د افراطیت مخنیوی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی
افغاني ټولنه تل د بېلابېلو افرادو او اشخاصو د افراط او تفریط له امله زیاته متضرره شوېده، کله چې چپیان یا کیڼ اړخي په افغانستان کې د کودتاه له لارې واک ته ورسېدل، نو په خلکو یې چپه مېچنې وګرځولې. د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ پرځای زیات تمرکز په پردۍ ایډیالوژۍ، بهرني موډ او فېشن راټول وو

.

هغه مهال به چې پخواني شوروي ته په بېلابېلو برخو کې د مسلکي او لوړو زده کړو په موخه افغان ځوانان واستول شول، نو اکثر یې د اړوند مسلک او زده کړو، پوهې او تجربو پرځای له یوې پردۍ ایډیالوژۍ، فرهنګ، موډ او فېشن سره هېواد ته راستانه شول، نو له همدې امله هېواد ورځ تر بلې بحران ته لاړ او لا هم په بحران کې دی.

همدارنګه کله چې مجاهدین او له  هغوی وروسته طالبان د هغوی ځایناستي شول، نو دوی هم تفریط ته مخه کړه، خلکو ته د ارام او هوسا ژوند برابرولو  په موخه په عادي، سلیقوي او داسې مسایلو سره اخته شول چې له امله یې نه یوازې دوی، بلکې هېواد او ټولنې ته زیات زیان واوښت.

د افراط او تفریط دغې سابقې ته په کتو سړی دې ته فکر یوسي چې موږ د افراط او تفریط تر منځ د منځني حالت اختیارولو بخت نه لرو او که دا هنر مو نه زده چې څنګه یو منځنی حالت غوره کړو. داسې حالت چې هېواد او ټولنې ته د زیان اړولو پرځای نورو ته خیر او ګټه ورسوو.

افراطیت زموږ په ذهن او زړه کې ځای نیولی دی، زموږ اکثره کړنې او اړیکې په افراط ولاړې وي. حتی له خپلو اولادونو او د کورنۍ له غړو سره هم افراطي، توند او زشت چلند کوو. همداسې که زموږ وړکتونونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، رسمي او علمي مراکزو ته سر ور اېسته کړئ، نو د افراطیت ډېرې داسې ژوندۍ بېلګې به وګورئ چې غوني به مو زیږه شي.

تر هغو چې زموږ په زړه او ذهنونو کې د افراطیت نوغی ونباسو، نو تر هغو به همداسې د افراطیت له پلوه زیان ګالو. دا نو په حکومت او کورنیو پورې اړه لري چې د افراطیت د ریښو د ختمولو لپاره ګټورې طرحې او لارې چارې تشخیص کړي، تر څو له هغو څخه په ګټه اخیستنې زموږ ټولنه د افراط له زیان څخه وژغورل شي.

په دې کې شک نشته چې د افراطیت له  منځه وړل اسانه او لنډمهاله چاره نه ده، دا هم زغم او هم اوږدمهاله مبارزې ته اړتیا لري، خو په دې شرط چې کورنۍ یې پرځان الزامي کړي. مګر ټول باید پر دې باوري واوسي چې د افراطیت ضد مبارزه ناشونې نه ده.

د افراطیت ضد مبارزې د موثریت لپاره پراخ عامه پوهاوي ته اړتیا ده، خو داسې پوهاوی نه چې د پروژې په بڼه پلان او ډیزاین شي، د دې لپاره پروسې ته اړتیا ده، دوامداره پروسه، تر څو د هغې له برکته افغانستان د افراطیت له خطر او زیان څخه د تل لپاره خوندي شي.

بله مهمه خبره د افراطیت ضد مبارزې په برخه کې داده چې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو رول او ارزښت باید درک شي او د منظم سیستم له لارې باید د هغوی له رول څخه ګټه واخیستل شي.