د لویې جرګې نغاره ولې سړه شوه؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره درې کاله وړاندې له  پخواني منتخب ولسمشر (حامد کرزي) څخه بل نوي انتخاب شوي ولسمشر (ډاکټر محمد اشرف غني ) ته په سوله ییزه توګه یانې د خلکو د رایو، انتخاب او تصمیم پر اساس د واک لېږد په دې لحاظ له خوښۍ او هیله مندۍ ډک وو، چې له هر ډول مرګ ژوبلې، شخړو، جنجالونو او کشمکش پرته په خوښۍ د واک د لېږد پروسه ترسره شوه

.

هغه مهال ټولو له ډېرې خوښۍ شکرونه اېستل او همدا دعا یې کوله چې دغه لړۍ او بهیر دې همداسې دوامدار وي، خو د وخت په تېرېدو سره چې کرار کرار د ولسمشر کرزي کړنې او ورانکارۍ خلکو ته څرګندې شوې، نو په خپلو تېرو خوښیو او دعاګانو یې یو ډول پښېماني ښودله، ځکه چې د مخکېني ولسمشر کرزي په کور کې هره ورځ د ده چاپېره د پخوانیو مفسدو چارواکو او جنګسالارانو غویمنډ جوړ وي.

ولسمشر کرزی هره میاشت له بهرنیو هېوادونو او سفارتونو څخه تر لاسه شوې تورې پیسې او باج پر دوی وېشي او هره اونۍ او میاشت ورته د حکومت د تخریب، د خلکو د اذهانو او باور د خرابولو، د حکومت او ولس تر منځ د واټن پیدا کولو، د حکومت د انکشافي او لویو برنامو او اصلاحاتو بهیر پر وړاندې د خنډونو ایجادولو کوښښ کوي.

حتی په ملي مسایلو کې ډېر کله د افغانستان پرځای د پاکستان پلوي کوي او د افغانستان او پاکستان د اړیکو په خرابوالي او سوړوالي کې ډېر وخت افغان حکومت پړ او ملامت بولي. څه موده وړاندې چې د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نوې ستراتیژي اعلان کړه او د دغې ستراتیژي له امله پاکستان تر فشار لاندې راغی، نو مخکېني ولسمشر کرزي په خپلو مرکو کې امریکا او افغان حکومت ملامتاوه او په دې ډول یې کوښښ کاوه چې پر پاکستان شته فشار راکم کړي.

وروسته بیا پاکستاني رسنیو همدغه د ولسمشر کرزي مرکه او څرګندونې د خبري سرټکو او د تحلیلونو لپاره محور وګرځولې او ټولو ته یې دا ښودله چې پاکستان ملامت نه دی او په خپله مخکېني افغان ولسمشر دا مني چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو خرابوالي کې په خپله افغانستان ملامت دی.

ولسمشر کرزی او تر ده را چاپېره کړۍ کوښښ کوي چې په افغانستان کې د غلجي او دوراني قومي موضوع رامنځته کړي او د دغې ناوړه هڅې له امله افغان وروڼه قومونه په خپلو کې په جنجالونو سره اخته کړي او په دې ډول حکومت ته یو لوی سرخوږی جوړ کړي، تر څو د اصلاحاتو او انکشافي برنامو د تطبیق مخه ونیسي.

پوښتنه داده چې ولسمشر کرزی ولې داسې کوي؟

دا څو عمده دلایل لري، تر ټولو مهم دلیل یې دادی چې ولسمشر کرزی غواړي په دغه ډول سرخوږیو، خنډونو، ستونزو او مزاحمتونو سره د حکومت د پرمختګونو مخه ونیسي، ځکه چې که حکومت په پنځو کالو کې دغه ټولې برنامې چې په پام کې یې لري تطبیق کړي، نو د ده دیارلس کلنې حکومتولۍ بې کفایتي ته به چې هغه مهال تر دې څو برابره زیات امکانات د ده په لاس کې وو، ټولو ته څرګنده شي او ولس به په تېرو بې کفایته او مفسدو چارواکو لعنت ووایي چې د ملت امکانات، فرصتونه او وخت یې ضایع کړی دی.

بل عمده دلیل یې دادی چې حامدکرزی نه غواړي په افغانستان کې قوي نظام او حکومت رامنځته شي، ځکه له قوي نظام او حکومت څخه وېره لري، چې ګوندې بیا له ده او د ده د وخت له نورو مهمو مقاماتو سره د تېرو کړنو، فساد، درغلیو او بې کفایتیو حساب کتاب وکړي او حتی ممکن ځینې یې د زندان د تورو تمبو شاته ولوېږي.

دریم دلیل دا هم کېدای شي چې ولسمشر کرزی د بهرنیو استخباراتو او مافیایي کړیو په لمسون او اشارو غواړي چې په افغانستان کې وضعیت همدغسې ناسم وساتي، تر څو د بهرنیو ګټې خوندي شي، هغوی ته د فعالیت او ورانکاریو زمینه برابره شي او د دې هر څه په بدل کې دی امتیاز ترلاسه کړي.

په دا وروستیو کې د ولسمشر غني سناریو د لویې جرګې د نغارې ډنګول وو، ده فکر کاوه چې ولس به یې د دغې نغارې هرکلی وکړي او ولسونه به لارو ا وسرکونو ته راووځي او حکومت ته به یو لوی مزاحمت ایجاد کړي، مګر برعکس ولس نه یوازې د ده د نغارې هرکلی ونه کړ، بلکې په ده او د لویې جرګې په غوښتونکو یې په اوسني وضعیت کې لعنت ووایه او د هغوی پرونیو کړنو، غلا او بې کفایتیو ته یې اشارې وکړې. له همدې امله په کندهار کې د لویې جرګې لپاره را غوښتل شوې د وکیلانو او نورو غونډه د اجنډا په بدلون سره بې پایلې پایته ورسېده او بالاخره کرار کرار ورسره د لویې جرګې نغاړه هم سړه شوه، ځکه چې ولس اوس هوښیار او بیدار دی. نه هرې نغارې ته څڼې غورځي او نه هر نغارچي ته چکچکې کوي. ولس اوس دقیق څار او حساب کوي او د هغوی ملاتړ کوي چې د ولس په دردونو او ټپونو پټۍ او ملهمونه ږدي، ځکه یې نو د لویې جرګې پرځای د حکومت ټینګ ملاتړ وکړ، ځکه چې د حکومت کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې ټول ولس ته محسوسې او د درک وړ دي.