د خلکود فعال ګډون ارزښت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

تر نورو ایزمونو او  رژیمونو د ولسواکۍ یوه عمده ښېګڼه داده چې په ټولنه او د حکومت په چارو کې د خلکو فعال حضور او ګډون باوري کوي. په بله وینا  د خلکو له فعال ګډون پرته ولسواکي نشي رامنځته کېدلی.

ولسواکي باید یوازې په دې مانا هم وا نخیستل شي چې  خلک دې هر پنځه کاله وروسته په ولسمشریزو ټاکنو کې فعال او پراخ ګډون وکړي او کله یې چې ولسمشر انتخاب کړ، نو بیا دې پنځه کاله ارام او غیر فعال ناست وي

.

د ولسواکۍ حکم دادی چې د حکومت او ولسمشر له انتخاب نیولې د حکومتتولۍ په بېلابېلو کچو کې باید خلک د چارو د ترسره کولو، څارنې او نقد کولو دوامدار او فعال ګډون ولري، ځکه همدا خلک او ولسونه دي چې په خپلو رغنده نیوکو، وړاندیزونو، لارښوونو او سپارښتونو حکومتونو ته مثبت لوری او جهت ورکوي او دخپلو مسوولیتونو ترسره کولو ته یې متوجه کوي.

ولسواک حکومتونه د پروګرامونو او پروژو په طرحه او تطبیق کې د خلکو پر پوهه اتکا کوي، ځکه د دغه وړ نظامونو یوه اساسي موخه د خلکو رضایت ترلاسه کول دي او دغه رضایت هغه مهال ترلاسه کېدلی شي چې هم خلکو ته پام وشي او هم د دوی رول او غوښتنو ته ارزښت ورکړل شي.

همدارنګه نړۍ والې تجربې ښیي چې د خلکو پوهه له امکاناتو او فرصتونو څخه په ښه ګټه اخیستنه کې عمده رول لري او په دې برخه کې یوازې په تخنیکي پوهه اتکا کول کافي او مناسب نه دي، نو له همدې امله حتمي او  ضرور ده چې په هر ډول پرمختیایي پروګرامونو کې ولسي پوهه د یو اساسي اصل په توګه په پام کې ونیول شي، نه د خرافات او وچو عقایدو په توګه چې د ټولنې د ودې او پرمختګ مخه ونیسي.

د دې لپاره اړتیا ده چې تخنیکي پوهه، ولسي پېژندنه او سیاسي اړتیا په خپلو کې مشترک او سره پخلا شي، ځکه  زېربنایي پروژې له سمې تخنیکي پوهې پرته نشي ترسره کېدلی. له بل لوري، د پروژو ساتنه او څارنه له سیاسي پوهې او ولسي ونډې او همکارۍ مه واره امکان نه لري.

حکومت او مسوولو ادارو ته ښایي چې د ولس او تطبیقونکو ادارو تر منځ ګډه همغږي او همکاري رامنځته کړي  چې د هغه په ترکیب کې هم تخنیکي کادر وجود ولري ، هم هغه خلک چې له ملي او اسلامي فرهنګ سره بلد وي او هم هغه کسان چې سیاسي اړتیاوې درک کړي. د پروژې سیاسي او ټولنیزواثراتو ته له پام مه واره په تخنیکي پوهه ټینګار د ټولنې له بدنې څخه د دولتي کادرونو د جلاوالي لامل کېږي.

د نظام مشروعیت د تخنیکي معیارونو پر بنسټ نه شي ترلاسه کېدلی. د دې لپاره چې دولت جوړونه او ملت جوړونه پر بنسټ استوار وي، اړینه ده چې د نظام مشروعیت ورځ په ورځ زیات شي. پر دې بنسټ تخنیکي پوهه باید تل د خلکو له پېژندنې او سیاسي پوهې سره همغږې وي، څو د نظام په اړه د خلکو اعتماد د هغه د مشروعیت ستنې د خلکو په ذهنونو کې پیاوړې کړي.

خلک د حکومتولي د شکل او منځپانګې په برخه کې مهم نظریات لري. لکه دا خبره د خلکو په منځ کې په سادګي د درک وړ ده چې په حکومتولي کې باید ضوابط پر روابطو حاکم وي. پر دې بنسټ باید خلک په ټولو اړوندو چارو کې له خپل شهروندي ژوند سره شریک وي، څو وکولی شي خپلې غوښتنې د سیاسي نظام له لارې په عمل کې پلې کړي.