختۍ سره اخته کړو، چې لا هم هېواد او خلک د دغو جنګونو په لمبو کې سوځي.

پښتو اودري د افغاستان دواړه رسمي  ژبې دي بايد هر افغان هڅه وکړي چي دا دواړه ژبې زده کړي  او همدارنګه قومونه زمونږ پيژندګلوي ده او د اړوندو قومونو راويښول پوهي او زده کړي ته رابلل ،له خرافاتو څخه را ايستل او په ټولنيز ژوند کي د هغوي برخه اخيستنه او سياسي هوښياري زمونږ دنده ده چي بايد پاملرنه ورته وکړو خو تر دي هر څه مهمه او اساسي خبره دا ده چي مونږ بايد يو ملت شو د قومونو او ژبو له اغيزي او کړيو څخه ځانونه راوباسو ملي يوالي ته وفادار اووسو.

 تر څو چي مونږ په ريښتني توګه يو ملت نه شو هميشه به زمونږ ګاونډيان د سيمي او نړي نور هيوادونه مونږ ديو بل پرضد جنګوي او خپلي موخي به لاسته راوړي لکه څنګه چي په دي ورستيو وختوکي زياتو افغانانو له ملي ګټو څخه خپلو ژبنيو او نورو ګټو ته زياته پاملرنه اړولي ده .له دي امله ملي يوالي ورځ تربلي زيانمن کيږي اوکه په همدي توګه دوام ولري ناوړه پايلي به ولري .

هر هغه څوک چي د پښتو او دري چغي وهي ملي يوالی زيانمنوي داچي مونږ په دي شريک کور افغانستان کي د يو بيرغ لاندي ژوند کوو له هر څه بايد دې ته صادق اووسو چي ملي يوالي ټينګ وساتو او ملي ګټې تر قومي ګټو لوړي وګڼو که زمونږ کور جوړ نه وي ژبي به مو هم خواري او کمزوري وي .

مونږ د ملي يووالي ته تږي يوو ځکه چي په ملي يوالي سره زمونږ په ګران هيواد کي سوله راتلاي شي او په سوله کي پرمختګ او ابادي را مينځ ته کېداي شي  ترقي او پرمختګ مونږ ته د ژوند ټولي اسانتياوو شتون لرلي شي او مونږ کولاي شو په خوشحالي او ارامي سره بي له دي چي د نورو بهرنيو هيوادونو تر اغيزي لاندي اووسو په هسکه غاړه ژوند کولاي شو نو راځي چي ملي يووالي وساتو او وې پالو، ځکه ملی یوالی د افغانستان د پرمختګ  ضامن دی .