کډوال نور د فشار وسیله نه دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

پاکستان په تېرو څلورو لسیزو، خصوصاً په وروستیو دوه لسیزو کې هره شیبه د افغانستان د بدمرغه کولو هڅه کړې، د دې لپاره یې د بېلابېلو دسیسو او برنامو د تطبیقولو تر څنګ د ځان لپاره د فشار ځینې وسیلې هم ساتلې وې، چې په سختو شیبو کې به یې د منفي فشار په توګه کارولې.

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د فشار له وسیلو څخه دوه عمده د کراچۍ بندر ته د افغانستان ترانزیتي لاره او بله په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وو، خو له نېکه مرغه چې ولسمشر غني د تېرو درې کالو مسلسلو او ګټورو هلو ځلو او پروګرامونو له لارې له پاکستان څخه دغه د فشار وسیلې واخیستلې.

افغانستان منځنۍ اسیا ته د ترانزیتي لارو په ور پرانیستلو، چابهار بندر او له هند سره د هوایي دهلېز له پرانیستې سره د پاکستان د کراچۍ بندر له احتیاجه ځان بېغمه کړ او نور نو پاکستان نشي کولی چې په افغانستان د خوراکي توکو لارې بندې کړي او یا هم د بار وړونکو موټرو پر مخ د سپین بولدک او تورخم دروازو په تړلو سره افغان تاجران وځوروي او هغوی ته له مالي پلوه زیان واړوي.

د ولسمشر کرزي په وختونو کې موږ هر کال د دې شاهدان وو چې د افغانستان په سخت او کړنګ ژمي کې به پاکستان د افغان کډوالو د را شړلو موضوع رامخې ته کړه چې د وخت حکومت به ورته عذرونه کول او تر مناسب فرصت پورې به یې د کډوالو د نه راشړلو زارۍ کولې، خو درېغه چې دوی په دیارلس کالو کې د افغان کډوالو د راستنولو  لپاره مناسب فرصت ونه موند، سره له دې چې نړیوالې ټولنې او مرستندویه هېوادونو هغه مهال له افغان حکومت سره په  هره برخه کې پرېمانه مرستې کولې.

تېرکال چې پاکستان غوښتل د ولسمشر غني پر حکومت همغه فشار چې د ولسمشر کرزي په حکومت به یې ازمایه وازمایي او د هغوی توقع دا وه چې ولسمشر غني به هم د حامد کرزي په څېر عذرونه او زارۍ وکړي او حکومتي پلاوی به پلازمېنې اسلام اباد ته واستوي چې کډوال دې نه راشړي، مګر برعکس ولسمشر غني وویل، کډوال زموږ نیم وجود دی او تر څو چې دوی هېواد ته نه وي راستانه شوي نو زموږ وجود نیمګړی دی. موږ هر وخت دوی ته هرکلی وایوو، په خیر دې راشي او سملاسي یې مسوولینو ته دنده ورکړه چې په عزت د کډوالو د راستنېدو او ځای پرځای کولو لپاره لازم تدابیر ونیسي.

د ولسمشر غني له دا وړ غبرګون او ځواب سره پاکستان څو قدمه شاته شو، هک پک شو، خو کله چې د افغان کډوالو بهیر هېواد ته رامات شو، نو د عیني شاهدانو په وینا چې پاکستان هر کمپ ته خپل ځري او استازي واستول او کډوال یې بېرته پاتې کېدو ته وهڅول. عذرونه یې ورته وکړل او د دوی پر وړاندې یې نرمي اخیتار کړه.

سږ کال ژمی پاکستان ته یو ځل بیا دا چورت ور ولوېده چې راځه دغه د کډوالو د فشار وسیله یو ځل بیا تجربه کړه او یو ځل بیا یې هغوی ته لنډ ضرب الاجل تعین کړ چې په یوه میاشت کې باید هېواد ته ستانه شي، مګر د حکومت غبرګون بیا هم همغه وو، پاکستان ته د عذر او زاریو پرځای یې خپلو هېوادوالو ته وویل چې په عزت سره خپل وطن ته راشئ او خدای مو راوله.